په کابل کې د پل خشتي جومات شرقي دروازی ته چې په دې توره تياره کوڅه ورننوتې، نو مخې ته به په همدې کوڅه کې کيڼ لاس ته يوه بله زړه کوڅه درشي. دې کوڅې ته کافروشي وايي. کيدای شي يو وخت په همدې کوڅه کې د مالونو له پاره واښه خرڅيدل خو اوس له ډېرې کلونو را په دې خوا د جمعې په ورځ په دې کوڅه د کوتربازانو داسې ګڼه ګوڼه وي چې د تيريدو شان په کې نه وي. دلته د کابل د شاه  وخوا سيمو څخه له لس کلنو ماشومانو نيولې بيا تر اتيا کلنو بوډاګانو پورې راځي، او د کوترو په ميله کې ورګډيږي. په دې ورځ کوتربازان کوترې هوا ته نه پورته کوي، بس اخيستل او خرڅول کوي. له شلو افغانيو نيولې تر زرګونو افغانيو پورې د يوې کوترې بيه وي. له کوترو پرته دلته بيلابيلې مرغۍ هم پيدا کيږي، چې له سلګونو واخله تر زرګونو پورې د يوې مرغۍ قيمت وي، خو علاقه مندان يې اخلي او د خپل ذوق تنده خړوبوي. که د خدای رضا وه په راتلونکې کې به په دې باب ډېر مالومات تاسې ته خپاره کړم خو د اوس له پاره راځئ چې دا څو انځورونه په ګډه سره ووينو.
ستاسې عابد
Baz_noh1@hotmail.com

دا کوترې يو تنکي زلمي د خرڅلاو له پاره راوړي وې.