دا ژوند خو تيرول غواړي څه چار ورته ګورم

نور پام باندې قدم ږدمه او لار ورته ګورم

 درويشه ما هم توره د بابا په چت کې کيښوه

ما ستن لاس کې نيولې ده او تار ورته ګورم

 دا زړه به مې ټوټه ټوټه له ښکلو نه راټول کړم

له عقل سره پيوسته څه کار ورته ګورم

 ستا ياد مخې ته راغی او اقرار د وعدې غواړي

لږ سوج کوم خپه نه شې انکار ورته ګورم

 د کلي ټول رنګونه به له ځانه سره يوسم

په لپو يې شيندمه چيرته ښار ورته ګورم

۰۴/۰۱/۲۰۱۱ پيښور