قدرمنو دوستانو او په فرهنګي رشتې خپلوانو، زما فرهنګي سرګذشت ټول زما په ذهن کې ټيپ شوی هغه یادښتونه دي چې په تیرو اوه لسو کلونو کې ورسره مخ شوی یم. دا چې څومره به په لوستلو وارزي دا به راتلونکی وخت او ستاسې تبصري په ډاګه کړي خو ما له ډیر وخت نه دا هیله لرله چې زه دې دغسې یو کار وکړم، خو کور دې د هجرت الله ئاختیار ودان وي چې له کابل نه تر جلال اباد پورې په یوه سفر کې یې راته ډاډ راکړ او زه یې وهڅولم چې خپل فرهنګی سرګذشت ولیکم. په درنښت ستاسې ورور عابد

د ۱۹۹۲ ميلادي کال خبره ده، ما د پيښور صدر بازار ټيپو سلطان روډ کې په درې څلورو ځايونو باندې قبضه لګولې وه. چيرته مې د سګريټو کراچۍ درولې وه ، چيرته مې رخت غوړولی، چيرته څه او چيرته څه.

دا نو زما د شاعرۍ د ځوانۍ شپې  ورځې وې، تر څنګ مې د ورځپاڼو سټال هم لګيدلی و او د افغانستان له حالاتو به هره ورځ د وحدت ورځپانې له برکته خبريدم. سپېدې مجله چې د استاد محمد صديق پسرلي  په زيار به په دوو مياشتو کې خپريده هغه  به هم وخت په وخت لاس ته راتله. په هغه کې به د پښتو ادب د نامتو ليکوالو او شاعرانو شعرونه راتلل، هسې خو پښتو مجلې نورو افغاني اسلامي تنظيمونو هم چاپولې،  خو سپيدې  ته به زما ډيره تلوسه وه،  تر هغې به مې دا تر لاس لاندې ساتله چې بله ګڼه به يې نه وه راوتې. او دا ځکه چې دا يوازينۍ مجله وه چې ادبيات يې تخليقول او  په واقعيتونو ولاړه وه. په دې مجله کې به د ارواښاد حکيم تڼيوال، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد اصف صميم او ..... مقالې، د  زرين انځور، ارواښاد امان الله ساهو،  استاد اسد الله غضنفر، اجمل پسرلي، ايمل پسرلي او ..... لنډې کيسې او د استاد محمد صديق پسرلي،  پيرمحمد کاروان، عبدالمتين تسکين، نور الحبيب نثار،  امان الله نصرت او .... شعرونه خپريدل.

که څه هم په دې ورځو شپو کې زما هيله وه چې دا ښاغلي له نيږدې نه وګورم او پيژندګلو دې ورسره ولرم. او دا هيله مې هم لرله چې په وحدت او سپيدې غوندې مجله کې دې زما شعرونه هم چاپ شي.

په دې ورځو شپو کې بيا د اسلامي انقلاب له برکته زه پوره پنځه لس کاله پس د لږې مودې له پاره جره جلال اباد ته راغلم او د تالاشۍ چوک کې مې په شو کيس کې په پلي پلي لار صرافي شروع کړه، دلته مې هم وحدت ورځپانه روزانه اخيسته. د جمعې ورځ وه، ماته غوږ شه کالم چې نورالبشر نويد ليکه او ما يې د لوستلو په نشه ځان روږدی کړی و، په دې ورځ يې د باچا خان  په مناسبت ليکنه کړې وه، ما ته ياد شو چې د بابا مزار خو درسره په دوه قدمو کې دی، راځه يو ځل خو يې وګوره، زه چې ورغلم، نو د مجاهدينو يوه پوسته په کې ځای په ځای شوې وه. په مزار چې د ډاکټر نجيب په وخت کې کار پيل شوی، هغه په ټپه ولاړ ، څو تنه مې وليدل چې په يوه سرخلاصي موټر کې يې د ابادۍ له پاره راوړل شوي ګول سيخان په ځای کول، په دروازه کې لږ تم شوم، له مخې سره راباندې يو ټوپکمار غږ کړ چې ځه ورک شه څه ته ولاړ يې؟ ما وی هسې د بابا قبر ته مې لږه دعا کوله. هغه زما په لور په وحشت سره راروان شو او په راتګ راتګ کې يې راته ويل ورکيږې او که نه په وهلو وهلو دې څرمن راوباسم. بس ما هم نور شا تګ غوره وګاڼه او په تيښته مې له دغه بلا پښې سپکې کړې. جلال اباد کې به مې مياشت نيمه وه، خوند يې رانه کړ او بيرته پيښور ته راغلم. سم له واره مې په ړومبي ځل د نورالشر نويد په نوم خط وليکه  او د بابا د قبر ټوله کيسه مې ورته وکړه او په ډاکخانه کې مې د وحدت ورځپانې په پست بکس وروليږه. هغه وخت دا موبايل ټيلفونونه يا خو له سره نه وو او  يا هم ډير کم وو. په خط کې مې د يوه پيښوري د دوکان د ټيلفون  نمبر ورته وليکه. دوه ورځې وروسته هغه دوکاندار راباندې له ورايه اواز وکړ، ما چې ورليده، نو هغه د ټيلفون غوږۍ په لاس کې نيولی و او په اشاره يې پوه شوم چې ما ته چا ټيلفون کړی دی. ټيلفون مې واخيست، دا نويد صيب و. ويل يې ګلابه! ستا ليک څو شيبې وړاندې راورسيدو، له دومره درد نه ډک دی چې زه يې په ځواب ليکلو مجبوره کړم، سبا ته کالم وګوره، ړومبی ستا ليک دی او بيا زما ځواب. له نويد صيب نه مې د ملاقات وخت واخيست له مخې سره مې حرکت وکړ او وحدت ورځپاڼې ته ورغلم. هلته مې له ده پرته پريشان داودزی هم وپيژندو، هغه ته مې يو غزل ورکړه چې وحدت ورځپانه کې يې راته چاپ کړي. هغه زما غزل کې څه ګوتې ووهلې او بيا يې راته وويل چې ادبي غوڼدو کې ګډون کوه شعر به دې پوخ شي. ما وی بلد نه يم. هغه ويل هر زيارت په دغه خيبر بازار کې دساهو ليکوونکو مرکه د قلندر مومند صيب تر سيوري لاندې تنقيدي اجلاسونه کوي، مشاعره  هم وي دلته راځه. بس نو د بشر نويد او پريشان داودزي له برکته مې ساهو ليکوونکو مرکې ته لاره پيدا کړه. دلته مې له قلندر مومند نه علاوه، نورو ډيرو نامتو شاعرانو او ليکوالو سره پيژندګلو پيدا شوه، لکه ارواښاد سيف الرحمن سليم، سليم راز، اکرام الله ګران، يارمحمد مغموم، عاصي هشتنغری،اباسين يوسفزی، فريد صحرايي، شيرشاه ترخوي، مشتاق مجروح، زبيرحسرت،  اظهار الله اظهار، حنيف خليل، ظفرخان ظفر،  عامر ګمريانی فاروق فراق، اعتبارګل زړه سواندی او نور ډير خو يو تن مې افغان هم په کې تازه تازه ليدلی او پيژندلی و چې هغه استاد محمد اصف صميم و. استاد چې کله په دې پوه شو چې زه افغان يم او بيا د ننګرهار د ثمرخيلو يم نو راته يې ويلي وو چې ته خو د کور سړی يې.

په اوله ورځ چې ما په ساهو ليکونکو مرکې کې شعر ووايه د منګي په هکله مسلسل غزل و، ډير داد مې پرې اخيستی و او ډيره خوښي مې په دې ورځ محسوسوله، تر دې چې اباسين يوسفزي چې هغه وخت يې په راډيو پاکستان پيښور کې ادبي خپرونه چلوله، راڅخه واخيست او په خوږه دکلمه يې په راډيو کې ويلی و.

يوه ورځ په ساهو ليکونکو مرکه کې حنيف خليل د پيښور پښتو ادبی جرګې د غونډې بلنليک راکړ، چې اجنډا يې هم په کې ليکلې وه چې د مصطفی سالک په ليکلې مقاله به تنقيد کيږي. په دې غونډه کې لا څلور پنځه ورځې پاتې وې، د مصطفی سالک له نوم سره هم بلد نه وم. بله ورځ زما د تره زوی سره يو ځوان چې ګالګوتي ويښته يې په شاه اړولي وو، او وړه وړه سره بخوني ږيره يې په مخ ځليده، راغی، زما د تره زوی افغان ملتی و هغه راته وويل دا نثار صيب دی، شاعر دی او ته هم دې شعر و شاعرۍ کې ګوتې وهې، دا به دې په درد وخوري، د تره زوی به مې نور هم څه ويل خو ما بيا د نثار صيب نه غيږه تاوه کړې وه، او ورسره جوخت مې ور ته وويل چې دا اسماني مخلوق خو ما له خدايه غوښته. د نثار صيب سره په ترخ کې د کاروان صيب کتاب و.

دا نو داسې وخت دی چې زه د کاروان په شعرونو دومره ميين يم چې نثار صيب ته مې د هغه يو شعر چې له سپيدې مجلې نه شوکولای و او له ډيرو لوستو او خولو له لاسه  څو پرچې شوی هم و، را وايسته او ورته مې وويل دا زما د خوښې شاعر دی، دا ګوره شعرونه يې په جيب کې ګرځوم دا کتاب به يې ماته راکوې. هغه زما په لاس کې د کاروان د شعر عنوان ته وکتل (( ښکلوکيه ياره چې ګيله ونه کړې))  بيا يې راته وويل چې د کتاب او مجلو نه پاڼې شکول ښه خبره نه ده، خو دا کتاب ما نه څه له اخلې، دا خو هغه ماته ليکلی دی، ورشه په ټاون کې د وفا دفتر کې شپه او ورځ پروت وي،  ورسره به بلد هم شې او کتاب به هم درکړي. مازيګر مهال و چې د وفا دفتر په نيت د بورډ مزدې ته وروختم. په همدې مزدا کې مې استاد صميم هم وليده، هغه ته مې وويل چې د کاروان صيب ليدو ته په داسې حال کې ورځم چې ورسره بلد نه يم، هغه جيب ته لاس کړ او په يوه کاغذ يې وليکل:

(( کاروان صاحب! عابد خو به لږ و ډير تا هم پيژندلی وي، ځوان شاعر دی، زما برخه يې هم وپيژنه.))

په ټاون کې د نثار صيب په راکړل شوې پته باندې د وفا جريدې دفتر ته چې ارواښاد رسول امين يې مشري کوله ورسيدم. د ريل ګادي پټلۍ ته څيرمه د يوې دروازې رنګ مې ووهه، يو ځوان راغی او راته يې وويل چې رسميت ختم دی، له چا سره مو کار و؟ ما وی چې چا راته ويلې چې کاروان صيب شپه او ورځ همدلته وي، هغه وی کاروان خو شته، تاسې ورسره پيژنۍ؟ ما وی نه خو همدې خبرې ته راغلی يم چې ورسره وپيژنم.

کور يې ودان نامردي يې ونه کړه، دروازه يې خلاصه کړه او  ويې  ويل زما نوم ارين دی او په دې دفتر کې کار کوم، زه هم د کاروان صيب مينه وال يم.

هغه مخکې و او زه ورپسې ، په يوه کوټه ورننوتو، دوه تنه په کې و چې يو کاروان صيب و او دا بل هم ډير ژر راوپيژندل شو چې دا ظاهر بابري و. له روغبړ وروسته مې کاروان صيب ته وويل چې بازمحمد عابد مې نوم دی او ستا د شعرونو مينه وال يم، هغه راته په ښکلي انداز وويل جار دې شم جار دې شم، او بيا يې وويل چې تاسې هم شاعر يۍ. ما ورته وويل چې بس پوزه مې توره کړې ده. هغه د شعر ويلو نه راته وويل، ما چې تازه غزل ليکلې و نو په ويلو مې پيل وکړ.

دا چې زه يې سره لمبه کړم، آتشي جمال د چا و؟

ابدي فراق يې راکړ، د يو شپې وصال د چا و؟

زما خټې تمنا د ميکدې د جام لرله

خو کوزه يې د جومات کړم، په لمسون کلال د چا و؟

کاروان صيب نور شعر ويلو ته وار ونه کړ، سخت داد يې راکړ او و يې ويل:

دومره قوي بيت دې ليکلی چې ستاسې ډير پيښوريان دلته راځي خو ستا غوندې شعر نه شي ليکلی.  زه موسک شوم او ورته مې وويل، کاروان صيب زه افغان يم او د ننګرهار يم. هغه چې دا خبره واوريده نو يو دم راولاړ شو او زه يې ښکل کړم او سينې پورې يې جوخت کړم. په خبرو خبرو کې آرين صيب د چايو پتنوس سره راننوت. ظاهر بابري پوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې د کوم ځای يم ، ما ورته وويل د ثمرخيلو، هغه وی چې زما د ترور لور په يوه ثمرخيلي واده ده چې هغه اوس په امريکا کې کډن اوسيږي. ما ورته له مخې سره وويل چې انجينر دلاور ښيي؟ هغه په خندا شو او ويې ويل، هو. ما ورغبرګه کړه چې  د هغه په مشر ورور زما ترور واده ده. هغه هم د کاروان صيب په څير بيا راولاړ شو او د خپلوۍ غاړه يې راکړه.

نور ماښام رالنډ شوی و کاروان صيب د کتابونو بنډل ته لاس کړ او ((له ماښامه تر ماښامه)) کتاب يې راواخيست او داسې يې راته پرې وليکل:

ګران ورور بازمحمد عابد ته چې روح يې د تږو زړونو له پاره د ميکدې جام شي ، نه د ريا د زاهدانو کوزه.

بله ورځ د پيښور پښتو ادبي جرګې اجلاس ته ورغلم. هلته چې ورسيدم. غونډه شروع وه، يوه ښايستوکي ځوان مقاله لوسته او نور ورته غوږ وو، کله چې دتنقيد وار ورسيده، نو د غونډې صدر ډاکتر اقبال نسيم خټک وويل چې زه فخر کوم چې زما شاګرد، دومره پوخ تحقيق کړی و چې ښه ښه محقيقين  يې هم په دغه معيار نه شي کولای. د غونډې نورو ګدونوالو هم د مقالې ستاينه وکړه. خو کله چې مشاعره هم وشوه نو حنيف خليل همدغه ځوان له لاسه ونيوه او زما خواته رانيږدې شو او ويې ويل، عابده دا پيژنې؟ دا مصطفی سالک دی، ستاسې افغانی دی. سالک صيب راته وويل چې د چپرهار ولسوالۍ سره تعلق لري او دلته په دعوت او جهاد پوهنتون کې د ادبياتو محصل دی. بيا مې سالک صيب ته د کاروان او نثار صيب له پيژندګلو نه وويل او وعده مو سره کيښوده چې ټول به په ګډه يوه ناسته سره کوو.

دهمدې هفتې په دوران کې سالک صيب او حنيف خليل زما کار ځای ته راغلل او د کاروان صيب د ليدو په تکل روان شوو. کله چې د وفا دفتر ته ورسيدو، کاروان سره د سالک او حنيف خليل پيژندګلو هم وشوه، سالک هم ورته زما په څير وويل چې شعرونه دې زما خوښ دي او د ده ورور نورمحمد سالک د حزب اسلامي راډيو له پاره وخت په وخت زمزمه کړي او ده په خوند اوريدلي دي.

تر دې د مخه به په افغانانو کې د قلندر مومند غونډې ته په  صميم صيب او نثار صيب سربيره زه هم ورتلم کله چې مو کاروان او سالک راپيدا کړل نو ټولو به په کې ګډون کاوه. ما مخکې ويلي وو چې زماد کار ځای تر څنګ ورځپاڼې پلورونکی هم و.ما به له وحدت ورځپاڼې پرته نورې اردو ورځپاڼې لکه مشرق، جنګ ، آج او ... هم لوستې او هغه کالمونه خو به مې ضرور لوستل چې د افغانستان په حقله به ليکل شوي وو. يوه ورځ مې په آج ورځپاڼه کې د قلندر مومند مرحوم د رګ سنګ تر ټايټل لاندې د يوه کالم په عنوان نظر شو چې ژباړه يې دا وه.

(( ټول اخلاقي جرمونه او بد فعلۍ په پيښور کې د افغانانو ثمره ده))

کالم مې تر پايه ولوسته. ټول کالم په دې راڅرخيده چې په پيښور کې څومره اخلاقي جرمونه، بدفعلۍ، غلا، اغوا او .... کيږي افغانان  يې کوي.

ورځپاڼه مې راواخيسته  او مازيګر چې سالک، نثار، کاروان او حنيف خليل او راشد خټک چې تازه تازه زموږ د کوچني بهیر غړی شوی و چې له خبرې خوندورې خبرېسره به یې په کړس کړس خندل، دوی راغلل نو بابو محلې ته لاړو، تورې چای مو راوغوښتې او ورځپاڼه مې د ټولو مخې ته کيښوده. سالک صيب په لوړ غږ ولوسته او ټولو پريکړه وکړه چې د دې کالم يادونه به په مرکه کې قلندر صيب ته کوو.

ښه مې په ياد دي، چې د مرکې له غونډې وروسته موږ څلور واړه له قلندر صيب نه ګردچاپيره په چوکيو کيناستو او سالک ورته د کالم يادونه وکړه. ورته يې وويل چې تا افغانانو پسې بد رد ويلي دي په داسې حال کې چې تا خپله کيسه کوله چې د پاکستان حکومت ما ته زندان راکړی او د افغانستان حکومت تر دې نازولې يم چې پخواني پاچا محمد ظاهر شاه خپل حضور ته بللی وم. نو تاسې بيا څنګه دا ويلی شۍ چې په پيښور کې د فساد جړ افغانان دی؟

قلندر صيب ويل دا خو ما نه دي ليکلي.

سالک صيب ورته هغه کالم له جيبه راوايسته چې له آج ورځپاڼې نه يې غوڅ کړی و او هماغه خللي ځايونه يې ورته ولوسل. قلندر صيب د ورځپاڼې مدير ته خوله په کنځلو پرانيسته. او ويې ويل:

(( دا هغو منافقانو زما په کالم کې زياتوالی کړی دی. ته دا کالم ځلاند ته ورکړه، چې زه يې ترديد وکړم. موږ به هره ورځ آج ورځپاڼه تعقيبوله، د قلندر صيب کالمونه به په کې راتلل خو د دې کالم ترديد مو په پوره هفته کې ونه ليده. بس پريکړه مو وکړه چې دا ځل قلندر صيب ته وايو چې که د کالم ترديد دې ونه کړو نو موږ مرکې سره بايکاټ کوو. او دا خبره مو ورته وکړه، د هغه ځواب دا وو چې د سبا له پاره خو مې نن کالم ورليږلی دی، بله ورځ به ترديد راشي. خو چې پوره هفته يې هم ترديد رانغلو، نو موږ څلور واړو د مرکې نه بايکاټ وکړو.

زموږ ډله خو هسې نه هم جوړه وه. هر مازيګری به کاروان، نثار، سالک او حنيف خليل زما کار ځای ته راتلل. زما کار ځای سره نيږدې  بابو محله کې د چايو هوټلونه وو. بس هر مازيګر به دلته ادبي بڼدارونه کيدل، د معاصرو او کلاسيکو شاعرانو شعرونه به نقديدل، يو بل ته به مو خپل تازه ليکلي شعرونه ويل او دا  سلسله همداسې پسې اوږديده او دا ډله به کله زما ميلمه ځای ته، کله د سالک، کله د حنيف خليل او کله هم د نثار صيب ميلمه ځای ته د شپو تيرولو د پاره يوازې او يوازې د ادبي بنډارونو په خاطر تللو. له همدې وخته مو سملاسي مشاعرې پيل کړې، او هره اونۍ به په وحدت ورځپانه کې خپريدلې. دولس ديارلس مشاعرې چې په وحدت ورځپانه کې خپرې شوې، نو د پيښور شاه وخوا سيمو کې چې ادبي ټولنې وې هغوی هم په سملاسي مشاعرو پيل وکړ او داسې وخت هم راغی چې د وحدت ادبي پاڼه به ټوله د سملاسي مشاعرو ډکه وه. به همدې وختونو کې پسرلي صيب، رفيع صيب او صميم صيب کله کله موږ ته مشورې راکولې چې خپلې هسې منظمې کړو او د سملاسي مشاعرو په ځای يوه ټولنه رامنځته کړو چې خير تازه دم شاعرانو ته هم ورسيږي.

دا نو داسې وخت و چې کاروان صيب له وفا جريدې سره کار پريښی و او د بي بي سي راډيو تعليمي پروژو کې يې د ليکوال په توګه کار پيل کړی و. کاروان ته مو په صدر بازار بابو محله کې کوټه ونيوله او له دې وروسته به بيا د کاروان کوټه زموږ بنډارځای و.

د استاد شاعر پسرلي صيب ماته شپيلۍ چې تازه تازه له چاپه راوتې وه  او د کاروان په کوټه کې پرته وه. نثار صيب لاس وروغځوو او ويې ويل چې  راځې چې د تبرک له پاره د پسرلي صيب ماته شپيلۍ وغږوو او همدا د غونډې د جوړيدو پيلامه کړو. په دې غونډه کې کاروان، نثار، سالک، حنيف خليل، پريشان داودزی او زه هم شامل وم. د دې غير رسمي غونډې راپور د نثار صيب د افغان ادبي بهير د ګزارشونو په کتاب کې د مقدماتي غونډې تر عنوان لاندې راغلی دی.  

د همدې غونډې نه يوه اونۍ وروسته استاد اسمعيل يون په پيښور کې د محمدګل خان مومند په ياد يوه درنه غونډه پيښور پريس کلب چې هغه وخت د پيښور موزيم تر څنګ و،  رابللې وه چې د لر او بر نامتو ليکوالو او شاعرانو په کې ګډون کړی و. مازيګر مهال و چې مشران ليکوال د ارواښاد امان الله ساهو ډبه سوزوکي کې سپاره شول او پاتې چې په موټر کې نه ځايدل، ټول د بورډ تاکال په مزدو کې سپاره شول او د کاروان کوټې ته راغلو. اوس مې سم په ياد نه دي چې په دې ډله کې به څوک، څوک وو. خو څومره چې مې په ياد دي، هغه دا دې ، استاد مجاور احمد زيار، استاد محمد صديق پسرلی، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد اصف صميم، امان الله ساهو، پيرمحمد کاروان، نورالحبيب نثار، استاد اسمعيل يون، استاد لال پاچا ازمون، مصطفی سالک، حنيف خليل  او .... موجود وو.  دومره مې ياديږي چې د نولس سوه څلور نوي کال و.

بس له همدې ورځې نه بهير جوړ شو. د نوم ايښودو له پاره وړانديز وشو، صميم صيب ويلې چې کاروان ادبي بهير ورته ښه نوم دی. ټولو پرې امين ووايه خو کاروان ويلې چې بيا به خلک دا زما له نامه پورې منسوبوي، که دا کاروان په افغان واړول شي نو مفهوم به يې بين الافغاني شي. د کاروان له دې وړانديز سره ټولو امين ووايه . په دې کې  د بابو محلې د چايو له هوټل نه اوه اته چاينکه کاوې او د شيدو واړه واړه چاينکونه راغلل او بنده ترې پيالۍ ډکې کړې او په ټولو يې وويشې.

په دې بنسټيزه غونډه کې د ټولو په خوښه استاد محمد صديق پسرلی تا حيات د بهير مشر وټاکل شو. کاروان او حنيف خليل يې مرستيالان غوره شول.

د منشي په توګه نور الحبيب نثار او مرستيال يې مصطفی سالک غوره شو. امان الله ساهو د بهير د وياند په توګه او زه يې د مالي چارو مسوول وټاکل شوم. نور پاتې ټول د بهير بنسټګر ونومول شول.همدلته پريکړه وشوه چې تر هغې چې غونډو ته مناسب ځای پيدا کوو نو د پسرلي صيب په هوجره کې به د بهير غونډې تر سره کوو، شپږ اوه غونډې مو چې هلته وکړې، نو بهيروال دومره ډير شو چې د پسرلي صيب هوجره کې نور نه ځايدل، نو د پريشان داودزي په وساطت په دې وتوانيدو چې په خيبر بازار کې د اردو ساينس بورد لايبريري په هال کې مو د بهير له پاره ځای پيدا کړ. دلته ډيرې درنې غونډې تر سره شوې، په افغانستان کې د مجاهدينو اسلامي حکومت راغلی و او پيښور ته هغه ټول خلک رامهاجر شوي وو چې د ډاکټر نجيب په حکومت کې يې وظيفې اجراکولې، د پوهتنون استادان،  علمی او فرهنګي شخصيتونه، هنرمندان او د ژوند د هرې طبقې سره تړلي اشخاص څوک د شکربيس په نوم ياديدل او څوک هم د ګلمجم په نوم. شکر بيس به يې هغو ته ويل چې د هغو زرګونو ميزايلو د وريدو له لاسه راکډه شوي وو چې د مجاهدينو به د کابل ښار له څنډو نه په بې ګناه هيوادوالو  ويشتل،  چې په په زرګونو په کې  شهيدان شول. او ګلمجم يې هغو ته ويل چې د دوستم ډلې به د کورونو د چور په وخت ترې ګلمونه او قالينې هم راټولولې. دا ډله د دوستم مليشې له وحشت او دهشت نه پيښور ته راکډه شوي وو او دلته به د پيښوريانو په شمول، پخوانيو کډوالو د ګلمجم په نوم يادول او په صدر بازار کې مې په دې خپلو ګناهګارو غوږونو له ډيرو اوريدلي چې افغانو انجونې پسې به غيرحق د ګلمجم غږونه کيدل.

په دې وخت کې به د بهير په غونډو کې پوهاند رحيم الهام غوندې خلکو هم ګډون کاوه. څو مياشتې مو دلته ښه په خوند غونډې وکړې. دلته يوه ټوکه راياده شوه غواړم چې تاسې سره دا هم شريکه کړم.

په اردو ساينس بورډ کې به د غونډې له پاره ډيکوريشن داسې کيده چې د غونډې وياند او څو تنو مشرانو ته چې د ستيج تر خوا به د ميلمنو په توګه ناست وو نوي راغلي کسان مالوميدل او د غونډې نورو ګډونوالو ځکه نه شول ليدای چې دروازې ته به يې شاګانې وې. د مشاعرې لړۍ روانه وه، زما او د نثار صيب تر منځ استاد صميم ناست و، او زموږ شاه ته څوک ناست دي دا لا موږ نه وو ليدلي، په دې وخت کې امان الله ساهو اسمعيل اړم ته د شعر ويلو بلنه ورکوله خو نظرليد يې زموږ په لور و. صميم صيب اول ما ته وکتل، بيا يې نثار صيب ته وکتل او چې بره يې کتل نو اسمعيل اړم يې تر شاه راولاړ شو، دې وخت کې صميم صيب وويل چې دا اړم مو موږ ته لګولې و؟ هاهاهاهاها

په دې ورځ له الهام صيب سره  استاد شپون  او محمد دين ژواک مرحوم هم راغلي وو، د غونډې په اخر کې استاد شپون د بهير د چايو له پاره ماته زر کلدارې هم راکړې وې. هغه وخت زر کلدارې ډير شی و.

په اردو ساينس بورډ کې ډير ځکه پاتې نه شوو چې د پيښور په صدر بازار ودود سنز کې يوه درنه چاودنه وشوه، چې ډيره مرګ جوبله يې اړولې وه. د پاکستان حکومت د افغانستان په حکومت چې هغه وخت يې استاد رباني صدر و،  تور ولګولو او دې سره په اردو ساينس بورد کې د بهير په  غونډو بنديز هم ولګيدو.

په همدې ورځو کې ايشان مومند چې يو اماتور سندرغاړی و او د پيښور په جهانګير اباد کې يې د موسيقۍ دفتر درلود، د بهير غونډې مو هلته پيل کړې، دلته نو د بهير په وروستی پير کې ايشان مومند غزليزه موسيقي هم د بهير برخه وګرځوله. خو دلته هم بهير ډير پاتې نه شو او په ټاون کې د شاه دوشمشره په ليسه کې ورته پراخه حويلۍ په واک کې ورکړل شوه. دلته نو په لږ وخت کې د بهيروالو شمير تر سلو واوښته. او ډيرې درنې غونډې، مشاعرې ، ياد غونډې او د کتابونو مخکتنې وشوې. ما په دې ورځو شپو کې  نه يوازې دا چې په بهيروالو د چايو پيالې ويشلې، بلکې د بهير د غونډو راپورونه  مې هم ليکل او د مشاعرې د برخې وياندي مې هم کوله. د همداسې وياندۍ له پاره چې يوه ورځ ارواښاد امان الله ساهو ما ته د مشاعرې د ستيج کولو بلنه راکوله نو داسې يې وفرمايل:

ګرانو ورونو، دا چې زه د څه وخت له پاره له تاسې ليرې کيږم، فکر کوم ژر به بيرته راونه ګرځم، نو زما په غايب کې به بازمحمد عابد د بهير د غونډې وياندي کوي. ارمان چې دوه ورځې وروسته د امان الله ساهو د مرګ خبر راورسيده.

درې څلور ورځې د ارواښاد ساهو د فاتحې په مراسمو کې تير شول او چې د هغه له مرګه وروسته لومړۍ غونډه کې دومره و شول چې رفيع صيب، استاد صميم، نثار صيب، کاروان استاد ابراهيم همکار او څو تنه نور بهيروال هم وو، د شاه دوشمشيره ليسې يو ټولګي ته ننوتل او چې بيرته راووتل نو صميم صيب  دريځ ته ورغی او ويې ويل:

لکه څنګه چې ارواښاد ساهو عابد په ژوندون خپل نايب ټاکلی و،  پس له دې نه به د بهير د ستيج چارې عابد پر مخ بيايي او د بهير راپورونه  به عبدالصمد مومند ليکي. او اوس  بهر مزدا ولاړه ده، په ګډه د رحمان بابا هديرې ته  ځو او د ارواښاد ساهو په قبر د ګلونو څادر غوړوو.

 د بهير په غونډو سربيره د پيښور په صدر بابو محله چې کاروان صيب په کې کوټه لرله او د چايو هوټلونه هم په کې وو، دلته هم هره ورځ د لس دولسو تنو بهيروالو راټوليدل هم د بهير تر ِغونډو کم نه وو، دا ناستې به د واړه بهير په نوم ياديدې، که موږ به يو بل ته دليدو کومه نښه ورکوله نو که به مو وويل چې په بهير کې به سره ګورو مانا يې دا وه چې د افغان ادبي بهير غونډه کې به ګورو او که به مو وويل چې واړه بهير کې به سره ګورو، نو د صدر د بنډارونو پته به وه.

دلته چې موږ په کوم هوټل کې ناستې کولې، هغه يې مالکانو وران کړ او د مارکيټ نقشه يې په کې واچوله  او  چای واله همدې هوټل ته مخامخ کور د سماوات له پاره ونيوه. کله چې دا مارکيټ جوړ شو نو په دويم او دريم منزل کې يې د اوسيدو له پاره مناسبې کوټې هم د کرايه له پاره جوړې شوې. په همدې مارکيټ کې احمد تکل او دري ژبي شاعر پرتو نادري هم کوټه په شريکه ونيوله. دوی دواړو ته د بي بي سي راډيو کې کار پيدا شوی و.. احمد تکل سره هم زما شناخت د بهير د غونډو له برکته پيدا شوی و. يو مازيګر يې راته وويل چې کمال الدين مستان چې تر اوسه د عرفان کلتوري مرکز نه خپريدونکي درې مياشتينۍ پښتو او دري مجله ((سپيده)) کې د پښتو د برخې ايډيټر و، په بي بي سي کې مقرر شو او ځای يې خالي دی، که غواړې چې هلته دې مقرر کړم.

ما پرته له دې چې سوج پرې وکړم، ورته مې وويل چې په دوه پښو ورته ناست يم.

هغه وی سمه ده سهار ته به دې په دفتر وروسپارم.

همداسې وشول، د سپيدې مجلې دفتر ته يې وروستم، مشر لا نه و راغلی، څوکيدار ته يې وويل:

ای جوان عابدصيب است، سر از امروز همکار شما ميباشد، لالا ره بګو که احمد تکل ای جوان به حييث اديتر پشتو معرفي کرده.

څوکيدار ورته وويل:

به چشم.

تکل صيب په خپله مخه لاړ اوڅوکيدار زه د دفتر کتابخانې ته وروستم او راته يې وويل:

تا که لالا ميايه شما اينجه بشی.