28.09.2011
- baz
د ا ماشوم زه يم، دا زلمى کاروان دى او دا بابا حمزه بابا دى
دا تصوير له نن ١٨ کاله پخوا مصطفى سالک اخيستې و. د حمزه بابا د ژوند وروستى شپې ورځې وې چې زه، مصطفى سالک او پيرمحمد کاروان يې ليدو ته ورغلي وو، ما تر دې وخته حمزه بابا ډير زيات لوستى و خو لا مې ليدلى نه و. او چې کله مې وليدو، ناڅاپه مې په جيغو جيغو ژړلي وو چې بيا به کاروان او سالک کله کله راپورې خندل او دا پوښتنه به يې کوله چ...
01.10.2011
- baz
مرسته
د موبايل د پيغام ځانګړي غږ د خبريال پام ورواړاوه. د موبايل تڼۍ يې کيکاږله. ويې ليدل چې بيرو چيف ورته ليکلي وو:
Update your issue
د خبريال تندي کې لارې وغځيدې، د نظر څار يې د موبايل په ښيښه ورټول کړو. په چرت کې لاړ. نن ورته له کومې ادارې نه د غونډې خبر هم نه و راغلي. د پيغام د ځواب ورکولو او يا هم Replay په تڼۍ يې ګوته کيمنډله او ويې ليکل:
I don't have issue for today Sorry Sir,
يو مينټ به لا تير نه و چې موبايل يې وشرنګيده. د بيرو چيف ن...