ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

هڅه به کومه او الله ته به دعا کړم

کله خو به تا غوندې غزله راپیدا کړم

Nabila Ghazal says:

وخت خو به راځي که نه الله خو مهربان دی

خولې به د شک بندې زه د دې ټولې دنیا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

وار کوه چې زه ګوره بې صره ښکاري باز یم

هسې نه چې ښکار مې شې او ځان ته دې روا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

کله کله زه له قصده نه درته درګورم

کله کله زه هم غزل ستا غوندې ادا کړم

Nabila Ghazal says:

ودرې چې ګلاب در نه په کومه رشته واخلم
صبر وکړه زه مې لږ د زړه سره سلا کړم

Nabila Ghazal says:

ما که د کوترو جادوګر غومبر غزل کړو

لاره به له ‌ډیرو شاهبازانو نه خطا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

دومره ظلم مه کوه د خدای روی مې دروړی

تا خو په رښتیا هم زه له واره وارخطا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

دومره وس خو کله ما غریب ته خدایه راکړې چې

دا د مینې وږي چې په مینه مړه خوا کړم

Nabila Ghazal says:

ګرانه که خاطر د مينې نه وي ، لاس دې خلاص اوسه

نه خو دې  مزدوره يم او نه دې بيا پروا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

ستا له سپین رخسار نه به دا تورې ځڼې څنډ وهم

داسې به په نیمه شپه کې سبین سهارپیدا کړم

Nabila Ghazal says:

لاړه شم بازار ته چې سودا کاله ته راوړم

هسې ستا سودا مې زړګی واخلي چې سودا کړم 

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

ګوره چې زما سودا په سر باندې سوره کړی

هسې نه چې لاره درنه ورکه په رښتیا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

نوره به پرې غټه تیږه کیږدو  زیاتي خوب کوو

څه که رانه پاتې شول هغه به بیا سبا کړم

د نومبر شلمه او یویشتمه شپه څه د پاسه ۱۲ بجې ۲۰۱۰