عابد صاحب سلامونه او نيكې هيلې مې ومنه!
ستا په خاطرو مې ددوستانو تبصرې وليدې نو زما زړه هم وتښنيده چې يو څه زه هم ووايم ولې چې زه هم لكه ده ډيرو نورو ستا د خوندورو خاطرو نه خوند اخلم او كله كله خو داسې راته بريښي لكه چې د خپل ژوند د خاطرو څخه يوه لولم_ ملګرو ستا د ليكلو په اړوند ډير څه ليكلي نو زه به په ځاې ددې چې د صفت انبار وكړم (چې ليكنې دې وړتيا يې هم لري) يو څه خپله يو كمزورې غوندې مشوره دركړم_ هغه دا چې لكه څرنګه ته د پيښور خاطرې ليكې نو كه هڅه وشي چې د لرې پښتنخوا لهجه خپله كړې نو لا ډير خوند به وكړي او صحنې انځور به لا را ژوندې كړي_ د مثال په ډول تاسې ليكلي دي
وغورځوه، چې اوس به دې دا زنځير په پښه کې واچوم او د بازار تر بل سر پورې به دې کشکاږم.”
كه دلته د پښه پر ځاې خپه چې پيښوري ورونه يې واي او يا كشكاږم پر ځاې را كاږم كار شوي واې نو زما په اند به لا ډير به يې د پيښور صدر ته نږدې كړي وو_ همدا رنګه د پيښور خلك دښمني نه دشمني واي (دا نيوكه نه يوازې نظر دې او كيدې شي د ادب د اصولو سره سم غلط هم وي)

لكه څرنګه چې تاسې د سړي د خپلې خولې خبرې كولې نو زما په اند د هغه خپلې لهجې څخه بايد كار واخيستل شي_

عابد صاحب! زه خو د ادب او ادبياتو په څانګه كې لا په الف او ب هم نه پوهيږم خو د لوست په وخت كې ما ته همدا فكر راولويد چې كه دغه څه په متن كې واې نو خوند به يې لا ډير شوې واې_

ډير ښه نوښتونه دې په دې لنډو ورځو كې كړي چې د هغې څخه (ددې موكې نه په ګټه اخيستو) د انځورونو د خپرولو لړۍ د يادولو وړ ده_ الله دې راته ژوندې لره چې همداسې ښكلې نوښتونه كوې_

په پښتنه مينه
مشتاق رحيم