ABID IN PESHAWAR says:
سلامونه قرار صیب
Qararander says:
سلامونه عابد صېب
ABID IN PESHAWAR says:
څه حال څه احوال
Qararander says:
خیریت دی عابد صېب
بس کراره بده ورځ ده
ABID IN PESHAWAR says:
ټوله شپه ویښه یم جانانه خوب له ما خپه دی
ارام مې نه وي بې له تانه له ما خوب خپه دی
Qararander says:
واه
ABID IN PESHAWAR says:
واله چې همدا اوس مې جوړ کړ راځه چې مشاعره یې کو
Qararander says:
سمه ده
چې ځان خفه وي له چا، بل به څه خوشاله کړي څوک
ته څه ګیله کوې انسانه له ما خوب خفه دی
ABID IN PESHAWAR says:
وا وه
پریشانه زلفې مې سینه باندې خورې پرتې دي
ستا پریشاني مې کړي پریشانه له ما خوب خپه دی
Qararander says:
ډیر عالي
اوس هېرول د یار اسان دي چې یې هېر کړلو مونږ
اوس شوګیرې شولې اسانه له ما خوب خفه دی
ABID IN PESHAWAR says:
وا وا دا اوس شعر دی
زه خو هسې ګپ لګوم او ته شاعری کوې
Qararander says:
اساس دې محکم اېښی دی
ABID IN PESHAWAR says:
مننه
Qararander says:
بس موږ او ژوند یو تل همدغسې ادا په ادا
که زه خفه یم له دورانه له ما خوب خفه دی
وخت چا ته کله ایسارېږي، نه مو حال ته ګوري
شپه ده همدغسې روانه له ما خوب خفه دی
دا شوګېرې ګورې څه نوې کیسې ونه ګڼې
ستا د یارۍ له ابتدا نه له ما خوب خفه دی
ABID IN PESHAWAR says:
ډیر اعلې زه نور شعر نه شم لیکلې
Qararander says:
عابد صېب لکه چې ګستاخي مې وکړه
ABID IN PESHAWAR says:
ګوره ټولې قافیې ذې ونیولې زه د خپلې مطلعې نه در تیر یم شعر دې بلاګ ته وخیژوه
Qararander says:
نه نه عابد صېب
ABID IN PESHAWAR says:
نه یاره کمال دې وکړ
Qararander says:
ځه تکراريو ته به اجازت ورکړو
په دې چې زړه مو ولې داسې بې پوښتنې تا ته
دومره درکړی دی ارزانه له ما خوب خفه دی
ABID IN PESHAWAR says:
ته دې بې غمه په پالنګ باندې خوبونه کوه
زما په برخه له پخوانه له ما خوب خپه دی
Qararander says:
واه واه
ABID IN PESHAWAR says:
زما د ژوند ځمکه د چا یاد شوګیرو ته ورکړه
بس دې راولویږه اسمانه ، له ما خوب خپه دی
Qararander says:
واه واه
عالي
ABID IN PESHAWAR says:
مننه قرار صیب دغسې لږ مې ډاډه کړه
Qararander says:
نه ولا، ډېرې خوندورې چکې دې ووهلې
ABID IN PESHAWAR says:
وار کوه
Qararander says:
شپه خو رخصت شوله او ته خو را حضور نشولې
د ملایانو تر اذانه له ما خوب خفه دی
ABID IN PESHAWAR says:
پیره په ما باندې څه شوي دي تاویز یې راکړه
خوب راته نه راځي (کاروانه) له ماخوب خپه دی
ډیرعلي
Qararander says:
ډېر زبردست
دېر اعلی ولا
ABID IN PESHAWAR says:
مننه خو ما ډیر علی ستا د اذان شعر ته لیکلی دی
Qararander says:
په هغه خو مې هسې وار تېراوه
ABID IN PESHAWAR says:
نه ښه و
Qararander says:
دا ستا په سر خو، که ریښتیا خبره وکړو سره
دا پوره کال کېږي ناځوانه له ما خوب خفه دی
ABID IN PESHAWAR says:
ډیر ښه قرار صیب، که خوښه دې وي چې د ټولو جزیاتو سره یې بلاګ ته وخیژم
Qararander says:
سمه ده.
د ۲۰۱۰ کال د نومبر میاشتې ۲۴ نیټه د سهار درې بجې