عابد جانه!
دا څو عکسونه زما د خپل کلي دي چې په تصوير کې ښکارېدونکې جونګړه زما پلرنۍ مېنه ده دې سيمې ته د چپليار، ماڼو اخونزادګانو کلى وايې .
په بل تصوير کې چې کوم چينار ښکاري دا زموږ د سيمې ډېر مشهو رچينار دى دې ته د پير صېب چينار وايې پير صېب زموږ په سيمه کې لوى ستانه تېر شوى. دا چينار يوه ځانګړنه دا هم لري چې هېڅوک نه شي کولاى چې ددې چينار لرګي په خپل کور کې وسوځوي. يواځې په جومات او نورو ټولګټو کارونو کې ترې کار اخيستل کېږي .زموږ د سيمې خلک په دې خبره کلکه عقېده لري.
اوسمهال په سيمه کې هغه نجونې چې دواده ورځې يې نږدې وې مازيګر مهال له خپلو همزولو سره ددې چينار زيات کوي او دعا غواړي يو وخت داسې وو چې په چينار به انجونو ډېرې ښکلې ټوټې ځړولې او له خدايه به يې د خپل مراد غوښتنه کوله .
ورور دې هيله من جلالکوټ
ګرانودوستانو! د تبصرو خونه ځکه پس له دې بنده ساتل کيږي، چې ځينې بې کفايته خلک غيرحق دنورو توهين کوي. که دوستان غواړي چې خپل نظريات نو د بريښنا ليک له لارې دې راوليږي، که په نظرياتو او نيوکو کې چاته توهين نه شوی، نو ضرور به يې په بلاګ کې خپروو.
د بريښنا ليک پته دا ده
baz_moh1@hotmail.com
په مينه ستاسې باز