ګرانو ليدونکو او له هيواده ليرې وطنوالو. په سلامونو مو نمانځم، دا دی نن  درته د هيواد د شمال ځينې انځورنه په ليکه کوم. او بلا ډېر انځورنه مې اخيستي دي، چې په وار وار به يې بلاګ ته پورته کوم او ستاسې نظرونه به پرې غواړم.په دې هيله چې خوښ مو شي. دا انځورنه د پروان ولايت له چريکارو او جبل السراج پورې سيمو دي، بل ځل به درباندې اشاالله سالنګ وينم او بيا به همداسې پر مخ ځو. خوښه مو ده؟ 
ګران دوستان کولای شي چې په لاندې پته خپل نظرونه او نيوکې راوليږي، که نظرونه او نيوکې
چا ته توهين نه وي، نو په بلاګ کې به خپاره شي.
مننه ستاسې باز


له چاريکارو هاغه نه پوهيږم چې داسيمه به څومره کلي ولري، خو دومره سمسوره سيمه ده چې په سمسورتيا کې يې د سړي نظر کار پريږدي


دا د جبلالسراج سيمه ده چې له دې ځايه يو سرک پنجشير ته هم ګرځيدلی دی.

د جبل السراج  ښارګوټی

د سالنګ د غرونو لمنه

دا هم د سالنګ د غرونو په لمنه کې ښکلی کلی