افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ م کال د غبرګولي په ١٧ نيټه چې د ٢٠٠٨ م کال د ٦ نيټې سره برابره وه،  د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پيل شوه. د غونډې رييس له ډنمارک نه راغلی ميلمه فرهنګپال مير عرب شاه چمتو و او ميلمانه يې د ننګرهار د پوهنتون رييس استاد امانزی او له پراګ څخه راغلی تکړه ژورنالست عصمت څاروان وو. د غونډې وياند هارون حکيمي و او دتيرې غونډې راپور نورګل شفق د کره کتنې له پاره وړاندې کړو.
ورپسې له اجنډا سره سم  د سميه ييزو مطالعاتو د ادارې رييس عبدالغفور ليوال خپل اوږو سبموليک نظم کره کتنې ته وړاندې کړ چې د ډېر بحث وروسته ليوال صاحب ته داد ورکړل شو. ورپسې يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. په غونډه او مشاعره کې تر شپږ شلو پورې شاعرانو، ليکوالو او  د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. د يادونې وړ ده چې راتلونکې غونډې ته به استاد شپون د وکيل شينواري په رنځورې هيلې کتاب چې تازه له چاپه راوتی دی، خبرې کوي.


عصمت څاروان، عرب شاه چمتو او امانزی صاحب

د غونډې د برخه والو يوه څنډه

استاد شپون

مير عرب شاه چمتو
  عبدالغغور ليوال

نورګل شفق

د غونډې وياند هارون حکيمي

عزت الله شمسزی


شازيه افغان
د غونډې برخه وال