ډېرمحترم، دروند او قدرمن عابد صاحب!
د سلام او احترام په وړاندي كولو.
ستاسو شاعري خو مي لا پخوا لوستې وه چي ها د چاخبره پرې مئين وم. اوس چي مي ستاسو وبلاګ ولوست، نو په رښتيا چي توره كوئ.خداى مو راته ژوندي، فعاله او خوشاله لره.
دا دى زه هم خپل يو غزل درلېږم څو كه ئې وړتيا درلوده، پر ليكه ئې كړئ.
لېمې مي ډكي پېمانې دي په شوګير د سپوږمۍ
رڼې چينې دي پكښي وګوره تصوير د سپوږمۍ
ما ئې درشل ته د لېمو كچكول په سوال ونيوى
پكښي د اوښكو ستوري واچول امير د سپوږمۍ
بې شمېره ستوري د زخمونو مريدان لري اوس
زما د زړه په ښار كي واړوله پير د سپوږمۍ
ډيري د ستورو خزانې ئې په ولجه كي يووړې
زما د اوښكو كاروانونه دي اسير د سپوږمۍ
د ستورو جام مي په لېمو كي ترې را پرېووت ثنا
څومره بې باكه پر دې لاره ؤ بهير د سپوږمۍ
ستاسو د سوكالۍ په دعا
عبدالنافع ثنا - كندهار
05.06.2008
- baz
عابد صاحب سلامونه او نيكې هيلې مې ومنه! ستا په خاطرو مې ددوستانو تبصرې وليدې نو زما زړه هم وتښنيده چې يو څه زه هم ووايم ولې چې زه هم لكه ده ډيرو نورو ستا د خوندورو خاطرو نه خوند اخلم او كله كله خو داسې راته بريښي لكه چې د خپل ژوند د خاطرو څخه يوه لولم_ ملګرو ستا د ليكلو په اړوند ډير څه ليكلي نو زه به په ځاې ددې چې د صفت انبار وكړم (چې ليكنې دې وړتيا يې هم لري) يو څه خپله يو كمزورې غوندې مشوره دركړم_ هغه دا چې لكه څرنګه ته د پيښور خاطرې ليكې نو كه هڅه وشي چې د لرې پښتنخوا لهجه خپله كړې...
08.06.2008
- baz
افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ م کال د غبرګولي په ١٧ نيټه چې د ٢٠٠٨ م کال د ٦ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پيل شوه. د غونډې رييس له ډنمارک نه راغلی ميلمه فرهنګپال مير عرب شاه چمتو و او ميلمانه يې د ننګرهار د پوهنتون رييس استاد امانزی او له پراګ څخه راغلی تکړه ژورنالست عصمت څاروان وو. د غونډې وياند هارون حکيمي و او دتيرې غونډې راپور نورګل شفق د کره کتنې له پاره وړاندې کړو. ورپسې له اجنډا سره سم د سميه...