مرسته
د موبايل د پيغام ځانګړي غږ د خبريال پام ورواړاوه. د موبايل تڼۍ يې کيکاږله. ويې ليدل چې بيرو چيف ورته ليکلي وو:
Update your issue
د خبريال تندي کې لارې وغځيدې، د نظر څار يې د موبايل په ښيښه ورټول کړو. په چرت کې لاړ. نن ورته له کومې ادارې نه د غونډې خبر هم نه و راغلي. د پيغام د ځواب ورکولو او يا هم Replay په تڼۍ يې ګوته کيمنډله او ويې ليکل:
I don't have issue for today Sorry Sir,
يو مينټ به لا تير نه و چې موبايل يې وشرنګيده. د بيرو چيف نمبر و. د اوکى تڼۍ يې کيکاږله.
_ هيلو!
_ هيلو، څينګه چل دى، يار تاسو ليکلي چې نن د ريپورټ له پاره موضوع نه لرې؟
_ هو صيب.
_ هاهاهاهاها، ياره په دومره لوى ښار او دومره لويه سيمه کې ته د موضوع د نيشتوالي سره مخ يې. ته لږ داسې ښار ته ووځه او سترګې واچوه، بلا ډير موضوعات به درته مخې ته راشي.
_ واله صاحبه! که رښتيا درته ووايم په ښار کې راڅخه داسې موضوع نه پاتې چې ريپورټ کړي مې نه وي.
_ بلا ډيرې موضوعګانې شته چې تا پرې لا کار نه دى کړى، ورځه او د نن ورځې ريپورټ راوليږه.
_ ښه صاحبه.
خبريال د ښار په ګڼه ګوڼه ورننوت. اوتر اوتر يې ها خوا او دې خوا سترګې ګرځولې. ډيرې داسې موضوګانې يې مخې ته راغلې چې کار يې پرې کړي و. بلاخره د ښار د چوک په يوه څنډه کې يې شا و خوا دولس کلنه جينى وليده چې بکسه يې مخې ته ايښې او بوټان پالش کوي. همدا ورته د خپل ريپورټ له پاره ښه موضوع ښکاره شوه.
حبريال له ماشومې جينۍ سره کيناستو. ريکارډر يې راوايست او له جينۍ يې پوښتنې پيل کړې. جينۍ ته هم د وخت ناخوالو ژپه ورکړې وه او هغه څه يې ورته وويل چې خبريال ترې د خپلې مرکې د غښتلتيا له پاره په زړه کې کرل او ريبل.
خبريال د مرکې په پاى کې د جينۍ داسې يو تصوير په کيمره وايسته چې د يو چا بوټونه يې رنګول.
د خبريال د ورځې چاره دې ناچاره ماشومې جوړه کړه. خو کله کله چې به خبريال د مخابراتو په چوک تيريده، نو دې ماشومې به پرې د ماما غږ کاوه چې خبريال په غوږونو به دا خوږ غږ ډيره ښه لګيده.
يوه شپه چې خبريال يو کلتوري راپور د شپې په څلورم پار کې ترتيب کړو نو په کمپيوټر کې يې د انځورونو فولډر خلاص کړ، غوښتل يې چې کوم انځور فيسبوک ته اپلوډ کړي، د ماشومې په انځور يې سترګې خوږې شوې، هغه يې راواخيسته او فيسبوک ته يې د دې جملې سره ورپورته کړو.
(( دا باهمته جينۍ د خپلې کونډې مور او دوه ماشومانو ورونو خسمانه په بوټ پالش کوي.))
د سهار اته بجې وې، خبريال په فيسبوک کې د هغو لسګونو تبصرو په لوستو بوخت دى چې د ماشومې په تصوير شوې وې، اکثره تبصره ليکونکي، د خبريال ملګري وو. خو څوک د دينا په يوه سر کې او څوک هم د دنيا په بل سر کې. خبريال ډيرې داسې دردونکې تبصرې ولوستې، د ډيرو يارانو احساسات ورته څرګند شول او د ډيرو يارانو د مرستې ژمنې يې هم ولوستې.
خبريال چې د يارانو دا خواخوږۍ ليدې نو بې واره به يې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. خو ژر به يې پام شو چې په نيوز روم کې يې نور ياران هم تر څنګ ناست. د دستمال په پيڅکه به يې د اوښکو ډنډ وچ کړ او بيا به يې د تبصرو په لوستو پيل وکړ.
يوه تبصره چې د طالبانو د امارت د دورې يوه فرهنګي چارواکي چې خبريال ورسره له هماغه وخته پيژندل، مخې ته ورغله. په دې تبصره کې ليکل شوي وو.
(( که تاسو دا ماشومه راپيدا کولى شئ، نو زه په يوه داسې اداره کې کار کوم چې له همدغسې ناچارو سره يوه اندازه مرسته کوي، ماته زما په دې شميره 0707…… باندې زنګ ووهه مننه به مو وي.
خبريال موبايل راواخيست او له مخې سره يې ورته زنګ وواهه. کله چې يې پخوانى شناخت بيا راتازه کړو نو خبريال ورسره ژمنه وکړه چې دې جينۍ ته به يې نمبر ورکوي او ډاډ به ورکوي چې تاسو سره يوه اندازه مرسته کوي.
د درې ورځو کوښښونو وروسته خبريال ماشومه په مخابراتو چوک کې د کابل بانک مخې ته وليده، د خيريه ادارې د موبايل شميره يې ورکړه.
سبا سهار چې فيسبوک ته لاړ د خيريه ادارې د کارکونکي بيغام يې پرانيست ورته يې ليکلي وو:
له ماشومې سره يې رابط وشوه، سبا سهار به له خپلې مور سره زموږ دفتر ته راشي او ١٣٥٠٠ افغانۍ به مرسته ورسره وشي.
بازمحمد عابد
جلال اباد
٢٠١١ کال د اکتوبر لومړۍ نيټه