زه چې کله هم خبر شم چې کوم پيژندلی شوی تن د زړه له ناروغۍ له امله ابدي جام په سر واړاوه، نوما ته مې د خپل مرحوم پلار مړينه راياده شي چې د زړه ناځوانه ناروغۍ په ډير لږ  څه کې ترې محروم کړو.

ما ته اوس هم کله نا کله دا ماشومانه پوښتنه  مخته دريږي چې زما مرحوم پلار خو ډير بې زړه سړی و، هغه ولې د زړه په ناروغۍ اخته او  بيا ډير ژر ومړ؟

خو داسې نه ده، تيره ورځ چې مې د يوه ډير زړه ور، با جرآته او د  مضطرب زړه څښتن  اقضل شوق په اړه واوريدل چې د زړه د ناروغۍ له امله  ومړ، نو ايله مې دې ماشومانه پوښتنې ته ځواب پيدا شو چې دا ناځوانه ناروغي په بې زړه کسانو نه په ډيرو زړه ورو کسانو هم داسې ناڅاپي حمله کوي چې له  سړي لوری لودن ورک کړي.

افضل شوق د ښکلا پسې هغه ورک ميين و چې نيمه نړۍ يې پسې چاڼ کړې وه. خو کومه څيره چې هغه خپل اډيال ګڼله، تر پايه يې ونه مونده. د هغه د شکيدلي اميل مرغلرې همداسې  شيندلې پاتې شوې او خدای خبر که بيا داسې شوقمن راپيدا شي چې دانه، دانه مرغلرې راوپيي.

ليكوال او شاعر افضل شوق تر اوسه پوري دَ يو سېلاني ليكوال په توګه دَ يُونليكونو ډېري په زړه پوري بېلګې پښتو لوستونكو ته وړاندي كړې دي، خپل لوستونکي يې په ډيرو هيوادونو له ځانه سره لاس نيولي ګرځولي دي، خو زه اوس د هغه په دوه شعرونو له تاسې سره غږيږم، او هغه هم د خپل ذهن له ورشو نه، ځکه چې  دا وخت ما سره د ارواښاد افضل  شوق کتابونه تر لاس نه دی شته،  نو ځکه  له اوږدې ليکنې تيريږم، يوازې د  دوو ازادو شعرونو مطلب يې ستاسې مخې ته ږدم.  ډير کلونه پخوا چې زه تازه تازه په شعر ليکلو راغلی اوم نو د شوق ځينې شعرونه به  مې د کوټې او پيښور نه  خوريدونکو مجلو کې  په ډير شوق لوستل.

په ړومبي ځل زه د هغه د سلو يار په نوم شعر سره مخ شوی وم. موږ او تاسې سره د سلو يار په عامه اصطلاح  کې  د سړی پام د بدرنګۍ لور ته اړوي، خو د افضل شوق د سلو يار سړي ته يوه داسې ښکلاييزه منظره جوړ وي چې لوستونکی هک پک کړي.

ما ته د هغه  مرحوم شعر په ترتيب سره نه دی ياد،  البته هغه چې په شعر کې څه ويلي، کټ مټ يې له تاسې سره شريکوم.

شوق په داسې يو راهګذر د يوې څېرې په لټون ولاړ دی چې ښکلي پرې تګ راتګ کوي، د هغه چې هر ښکلی په مخ راځي نو له ورايه پرې ګمان کوي چې دا به ته يې.

دا به ته يې!

دا به ته يې!

دا به ته يې!

په همدې ( دا به ته يې) کې شوق د سلو يار جوړ شوی وي.

د ده يو بل شعر دې چې هغه مې هم څه پنحلس کاله وړاندې لوستی و چې هغه شعر  يې زما له پاره او د ټولې اسلامي نړۍ له پاره د ډير زيات اهميت وړ دی. دا شعر داسې پيليږي:

زه کله وويريږم

له کټ نه پورته شم تاخچې ته لاړ شم

قرآن مجيد ځنې راواخلمه

ګردونه ترينه وڅنډمه

بيا يې له اووه پوښو نه ژر ژر خلاص کړم

په تلوسه يې پاڼې واړومه

چې چيرې توري يې الوتي نه وي
نو له دې نه مالوميږي چې افضل شوق د دې نړۍ په مسلمانانو کې دومره خامۍ او کمزورۍ ليدلي وې چې د قيامت وروستۍ علامه يې هم د خپلې مشاهدې لاندې راوستې وه.

پښتو ادب به دا تشه تر ډيره جبران نه کړي شي

الله تعالی دې په افضل شوق  ورحميږي او  بهتر جنتونه دې ورته  په نصيب کړي

آمين

بازمحمد عابد

د لوې اختر دريمه ورځ پيښور

۲۰۱۰/ ۱۱/ ۱۸