زه کتابخانه کې ناست وم او د دفتر هر مامور به چې راتلو نو  په دري ژبه به يې سلام کلام وکړ او د کتابخانې له لارې به خپلو دفترونو ته لاړل، دلته تر دې دمه نه ما څوک پيژندل او نه زه چا پيژندم. څوکيدار راته په ګيلاس کې شنې چای راوړې او چې څنګه يې پياله راکړه، نو له بهر نه د موټر هارنډ راغی، د څوکيدار له خولې ووتل اوهو لالا امد او په يوه منډه يې ځان دروازې ته ورسوو.

د موټر له جيلو نه يو لوړ دنګ، سور سپين سړی چې طلايي ويښتان يې په تالاق اړولي وو او فرانسوي ماډل ږيره يې پريښې وه، له يوه بيک سره راکيوتو او نيغ د کتابخانې په لور راروان شو او چې څنګه راننوتو نو زه ورته ودريدم او له خولې مې ورته ووتل:

لالا سلام، زه بازمحمد عابد يم.

هغه لاس راوغځوو او ويې ويل:

ښه ډير ښه، ته بازمحمد عابد يې؟

هو، لالا.

هاهاهاهاها، ستا خو له ماسره اول ځل ليدل دي تا ته څنګه پته ولګيده چې زه دې دفتر کې لالا يم؟

ما ورته وويل:

هغه څوکيدار بابا چې درته په سپينه ږيره لالا وايي نو زه يې درته په دې خويه مخ نه شم ويلی؟ دا لالا شهيراحمد ذهين و.

هغه لاس بيا راوغځوو او راته يې وويل پنجه کړه او همداسې يې د خپل دفتر په لور روان کړم او راته يې وويل: ما ته احمد تکل ستا له فعاليتونو نه ويلي ، خدای دې ورکړي چې دلته تر هغې هم زيات فعاله واوسې څنګه چې ما ته ويل شوي ، دلته به ستا کار يوازې دا وي چې د هفتې په سر کې به يو ځل راځې د پښتو ټيپ شوې مقالې به وړې او هغه به پروف او ايډيټ کوې او د هفتې اخر ته به راځې هغه به تسليموې او نورې به وړې. دوه زره کلدارې به دې معاش وي.

ما ورته وويل لالا سمه ده.

په يو ځوانکي هلک يې غږ وکړ:

مير عابد، بچيم قرارداد به عابد صيب بکش و امضای شه بيګي.

بيا يې يوه دفتر ته وروستم. هلته درې تنه ناست، يوه په ويډيوي کمره کې څه ګوتې وهلې، بل په کمپيوټر کې کوم فلم ايډيټ کولو او بل ټلويزيون ته ځير شوی و. خو ده چې په لوړ غږ سلام وکړ، ټول راپورته شول او د لالا سلام اوازونه پورته شول. دې دريواړو ما سره په راتګ کې روغبړ کړی و خو لالا  يو يو را وپيژندو. دا ځوان صديق برمک نوميږي، د هيواد ډير تکړه سينيماګر دی. د استاد رباني په حکومت کې د افغان فلم رييس وو،  دا بل ښکلی ځوان ميرويس رکاب نوميږي دا هم په افغان فلم کې ډيره سابقه لري. او دا بل هم نورالله سيفي دی. دا دريواړه دلته د مستندو فلمونو د جوړيدو له پاره ګمارل شوي دي. او داسې يې زه هم وروپيژندم. چې د مجلې د پښتو برخې ايډيټرۍ له پاره يې هم دا نن وګمارلم.يوه بل دفتر ته يې ننه ايستم، ويل يې دا د تياتر ګروپ دی، تياتر غربت. تر ما هم په وجود يو خوارنجوکی رامخ ته شو او ويې ويل، سليمي استم، مسوول تياتر غربت و يي جوان ضيا مراد است معاون تياتر غربت، خوش امديد.

لالا ورته زما تعارف له وړاندې کړی و زما خولې ګډولو ته ضرورت نه و خو بيا هم ورته مې وويل چې خوښ شوم ستاسې له پيژندګلو نه.

د مجلې په دفتر کې يې راته وويل چې که څه  هم ته کار په خپل کور کې کوې خو کله چې دفتر ته راتلې، دا ميز او چوکۍ ستا ده، تر تا د مخه به پرې مستان صيب کيناسته.

په دې ورځ مې يوازې دومره وکړل چې کمپوزر سره مې پوره شناخت پيدا شو. ميرعابد نوميده او د کابل د چاردهي و. مکنتاژ کمپيوټر باندې يې د مجلې له پاره ليکنې ټيپ کولې. تر مازيګره ورسره کيناستم درې څلور مقالې يې د پروف او ايډيټ له پاره راکړې، ويل يې بس چې کله دې وليدې، نو بيا يې راوړه چې سمونې په کې وکړو. ما دا مقالې په کور کې د يوه ساعت له مخې وليدې، او سهار وختي مې بيا د دفتر مخه ونيوه. تر ټولو وختي رسيدلی اوم. څه کم لس بجې وې چې کمپوزر راغی او چې په ما يې څنګه سترګې ولګيدې نو له واره يې وويل چې که ته داسې روزانه ډيوټي اجرا کوې نو موږ به  غرق کړې. ما وی پوه نه شوم.

هغه راغبرګه کړه چې موږ فول ټايم يو خو ستا غوندې حاضري نه ورکوو او ته فارټايم يې او تر ټولو وختي راغلی يې.

ما ورته وی چې دا زما ړومبي رسمي ماموريت دی او غواړم چې په شوق سره خپله وظيفه تر سره کړم. او رښتيا دا محب بارش چې د مجلې مدير دی، دا چيرته وي، ميرعابد وويل چې هغه ستا په څير دومره اوزګار نه دی، سره له دې چې هغه فول ټايم مقرر شوی خو په دوه هفتو کې هم سر نه راښکاره کوي.

درې څلور ورځې چې سر په سر راغلم نو لالا هم راته وويل چې عابده ته په روزانه راتګ مسوول نه يې ته کولای شې چې خپل کار دې په کور کې وکړې او د دې تر څنګ چيرته بل کار هم وکړې چې دا معاش چندان معاش نه دی. ما ورته وويل:

لالا دا يو علمي مرکز دی، زه غواړم چې هره ورځ دلته راشم، کله کتاب ولولم، کله له ميرعابد نه د کمپوټر زده کړه حاصله کړم او کله هم د مجلې پروف وګورم.

لالا چې زما په مطلب پوه شو نو بله ورځ يې خپل دفتر ته وغوښتم او هغه قرارداد پاڼه يې رانه وغوښته، ما هم د ميز په روک کې ساتلې وه. ورته مې راواخيسته او ور مې کړه. هغه  قرارداد  پاڼه په موټي کې وزبيښله او د ردي ټوکرۍ ته يې واچوله او په ميرعابد يې غږ وکړ چې  زما له پاره د فول ټايم قرارداد وليکي او معاش راته د دوه زرو په ځای څلور زره کړي.

لالا ما ته مخ راواړوو او ويې ويل:

څنګه اوس خو به خوشحاله يې کنه؟

ما ورته وويل:

زه له له پيله خپه نه وم، ما ته زما د ذوق سره سم کار پيدا شوی دی.

لالا راته وويل چې کمپوټر هم درته اخلم چې ټيپ دې زده کړ نو د پښتو مقالې به خپله ټيپ کوې او بله دا چې موږ له پنځه سوه نه واخله تر زرو روپو پورې په يوې مقالې حق الذامه هم ورکوو، پښتو ليکوالو ته وايه چې تازه ليکنې درته کوي او دا هم ورته وايه چې زموږ دفتر حق الذامه هم ورکوي. او ته هم ځينې ليکنې په مستعارو نومونو کوه چې دفتر ته د تګ راتګ کرايه خو دې د حق الذامو له لارې پوره کيږي. که څنګه، ما ورته وی بيخي سمه ده لالا همداسې به کوم.

پس له دې نو زما همدا کار شو چې دفتر په دفتر به له ليکوالو پسې ګرځيدم او مقالې به مې راټولولې، ځينې ليکوالو چې د حق الذامو خوند مزه ليدلې وه نو دوه درې مقالې به يې راته راکړې، يوه به يې په خپل نوم او دوه نورې به يې په مستعارو نومونو وې، يو خو به د مقالې تر راسپارلو مخکې راته دا هم ويل چې حق الذامه يې په وخت غواړم ځکه چې د مقالې د ليکلو په وخت کې مې دوه فوطۍ سګريت پرې څکولي دي. خو د ځينو ليکوالو چې ليکنو ته به يې غڼې سستې وې، ويل به يې چې سخت مصروف دی، د دفتر په کارونو کې نښتی دی او نه شي کولای چې ليکنې ته وخت پيدا کړي. خو کله چې به مې ورته وويل چې استاده زموږ دفتر په ليکنه تر زرو کلدارو پورې حق الذامه هم ورکوي، نو ښاغلی استاد به په بريتو کې موسک شو او و به يې ويل، عابده زورور سړی، بله ورځ راشه يو څه به مې درته ليکلي وي.

په دفتر کې مې له صديق برمک، ميرويس رکاب او نور الله سيفي نه علاوه يو بل تن هم وپيژندو چې دا ايوب نوميده، دوی ټول د هغه وخت د پروان ولايت او پنجشير ولسوالۍ وو، ټولو سره مې ګپ شپ پيدا شوی و. صديق برمک راته هغه ټول فلمونه ښکاره کړي وو چې د جهاد په دوران کې يې د احمد شاه مسعود عکاسي کړې وه. ده وويل چې امر صاحب سره په جبهه کې د فرهنګي چارو مسوول و.

دلته چې په اوله ورځ ممون مقصودي راغی هغه سره مې هم پيژندګلو پيدا شوه. د کونډې زوی د فلم اصلي کرکټر شادګل ښييم. ده يوه فلم په پيښور کې جوړ کړی و چې نوم يې و(( نيلوفر در باران)) د دغه فلم له پاره يې ډبينګ د صديق برمک په دفتر کې کولو. نيلوفر چې يوه ايراني انجلۍ و او د افغانې رول يې لوبولی و. د هغه د اواز له پاره يوې بلې انجلۍ چې افغانه وه او له امريکا نه د څه وخت له پاره پيښور ته راغلې وه، نه پوهيږم چې نوم به يې څه و خو عالم يې تخلص و. هغې د نيلوفر د اواز له پاره ډبينګ کولو. شادګل او دا انجلۍ به هره ورځ د څو ساعتونو له پاره زموږ دفتر ته راتلل او د فلم له پاره به يې اوازونه ډب کول. په فلم کې د يوه ټانګه وال غږ بايد په اردو ژبه ډب شوی و. د دې ډيالوګ له پاره يې زما غږ خوښ کړ. دا ډيالوګ به يې راباندې کوم لس وارې له سره لوستې و. ډيالوګ داسې و:

ايسا لګتا هی که تمارې کام هي بن جايګاهاهاهاهاهاها. نو دې ډيالوګ سره پيوسته خندا ضرور وه. ما به چې ډيالوګ سم ووايه نو خندا به سمه نه وه او که خندا به سمه راغله نو ډيالوګ به ناسم و. خو بلا اخره تر سره شو.

کله کله چې به موږ په واړه بهير کې سره راټول شو نو ما به ځينې خاطراتي کيسې يارانو ته کولې، کاروان، نثار او سالک به راته ويل چې لنډې کيسې همدې ته وايي چې لوستونکو وته په کې له پيغام سره يو خوند هم ورورسوي او ستا په دې شفاهي کيسو کې دا دواړه توکي شته، په کوم انداز چې ته موږ ته دا کيسې کوې همدا شان يې وليکه دا کيسې دي، نو ما چې د ميا صاحب ړومبۍ کيسه وليکه او استاد اسد الله غضنفر د داستانونو په لومړۍ ګڼه کې خپره کړه او نو زه نورو کيسو ليکلو ته هم وهڅيدم. او داسې د شاعرۍ سره د کيسې ليکنې په چل هم تر يوه حده وپوهيدم.

بيا به چې څو داستانونه چاپ ته تياريده نو ما به ورته يوه خاطره کيسه کړې وه. دلته يوه بله په زړه پورې کيسه راياديږي او هغه دا چې استاد شپون امريکا غږ راډيو کې و.هغه وخت بي بي سي او امريکا غږ را‌ډيو ګانې د افغانستان د جنګي حالاتو د منعکس کولو ډيرې باوري منبع وې. شپون صيب لومړي پښتو نړيوال کنفرانس ته چې د سليم راز په کوښښونو جوړ شوی و راغلی و، تر غرمنۍ وروسته د پيښور په نشترهال د څو تنو نورو ليکوالو په شمول زه او صميم صيب هم د شپون په شپول ورننوتو. که څه هم شپون صيب تر دې د مخه مخا د بهير په هغو غونډو کې ليدلی و چې اردو ساينس بورډ کې کيدې، خو فکر کوم زه به يې له ياده وتی وم، صميم صيب ورته وويل چې دا عابد دی. هغه چې د عابد نوم واوريد، نو ما ته ځير شو او له مخې سره يې وويل ښه نو دا خو تورعابد دی. بيا يې شونډې وخوريدې او ويې ويل يوه کيسه کوم خو بل ځای کې به يې نه کوۍ، او کيسه يې داسې پيل کړه:

(( يوه ورځ راته امريکا کې يو چا ټيلفون وکړ چې عابد يم او امريکا ته راغلی يم، که ما ته وخت او ځای راوښيۍ نو زه دې د نيږدې نه د ليدو تنده لرم، ما ورته له مخې سره د کور پته ورکړه او ورته مې وويل چې عابد يې نو نن ماښام زما په فلاني رستورنټ کې ميلمه يې. هغه هم په ډيره خوښۍ زما دعوت قبول کړ او چې مازيګر را د بره کيده، نو يو نرۍ نروچکی سپينچکی زلمی راغی او ويې ويل چې شپون صيب زه عابد يم. بس په خبرو خبرو کې د رسټورنټ شاګرد، د خوړو ټول لوازمات را پوره کړل، سپين عابد هم په خوند خوند هره څه نوش جان کړل او چې کله يې پرې راګمي واچول نو پوښتنه مې ټرې وکړه چې ښه عابدجانه دا راته ووايه چې تا ته دا ميلمستيا ما په څه مناسبت درکړه؟

هغه وويل:

ـ زه يو افغان يم او ژورناليست يم، ددې رشتې په وجه به دې ميلمه کړی يم کنه.

ـ نه، دا وجه نه ده، افغانان او ژورنالستان هره ورځ په لسګونو امريکا ته راځي.

اصلي وجه يې وښايه.

ـ ښه ښه، زه هم د کندوز يم او ته هم کندوزی يې.

ـ نه دا هم نه ده ځکه چې کندوزيان امريکا کې د ...... مرګه ډير دي.

ـ نو استاده ما ته خو يې بله وجه نه مالومه. ته يې راوښيه.

ـ ما او تا په داستانونو کې ګاونډيان يو.

ـ استاده، پوه نه شوم.

ـ کم عقله، زه او ته په داستانونو مجله کې يو ځای کيسې خپروو، او دا يې څه کوې چې ستا يوه کيسه ما استقبال کړې ده، ستا په بې وخته اختر مې د المر روژه کيسه ليکلې ده.

ـ هاهاهاهاها استاده، زه خو کيسې نه ليکم، کيدای شي تاسې په ما د بازمحمد عابد خيال کړی وي.

ـ ولې نو ته بازمحمد عابد نه يې؟

ـ نه، زه مطيع الله عابد يم.))

شپون صيب  زياته کړه:

ـ اخ شپونه، لکه چې په مفته کې يې درنه خيټه ډکه کړه.

نو د دې تور عابد په ټس کې رانه سل ډالره سپين عابد مفتو کې وهلي وو.

نو له استاد شپون سره مې اشنايي د داستانونو له وجې جوړه شوې ده او تر اوسه مې ورسره د زړه تارونه تړلي دي.خدای دې اوږد عمر او روغه سټه وکړي.

په سپيده مجله کې يوازې زما ساعت تير نه و بلکې ډير ياران ليکوال او شاعران هم راسره خوشحاله وو. او ليکنې هم راته پريمانه لاس ته راتلل او وجه يې مالومه وه چې زموږ دفتر ليکوالو ته کافي حق الذامه ورکوله. او چې رښتيا خبره وي نو چې ليکوال ته د هغه د زحمت اجوره ورکړی شي نو هغه به يوې بلې ليکنې ته وهڅيږي او داسې به د پښتو ادب د پرمختګ په لور حرکت پيل کړي. خو افسوس چې داسې نه کيږي، زموږ ليکوال، په کتاب ليکلو هم خپل وخت او فکر وخوري، بيا يې د بچو له خيټو نه بچ کړي کتاب پرې چاپ کړي او بيا يې بله بدبختي دا وي چې وړيا يې په خلکو ويشي. نو په دې قسم زموږ ادب هيڅکله هم وده نه شي کولای. هر کله چې زموږ ليکوالي زموږ د معاش  ‌ذريعه جوړه نه شي زموږ ادب وده نه کوي.

سپيده مو ايله دوه ګڼې ايستلې وې چې عرفان کلتوري مرکز په پيښور کې د امريکا له سفارت نه د ملي ترانو، محلي سندرو، محلي نغمو او د سولې او جرګې د سندرو د ريکارډ کولو په خاطر د شپږو مياشتو پروژه واخيسته. دې پروژه کې د پښتو د شعرونو د کتلو کوارډيناتور زه او د دري له پاره استاد محب بارش وټاکل شو. ارکستر ته ضرورت و چې هره ورځ بايد نغمې تمرين شي او وروسته بيا ريکارډ شي.