موږ دواړو ته وظيفه راکړل شوه چې د ارکستر له پاره  د افغانستان مشهور سازغږونکي پيدا کړو. زما کار د پښتنو هنرمندانو پيدا کول وو. ما له هنرمندانو سره پيژندګلو نه لرله، نو د حفيظ الله تراب نه مې مرسته وغوښته. هغه راته سينه وډبوله چې نامي نامي کسان به درته د ارکستر له پاره ونیسم

بله ورځ له تراب صيب سره کباري بازار ته روان شوم. هلته مو لومړی له نواب استاد سره وکتل. هغه ته مو خپل غرض او شرايط وړاندې کړل. هغه چې د هره ورځ تمرين خبره وارويده زموږ کار ته يې خوښه رانغله. وويل:

هره ورځ زما دومره حوصيله نه شته چې ساز وغږوم.

خو د درې څلور وروځو لټون وروسته مو. استاد ګلزمان، کمين ګل، سيداګل مينا، بريالی ولي او څو تنه  نور د پښتو د برخې او د استاد حاجی حنيف په مشرۍ کې څو تنه نور د افغانستان د راډيو ټلويزيون ساز غږونکي استاد بارش راپيدا کړل او په کار وګمارل شول. د شيرغزنوي په نوم يو مستانه سپين ږيری هم پرته له دې نه چې ارکستر کې ګمارل شوی و دفتر ته راته او هره ورځ به ورته لالا سل کلدارې په نخرو او ميده کارۍ ورکولې. داسې ورځ نه وه چې تر مازيګره به مو موسيقي نه اوريدله، څو ورځې خو به يې ډير خوند کولو خو هوښياران وايي چې هر څه ډير شي نو ګنډير شي.

د موسيقۍ دا پروژه دلته په درز کې روانه وه او ملاعمر ته امريکا او نورې نړۍ وار په وار ګواښونه کول چې اسامه بن لادن له افغانستان نه وباسي او بلاخره هغه ورځ هم راغله چې ملا عمر اعلان وکړ چې اسامه د افغانانو ميلمه دی او افغانانو ته چې دښمن هم فنا راوړي نو د ميلمه په توګه يې مني او حتی د هغه په سر سر ورکولو ته هم تيار وي.

دا نو داسې وخت دی چې په ټوله نړۍ کې د طالبانو حکومت درې هيوادونه پاکستان، سعودي عرب او اوس مې هير دې چې عمان و او که سوډان په رسميت پيژندو. نورې ټولې دنیا ترې مخ اړولی و تر دې چې اقتصادي بندیز يې پرې لګولې و او درې څلور اریانا الوتکې چې ورپاتې وې، په هغو هم بهر ته د تلو بندیز لګيدلی و.

کله چې ملاعمر د اسامه د نه ايستلو اعلان وکړ نو لومړی ترې پاکستان او بيا  سعودي عرب او هغه دریم ملک هم  ترې رسمیت واخيست او د ټولې نړۍ په رسنيو کې راغلل چې په ټوله دنیا کې د طالبانو حکومت یو ملک هم په رسميت نه پيژني.

دا نو داسې وخت دی چې د امريکا بحری جنګي بيړۍ د پاکستان ګوادر بندر کې ځای په ځای شوې وې، نو لومړی يې د افغانستان خوست باندې چې د اسامه بن لادن ټکانه په کې وه، بې شميره کروز ميزايل وتوغول. په بله ورځ د امريکا له سفارت نه یو افغان مامور زموز دفتر ته راغی او ويې وويل چې باید په لسو ورځو کې هغه ۶ سي ډي تيارې شي.

ما له هغه افغان مامور نه پوښتنه وکړه چې صيبه دا امریکایان په افغاني ملي نغمو، ملي سندرو، د جرګې په ترانه او نورو څه کوي؟

هغه چې يو څه پيژندګلو مې ورسره له پخوا نه هم لرله وويل چې په افغانستان کې ډير ژر یو بدلون راروان دی او دا ویره موجوده ده چې طالبانو به د موسیقۍ ارشیف ته هم دروند زیان اړولی وي او یا به يې له منځه وړی وي،  که داسې شوي وي نو دا اوسنۍ جوړې شوي سي ډي به تر یو وخته د افغانستان ملی راډیو کې په درد دوا شي.

د موسیقۍ پروژې مسوول چې انجنیر قیام نوميده، هغه هم په ارکستر زور راوړ چې تمرین ته کم او ثبت کولو ته ډیر وخت وباسي. کار په تندۍ سره روان شو او چې لسمه ورځ راتله نو ۶ سی ډی ورته بیا تیارې شوې وې.

په اصطلاح د هغه امریکایی الاصله افغان! خبره رښتیا شوه، ډير ژر د امریکا دهوايي حملو په نتیجه کې شمال ټلواله په دې وتوانیده چې د حکومت واګې په لاس کې ونیسي.

زموږ دفتر کې چې اکثره تاجکانو او په تیره بنجشیریانو کار کاوه، داسې ورځ به نه وه چې کله ښځینه او کله نرینه همکارانو کله خواږه او کله تراخه د دفتر په همکارانو نه لورول. هره ورځ به یوه نه یوه د خوراک پارټی د تحول په نوم جوړیده او خواږه او ترخه به په کې خوړل کیدل. او ما دا هر څه په سترګو لیدل. کله نا کله به د دوی خوشحالي راباندې وغمیده خو چاره نه وه. خو د دوې دا خوشحالي ډیره دوامداره ځکه پاتې نه شوه چې احمد شاه مسعود په ډیر هنرمندانه توګه ووژل شو. که څه هم د مسعود مړینه څو ورځې پټه ساتل شوې وه. خو زموږ پنجشریان همکاران په دې پوهیدل چې په هماغه شیبه یې پښې غځولې وې. وايی چې هر غم پسې خوشحالي او هرې خوشحالۍ پسې غم راځی. بیا به داسې ورځ نه وه چې زموږ د دفتر د یارانو په سترګو کې به اوښکې نه وې راډنډ. کله کله خو به یوه په ما دا غږ هم وکړ چې:

عابد صیب، ظاما امیرصیب ما را شهید کرد.

ما به ورته د هغوۍ د تسلۍ په خاطر وويل چې خدابیامورزد، راه حق است، از ما او شما هم همین راه است.

هغه به په نا امیدۍ سر وښوراوه.

په همدې شپو ورځو کې زموږ دفتر ته یوه بله پروژه راغله او د ډونر شرط دا و چې په کابل کې به  ورته مرکزي دفتر نیول کیږي او په ولایتو کې به نماینده ګي ولري.

دا پروژه د کلید اوونیزې پروژه وه. ما ته په دې پروژه کې د جلال اباد د نماینده ګی د مسوولیت خواږه لالا شهیر راکړل. ويل یې دوه تنه به سیار ژورنالستان ولرې، د فتر له پاره به یو تن کمپيوتر کار، یو تن څوکیدار او یوه غواګۍ موټر او ډریور هم ولرۍ چې کله کونړ او کله لغمان ته هم په څیړنیزو راپورونو پسې ورشي. دې کار ته نو زه ډیر خوشحاله اوم. ځکه چې جلال باد خو زما د خوښې ښار او هر کور یې زما کور دی. په هغه وخت کې یې راته دوه نیم سوه ډالر تنها هم وویله. او هغه وخت دومره معاش ډیر شی و. دې خبرې ته خوشخاله اوم چې کاروان صیب راته یو ورځ وويل چې د بی بی سی دفتر کې لیکوالانو ته ضرورت دی او سی وی دې راولیږه. دا نو بیا بله خوشحالي وه، حکه د بی بی سی سره کار کول زما یوه هیله وه.  زموږ کمپیوټر کار میرعابد سره مې خپله سی وي له سره وکتله او لاس په لاس مې استاد باجوړي ته ورسپاره. بله ورځ راته د بی بی سی نه ټیلفون راغی چې ورکشاب ته سلکیټ شوي یم.

پنځه ورځینې ورکشاب و دوه تنو لیکوالو ته اړیتا وه، خو نهه تنو په ورکشاپ کې ګډون کړی و. د پښتو لیکوالۍ له پاره په کې له ما پرته حفیظ الله تراب، یوه ګردیزۍ انجلۍ وه چۍ نظیفه ناصري نومیده او یوه هم  ساهره شریف وه چې بیا وروسته د افغانستان د ولسي جرګې غړی هم شوه. په دې ورکشاب کې یې په موږ عملي کار کولو، دوه ورځې کاتب پاڅون هم زموږ ورکشاپ ته راغلو او د نوي کور نوي ژوند د ډرامې په هکله یې موږ ته په تفصیل سره مالومات راکړل او بیا یې په بیلابیلو برخو کې زموږ کړی کار تر څارنې لاندې وینوه.

ورکشاپ سر ته ورسیده، که څه هم باجوړی صیب زما هم په تیرو څو کلونو کې ملګری شوی و خو کاروان، احمد تکل او انجنیر ستانه میر زهیر ته به مې وخت په وخت ټیلفون کولو چې زما سفارش وکړي چې بي بي سي ته جذب شم.

یو طرف ته راته لالا شهیر ویل چې د جلال اباد له پاره قرارداد باندې دستخط وکړه او بل طرف ته دې ته په تمه وم چې کله به راباندې غږ کیږی چې بی بی سی کې منل شوی یم. بلاخره لالا شهیر له دې خبرې نه خبر شو چې عابد بی بی سی ته په تمه دی ځکه قرارداد امضاء کولو ته زړه نازړه دی. نو بله ورځ یې راته وویل چې زه خبر یم چې ستا کار بی بی سی کې کیږي، خو که چیرې ونه شو دا کوم قرارداد چې تا ته لیکل شوی دا هم ستا دی. تر هغې بل کس موږ نه ګمارو چې څو پورې ستا له خوا ځواب شوي نه یو. ما ورته وويل لالا کور دې ودان ما ته ستاسې اخلاص مالوم دی.

هغه ورځ هم راورسیده چې په ما د بی بی سی دفتر نه غږ وشو . د باجوړی صیب ټیلفون و ویل یې یو ځل دفتر ته راشه. بس زه له همدې ځایه وپوهیدم چې کار مې نور شوی دی. چې د استاد باجوړی په دفتر ورننوتم نو هغه راته موسک شو.  زما شک په یقین بدل شو . نظیفه ناصري یې هم راغوښتې وه. هغه سره هم سلام کلام وشو. ما ته باجوړی صیب وویل. زموږ یو تن پښتو او یو تن دري لیکوال په کار و. که څه هم په کار دا وه چې د پښتو لیکوالۍ له پاره باید ته نیول شوی وې، خو دلته د جندر مسله نن سبا د دې بهرنیانو سره ډیره مطرح ده. نو پښتو لیکوالۍ ته مو نظیفه جان او دری ته مو ساجده میلاد وینوله او ته مو د توزیع د مسوول په توګه نیولې یې. دغه دې میز دی او د دفتر تر شاه سټور ګې دا کتابونه او مجلې ستا په لاسونو ویشل کیږي. پخواني فایلونه یې پراته دي،  کله چې مجله چاپيری نو د لست له مخې به یې په پاکټونو کې اچوې او د لوې ډاکخانې له لارې به یې په لیکل شویو درکونو لیږی. دې نه علاوه دلته ډونر موسسې او هغه موسسې چې زموږ مجلې د توزیع په خاطر افغانستان ته وړي هغو دفترونو ته به هم د لست له مخې مجلې رسوی او که کوم خریدار د ماشومانو د کتابونو د اخیستلو له پاره راغی نو هغه ته به هم لست جوړوی او د لست سره به مالی او ادارې ته ورځې او د کتابونو خریدار به ورمخامخ کوې چې هغوی ترې پيسې واخلی.

لا مې معاش نه و اخیستې چې په بی بی سی کې زهیر شینواری شله شو چې شیریني په دې یارانو وخوره. احمد تکل چې تر ما د مخه یې زموږ په دفتر کې د ماشومانو د کتابونو د لیکوال په حیث دنده لرله، هغه ته په کابل کې د ازادۍ راډیو د ریاست دنده په لاس ورغلې وه په ورځ دوو کې کابل ته روان و، بس د هغه د خدای پامانۍ په نوم مو د پيښور په نمک منډۍ سپوږمۍهوټل کې یو ماښامی راجوړ کړ او اوه اته کسه مې سره راټول کړل. همدلته ما د بی بی سی یارانو ته وویل چې سبا ته باید د نننۍ پارټۍ یادونه په بی بی سی کې ونه شي ځکه چې هلته اوه اته کسه نور هم داسې شته چې باید خبر شوي وای خو تاسې زه د داد پورې پرې نښودم، لا مې تنها نه ده اخیستې او زهیر صیب راپسې غاښونه تیره کړي دی. خو سبا چې دفتر ته ورغلم. د دفتر ټیلفون  ته زنګ راغی، د محمود کوچی غږ و. ویل یې نوش جان مو شه بیګا مو پارټی تیره کړې ده. ما ویل زه خو خبر نه یم، د هغه خوا نه د پیکار صیب اواز راپورته شو ویل یې چې بی بی سی داسې یوه اداره ده چې دیوالونه یې هم په اعلې کوالټۍ ریکارډ کوي هاهاهاهاها، ما ورته وی چې تکل تلونکی و بس د هغه په ویاړ سره راټول شوو. کوچي بیا وویل چې دا تکل خو تر تا د مخه زموږ هم یار و موږ په دې پارټۍ کې د شریکیدو جوګه نه وو؟ ما وی واله معاش مې لا هم نه دی اخیستې بس دا خبره وه او د هغه غوښتنه وه چې معاش واخلم دا پاتې یاران به هم په غوښو مړوم.