د باز بلاګ قدرمنو لوستونکو!
تاسې به ليدلي وي چې په کابل کې د ښځينه خيرغوښتونکو شمير له حده اوښتی دی. د ښار په بيلو بيلو سميو کې سوالګرې ښځې ليدل چې کله په يوه نارينه پسې او کله په بل نارينه ته لاس غځوي او تر هغې شله وي چې يوه روپۍ نيمه ترې وشکوي. دا به مو هم ليدلي وي چې که يوې ته دې د زړه سوي له وجې يوه روپۍ نيمه ورکړه، نو شا و خوا نورې سوالګرې ښځې درنه راتاوې شي او تر هغې دې نه معاف کوي، چې پيسې درڅخه وانه خلي. او دا خو به مو ضرور ليدلي وي، چې ډېری ښځې خپل د ګل په شان ماشومانو ته د اپينو اوبه ورکوي، او د کابل د اوړي سوځوونکي لمر نيمه بربنډ ويده کړي وي.
دلته بلا ډېر پوښتنې راولاړيږي چې:
آيا دوی د فقر او بد بدختۍ له وجې خير غوښتو ته مجبوريږي؟
آيا دا يې خپله پيشه ګرځولې ده؟
آيا بل څوک  دوی دې کار ته مجبوروي؟
د څه په خاطر دوی په سره لمر خپل ګلالي بچي ويده کوي؟
دا هغه پوښتنې دي، چې بې ځوابه پاتې دي او ځواب يې بايد په افغانستان کې  د بشر د حقوقو نړيوال سازمان او د ماشومانو د ساتنې ادارې ورکړي.
لاندی تصوير د پل خشتي جومات مخې ته  د سرطان په ٣ نيټه مازيګر مهال اخيستل شوی دی. که دپل خشتي جومات نه واخلې تر پل باغ عمومي پورې چې د صرافۍ مارکيټ سيمه ده  ددې تصوير په شان په په لسګونو ښځينه سوالګرې ووينۍ چې په همدې شکل يې په  خپلو ماشومانو د اپينو اوبه څښلي وي او په چوپه خوله پرې غواړي. کله چې دا ماشومان بيداره شي، نو مور يې ورته يو بل غړپ اوبه په خوله کې ورواړوي او له مخې سره يې ويده کړي.