د کابل په ښار کې هر ورځ په سلګونو نه، په زرګونو ماشومان ليدل کيږي، چې په بيلابيلو فزيکي کارونو بوخت دي او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي. دا ماشومان څوک لاسي کراچۍ چلوي، څوک په پارکونو کې د خلکو بوټان رنګوي، څوک په بازارونو کې سپيلني لوګی کوي، څوک جوش کړې هګۍ خرڅوي او څوک ....
په داسې حال کې چې په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کې په لسګونو نړيوالې او ملکي غير دولتي ادارې او هم د بشر د حقوقو نړيواله ټولنه د ماشومانو د ښوونې، روزنې او حقوقو له پاره هر کال په ميليونونو ډالر خرچ کوي. يوازې دا يوه پوښتنه کې دوی خپلو ظميرونو ته ځواب کړي چې آيا کله مو داسې ماشومانو ته پام اړولی دی. که پام مو نه وي ورته اوښتی، نو مهرباني وکړئ په دې انځورونو کې يې ووينئ او غور پرې وکړئ.
په ټوله مينه ستاسې باز
baz_moh1@hotmail.com







08.06.2008
- baz
په کابل کې د پل خشتي جومات شرقي دروازی ته چې په دې توره تياره کوڅه ورننوتې، نو مخې ته به په همدې کوڅه کې کيڼ لاس ته يوه بله زړه کوڅه درشي. دې کوڅې ته کافروشي وايي. کيدای شي يو وخت په همدې کوڅه کې د مالونو له پاره واښه خرڅيدل خو اوس له ډېرې کلونو را په دې خوا د جمعې په ورځ په دې کوڅه د کوتربازانو داسې ګڼه ګوڼه وي چې د تيريدو شان په کې نه وي. دلته د کابل د شاه وخوا سيمو څخه له لس کلنو ماشومانو نيولې بيا تر اتيا کلنو بوډاګانو پورې راځي، او د کوترو په ميله کې ورګډيږي. په دې ورځ کوتربازان کوترې...
11.06.2008
- baz
يادونه: د دې ليکنې له پاره ما د سفر په وخت کې يادښتونه نه دي اخيستي. کله چې له کندوز څخه راوګرځيدو، نويوه ورځ وروسته راته سروش تليفون وکړ چې د دې سفر يونليک دې وليکم. نو ستاسې په وړاندې چې کوم ليک پروت دی دا ټول زما د دې وچې کوپړۍ نه راوتلي يادښتونه دي. بازمحمد عابدد ١٣٨٧ ش کال د غويي د مياشتې ديارلسمه نيټه وه. د بهير غونډه لا پای ته نه وه رسيدلې چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې بهير ته خپل پريکړه ليک راوليږه. په دې ليک کې په کندوز ولايت کې د جوړيدونکي ريدي ګ...