د ا ماشوم زه يم، دا زلمى کاروان دى او دا بابا حمزه بابا دى

دا تصوير له نن ١٨ کاله پخوا مصطفى سالک اخيستې و. د حمزه بابا د ژوند وروستى شپې ورځې وې چې زه، مصطفى سالک او پيرمحمد کاروان يې ليدو ته ورغلي وو، ما تر دې وخته حمزه بابا ډير زيات لوستى و خو لا مې ليدلى نه و. او چې کله مې وليدو، ناڅاپه مې په جيغو جيغو ژړلي وو چې بيا به کاروان او سالک کله کله راپورې خندل او دا پوښتنه به يې کوله چې ولې مې ورته ژړلي وو.