يادونه: د دې ليکنې له پاره ما د سفر په وخت کې يادښتونه نه دي اخيستي. کله چې له کندوز څخه راوګرځيدو، نويوه ورځ وروسته راته سروش تليفون وکړ چې د دې سفر يونليک دې وليکم. نو ستاسې په وړاندې چې کوم ليک پروت دی دا ټول زما د دې وچې کوپړۍ نه راوتلي يادښتونه دي.
بازمحمد عابد
د ١٣٨٧ ش کال د غويي د مياشتې ديارلسمه نيټه وه. د بهير غونډه لا پای ته نه وه رسيدلې چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې بهير ته خپل پريکړه ليک راوليږه. په دې ليک کې په کندوز ولايت کې د جوړيدونکي ريدي ګل مشاعرې خبرتيا وه. د تګ وخت او ځای يې د يار موسسه يا په بله ژبه د بهير حويلۍ ټاکلې وه. په خبرتيا کې د تلونکي کاروان وخت د پنجشنې ورځ د سهار ٩ بجې ښودلی شوی و. د غوث الدين فروتن، اسرار کريمزي او محبوب الله محبوب د ګرځنده تليفونونو شميرې يې هم ورکړې وې، چې د سه شنبې له ماښامه وروسته به کندوز ته تلونکي ياران په نوموړو شميرو اړيکي ټينګوي.
د سه شنبې په ماښام د بهيروالو له جملې څخه څو تنو محصلينو راته فون وکړ. ويل يې چې د اړيکو دريواړه شميرې کار نه کوي. خو هر يو ته مې په فون ويلي وو چې هيڅ غم مه کوئ که ځئ نو د پنجشبې د سهار په ٩ بجو ځانونه د بهير حويلۍ ته راورسوئ. څو چې د پنجشنې ورځ رارسيده، بلا ډېر تليفونونه راته راغلي وو چې له پکتيا نه سخي جان وفايار او له ننګرهار څخه عطامحمد هيله من هم د هيرولو نه دي.
په همدې دوران کې راته شرر ساپي هم فون کړی و. ويل يې چې د شمشاد يونټ مې تګ ته تيار کړی دی. ته له موږ سره په موټر کې ځايږې. د شرر په دې خبره مې کندوز ته د تلو پخه اراده وکړه. د چهارشنبې په مازيګر مې د پنجشنبې د ورځې د رخصت پاڼه په دفتر کې پريښوده. د پنجشنبې د ورځې سهار څه د پاسه ٩ بجې به وې چې له کوټې نه راووتم. د يار موسسې په لور روان وم چې د شرر ساپي فون راغی. ويل يې چې موږ روان يو، ته ځان د يار موسسې ته راورسوه. د يار موسسې ته چې ورسيدم. نو په لسګونو يارانو مې سترګې ولګيدې چې ډله ډله د ونو سيوريو ته ولاړ وو. بس له يوې مخې مې جوړ په خير شروع کړل،چاته مې غبرګ لاسونه ورکول او چا سره مې د غاړې ستړي مه شي کوله. اکثره يې د پوهنتون محصلين وو. د بهير هال ته مې وليدل چې هلته هم ياران راټول شوي وو. سر مې وښکاره کړو. په مشاعره يې پيل کړی و. د دوی مزاحمت مې ونه کړ. کمره مې له بيګ نه راواخيسته او په عکسونو اخيستلو مې پيل وکړ. زما پير او مرشد استاد شپون هم رارسيدلی و. نه پوهيږم چې زه پرې ډېر ګران يم او که دی راباندې ډېر ګران دی، خو کومې غونډه کې چې استاد نه وي ماته چندان خوند نه راکوي. او دا هم بايد ووايم چې په کومه غونډه کې زه نه يم نو استاد مې د غونډې په جريان کې دوه درې ځله يادوي. بس خدای دې تر ډېره ژوندی لري. او دا ځکه چې کله کله څه چې هر وخت مې نازوي. بس ورغاړې وتم، په دې وخت کې ورسره زرين انځور، رسول باوري او ماخان شينواری هم ولاړ وو، ما يې عکس واخيست. خو استاد راته وويل :
” توره بازه! مخلوق خو دې ډېر زيات راغوښتی دی، خو داسې وکړئ چې ټول کاروان په يو ځای مه روانيږئ، د هر موټر تر منځ بايد ١٥ دقيقې فاصله په نظر کې ونيسئ“.
ما ورته وی استاده! همداسې کوو. استاد زما د خبرې نه په استفاده وويل چې داسې ده نو زه همدا اوس حرکت کوم، انځور صاحب به هم راسره وي او يو کس بل هم ځايولی شم. انځور صاحب رسول باوري له مټه ونيوه او ايسته دريواړه روان شول او موږ ورپسې دعای خير وکړه. دا کندوز ته د تلونکي کاروان ړومبی موټر چې حرکت يې وکړ.
کندوز ته د فرهنګيانو د تګ اسانتيا دافغان کلتورې ټولنو جرګې په غوښتنه د اطلاعاتو او کلتور وزرات برابره کړې وه. تر لس نيمو بجو يې موټر مالوم نه شول. ټولو سره دا انديښنه پيدا شوه چې ګوندې دا کار به سمی ونه خوري، بايد د نورو موټرو غم وخوړل شي. خو استاد يون او ډاکټر خوشحال روهی ډاډه وو. ويل يې د موټرو د رارسولو چارې مو محبوب ته سپارلې دي.او درنګ ساعت له به موټرې راشي.
لږه شيبه لا تيره نه وه چې دوه کاشترې راورسيدې. په دې دوه کاشترو ياران داسې راټول شول لکه په خړي ماښام چې د احمد شاه بابا مينې ته تلونکی ملي بس راشي او سپرلۍ پرې د مچ او ميږو په څير راټولې شي. د سترګو په رپ کې دا دوه کاشترې ډکې شوې. بيا هم په حويلۍ کې ياران له شميره وتي وو. محبوب ويل چې له وزارت نه مو درې کاشترې منظورې کړې دي، هغه يو څه خرابي لرله ، که جوړ نه شي نو بل کاشتر راليږي. خو څو چې دا کاشتر رارسيدو، نو د افغان کلتوري ټولنو جرګې چارواکو دوه فلاينګکوچونه هم کرايه کړل. دا هم ډک شول.، خو بيا هم ياران تر څلويښتو پورې په يار موسسه کې موجود وو. ډاکټر صاحب روهي د پوښتنې په ډول ماته وويل چې هغه يو کاشتر راروان دی، څه فکر کوې، داخلک به په کې ځای شي؟ ما وی دوه موټرې خو موږ سره خپلې هم شته. ممکن بس به وي. کاشتر راورسيدو، په دې کاشتر کې هم هر سړی نر و چې ځان ځای کړي. کاشتر ته خلک په ختو وو چې نثار صاحب له دفتر نه راورسيده. دا نو څه کم دولس بجې وې. کاشتر ډک شو. نثار صاحب، عزت الله شمسزی، خوشحال خليل، اسمعيل څپه او هارون حکيمي له موټره پاتې شول. د کلتوري ټولنو چارواکو ورته وويل چې تاسې څلور کسه به يوه کرولا په کرايه ونيسئ، اسمعيل څپه به د عابد پر ځای شرر ساپي سره په موټر کې کيني، عابد او محبوب چې د دواړو وزن د څپه له وزن څخه کم دی. موږ سره د لينډکروزر په وروستي سيټ کې کيني.
همداسې مو وکړل او حرکت مو وکړ. موږ سره د استاد يون په موټر کې استاد صميم، ماخان شينواري، استاد يون، ډاکټر خوشحال روهي او محبوب ناست وو. د سرای شمالي په لوی څلور لارې کې د عبدالله کاموال فون راغی چې ويل يې دلته يو دوه کسه نابلده غوندې ناست دي، موږ يو يې هم نه پيژنو، خو دوی په موټر کې نه ټيپ پريږدي، او نه هم موږ خنداګانو ته پريږدي. موږ سره له دوی پرته ټول ځوانان دي. ټوکې ټکالې کوي، خو ټوکو ټکالو ته مو هم نه پريږدي، چې څوک وخاندي نو بدې ردې وايي او زياتوي چې تاسې موږ پورې خندا کوئ.
ډاکټر صاحب ترې پوښته وکړه چې تاسې اوس چيرته ياست، عبدالله کاموال ځواب ورکړ چې په کاريز مير کې روان يو. ډاکټر صاحب ورته وويل چې موږ درپسې يو چې درورسيدو نو مسله به درته حل کړو. قره باغ ته نيږدې وو چې کاشتر ته ورسيدو او چې کاشتر څنګه ودريده، نو هغه دوه تنه مشران له کاشتر نه راکيوتل او ويل يې چې موږ. بيرته کابل ته ځو. بيګونه يې هم راخيستي وو. زموږ د موټر ټول کسان ورپسې کيوتل استادانانو ورته منت زارۍ وکړې، له ډېر شواخون وروسته يې ومنله چې موټر ته وخيژي. استادانانو په ځوانانو هم تاکيد وکړ چې مشران دي، ګوزاره ورسره وکړئ.
موږ له کاشتر نه مخکې شوو، دوه درې دقيقې به تيرې نه وې چې بيا د عبدالله کاموال فون راغی ويل يې چې شخړې خو سخت زور اخيستی دی. حتی تر کنځلو هم خبره اوښتې ده. استاد يون ورته وويل چې فون له مشرانو څخه يوه ته ورکړه، چې زه ورسره وګړيږم. فون يې ورکړ. يون استاد ورته وويل چې تر چاريکاره ګوزاره وکړئ، هلته به تاسې ته بل موټر ونيسو. هغوی ورسره ومنله، ما ته يې وويل چې په ځوانانو کې داسې د پاخه عمر سړی په هغه موټر کې څوک دی چې دوی سره يې بدرګه کړو؟
که څه هم زه په دې پوهيدم چې صابرخان بې ريا د ځوانانو په ډله کې خوښ دی، خو خدای خبر ولې مې ورسره رخه پيدا شوه او دی مې ورته په ګوته کړ. يون استاد وويل چې فون ورته وکړه او دې خبرې ته يې تيار کړه.
بې ريا صاحب ته مې فون وکړ. خيردې يوسي ډېر شريف سړی دی، په فون کې يې راته وويل چې په دواړو سترګو زه به ورسره د سفر ملتيا وکړم. په دې وخت کې زما په خيال کې صابرخان داسې ښکاره شو چې ښي لاس به يې حتمي په سينه ايښی وي. د يادولو وړ ده چې دځوانانو د ډلې مشري محمديار کوله او داود تپان په کې هم خپله سرتنبه ګي نه وه هيره کړې. دا سروش يې ځکه په سر کې نه راولم چې دی غلی وي، خپله څه نه وايي، خو د بل په ټوکه او طنزيه جملو دومره مکاره خندا وکړي، چې دسړي په دين او مذهب اور بل کړي.
چاريکارو کې ورته موږ ودريدو. لږه شيبه لا تيره نه وه، چې کاشتر راورسيدو. دلته نو مشرانو په دې خبره ټينګار کاوه چې د بې ريا په شمول به محمد يار هم له موږ سره ګډ سفر کوي. محمد يار هم د خپل ذوق قرباني ورکړه او له مشرانو سره په کرولا موټر کې سپاره شول. په دې دوران کې راته سروش وويل چې ته او خدای چې له هغې موټر نه راکيوزه او موږ سره سپور شه، دې خبرې ته مې سخت زړه وتخنيده خو خدای خبر ولې زړه نا زړه شوم. تر ډېره به کله ما سروش ته فون کولو او کله به چې هغه راته فون وکړو، نو دا غوښتنه به يې په سر کې وه چې د دوې سره په موټر کې سفر وکړم.
له چاريکارو هاخوا مې په پراخه سمسورې سيمې سترګې ولګيدې، کمره مې تياره په لاس کې نيولې وه، د لينډکروزر له وروستي سيټ نه مې عکاسي کوله. په دې وخت کې مې محبوب ته وويل چې دا کوم ځای دی چې بيا يې له عکسونو سره نوم هم وليکم. چې محبوب په ځواب کې خړی متی شو، نو استاد صميم راته ځواب راکړ، ويل يې دا د جبل السراج سيمه ده. لږ وړاندې چې لاړو، نو د جبل السراج بازار باندې ننوتو، د بازار په منځ کې يو سرک ښي لور ته ګرځيدلی و، دا يو پيچومی و، ويل يې دا لاره پنجشير ته تللې ده. يو ځغلند نظر مې پرې واچاوه او نوره مو خپله مخه ونيوله.
تر دې وروسته نود سالنګ د غرونو لړۍ پيل شوه، څومره چې وړاندې تلو هومره دره ښکلې کيده. ځای ځای، دغره په لمنه او غونډيو کې واړه واړه خو سمسور کلي مخې ته راتلل . له غرونو او ناوونو څخه چې کومې اوبه خوړ ته راپريوتلې نو په ډېره مستۍ به په يوه کاڼي او بل کاڼي لګيدلې. په ټوله لاره د توت ونې ډېرې ليدل کيدې. استاد يون د خپل يوه شماليوال شاګرد کيسه کوله. استاد ترې پوښتنه کړې وه چې په کلي کې يې ځمکه شته او که نه. شاګرد ورته ويلي وو چې ” بلې! استاد يک اندازه خو داريم،“ استاد ترې بيا پوښتنه کړې وه چې درې جريبه، څلور جريبه او که زياته؟ شاګرد ورته ويلي وو چې ”فضل خدا است يک هفت درخت توت داريم.“ څومره چې مخ په بره ختو هومره به شيبه په شيبه هوا سړيده. دلته په نيږدو غرونو کې واورې هم ښکاره شوې چې په دې سور اوړې کې يې ډېر خوند کاوه. څو پيچومي چې مو ووهل، نو تر شاه مو ډېره په زړه پورې منظره پريښې وه. همدلته ودريدو، تر هر څه مخکې مې سګريټ ولګاوه، او بيا مو په ګډه سره عکسونه واخيستل او حرکت مو پيل کړ.
په همدې لاره کې د سرک په سر يو زيارت هم جوړ و، استاد صميم ته يې کيسه مالومه وه. ويل يې دا ګرځونی د کلينډر په نوم ياديږي. کيسه داسې وه چې کوم اوږد موټر چې له سپرليو ډک و، بريک يې کار پريښی و. کلينډر ورته ډېرې پانې او اړمونه لګولي وو خو موټر د ايساريدو نه و. نيږدې وو چې موټر کندې ته ولويږي، بس کلينډر ورته خپله اوږه ورکړې وه، موټر دريدلی و. خو کلينډر د شهادت جام نوش کړی و او لسګونو انسانانو ته يې ژوند د خپلې قربانۍ په بدل بخښلی و.
څو ځايه د سالنګ په دالانونو ورننوتو، اوس هم څڅيدل، دالانونه يې د وارو او غر د راښويدو له وجې جوړ کړي و. د سالنګ تونل روسانو جوړ کړی دی چې په سيمه کې تر دې اوږد تونل نه شته . له څو دالانونو چې ووتو، د سالنګ په تونل ورګډ شوو. استاد صميم وويل چې د شپون صاحب شين ټاغی له دې ځايه پيليږي.
د سالنګ تونل اوږد او زړه تنګی و. تپه تياره په کې وه. يوه ښه شيبه مزل چې مو وکړ، نو په تونل کې برقونه لګيدلي وو خو تته رڼا يې کوله. د موټرو د برقونو رڼا هم سم کار نه کاوه. د تونل نه په وتو مې زړه يو څه ډاډه غوندې شو، د لوړو غرونو لړۍ يوه په بل پسې لا ښکلې کيدله. يوه اندازه مزل چې مو وکړ، نو دلته مو يوه بله دمه وکړه. له موټره راکوز شوو. ډاکټر صاحب روهي مې پام هغې ناو ته ورواړاوه چې د شيدو په څير اوبه په کې راروانې وې. ډاکټر صاحب ويل چې د دې ناوونو اوبه په هر ګرځوني کې زياتيږي او بلاخره په يوه مست او څپاند سيند اوړي.
د دوشاخې په نوم يوه آباد ځای ته ورسيدو چې هوټلې په کې وې او څو موټرې په کې ولاړې وې.
دلته د شمشاد تلويزيون ټيم هم دمه کړې وه. زموږ موټر چې يې وليدو نو شرر ساپی او قيوم مشواڼی زموږ په لور راوخوځيدل. موږ هم له موټر نه ښکته شوو او له دوی سره مو ګډ عکسونه واخيستل. دوی ډوډۍ خوړلې وه او موږ د ډوډۍ خوړلو په خاطر يوه هوټل ته ننوتو. دوی هم حرکت وکړ. موږ يوه ښه شيبه دلته ايسار شوو. د تګ تابيا مو کوله چې وروستی کاشتر هم راورسيده. دوی سره مو هم ګډ او ځينې نازولو سره مې جوړه عکسونه هم واخيستل. سروش يو ځل بيا وويل چې موږ سره ځای شته دی، ته او خدای چې راکوز شه. ما ورته وويل چې زما هم زړه کيږي چې په ګډا او اټن له تاسې سره ولاړ شم،خو د استاد يون نه راته اجازه واخله. هغه يون صاحب ته وويل چې عابد وايي چې له تاسې سره تنګ شوی دی. موږ سره به لاړ شي. يون صاحب ما ته وليدل، زه وشرميدم او سروش ته مې وويل چې ما کله ويلي دي چې دوی سره تنګ يم. او بله دا چې زما خوڅه مازغه نه دي خراب چې ستاسې په ډله کې درګډ شم. که سروش غلطه خبره نه وه کړې نو دا چانس مې له لاسه نه وتو. دوی ډوډۍ خوړلو ته ايسار شول او موږ بيا خپله مخه ونيوله. يوه ښه شيبه مزل مو چې وکړ، نو د سالنګ هاخوا غرونه مو وهلي وو چې ځای په ځای په کې ښکلي او سمسور واړه واړه کلي مخې ته راتلل. په لاره ډېر پلونه هم مخې ته راتلل. دلته راته محبوب وويل چې اوس درته هغه پل ښيم چې پسرلي ورته شعر ويلی دی او هغه شعر ستا ډېر خوښ هم دی. ما ويل پل فرشتګان يادوې، ويل يې هو.
په دې وخت کې ډاکټر صاحب خوشحال مخ راواړاوه او ويې ويل چې له شماليوال سره ناست يې مزې دې وکړې، ښه دې پرې ځان بلد کړ. ما يوه طنز اميزه موسکا وکړه او ورته مې وويل چې نه مړه، چې چيرته لوحه وويني بيا ما ته ووايي چې دا پلانی ځای دی. ډاکټر صاحب ښه په زور وخندل او بيا يې زما خبره نورو استادانو ته تيره کړه. هغوی هم وخندل.
د يوه پل په سر يې ليکلي وو چې پل فرشتګان. ما د پل لمرخاته خواته وليدل چې وړوکی خو ډېر ښکلی کلی چې ايله درې څلور کورونه به په کې جوړ وو، په نظر راغی. محبوب ته مې ويل چې حتماً پسرلي صاحب دې کلي ته شعر ويلی دی. له فرشتګان پل پرته نور پلونه هم وو چې اوس يې نومونه نه دي راته ياد. يوازې د پل ملخان نوم مې په ذهن کې پاتې دی چې د فرشتګان پل سره نيږدی و. يوه ښه شيبه مزل مو چې وکړ، نو په يوې آبادې اوپراخې سيمې ورننوتو. دې سيمې ته يې خنجان ويل. په دې سيمه هم تير شوو او له ښکلي طبيعت نه مو خوند واخيست. تر دې وروسته بيا د دوشي په نوم سيمه وه. دې سيمې يو بازارګوټی هم لاره. خو چې د دې سيمې هم واوښتو، نو د پلخمري په ښارګوتي ورسم شوو. ښار ته په رسيدو مې اوتره اوتره ها خوا دې د ليونو په څير وکتل، تر ټولو لوړ تعمير باندې مې سترګې ولګيدې، ما ويل دا تعمير خو راته اشنا ښکاري. نه پوهيږم چې چا راته وويل چې دا د سيلو تعمير دی او د کابل د سيلو سره هيڅ توپير نه لري.
په ښارګوټي کې ګڼه ګوڼه زياته وه. ټکسيان او موټرې په کې هم زياتې وې. سرک يې دومره پراخه نه و. او نه په ښار کې دومره سپايي وه.
له استادانانو څخه يوه وويل چې لږ وخت کيږي چې د بغلان مرکز پلخمري ته راغلی دی. او دا ځکه چې په بغلان کې پښتانه ډېر وو، او چارواکي يې تاجکان دي. دوی بيا په پلخمري کې اکثريت دي. پلخمري نه په وتو کې وو چې محبوب وويل: دلته يوه باريکي شته بايد له لږې توجه نه کار واخلو. ټولو د محبوب په لور وروکتل. ډاکټر صاحب ترې پوښتنه وکړه چې د څه باريکي موجوده ده؟
محبوب وويل چي يوه لار مزار ته ګرځيدلې ده . هسې نه چې د کندوز په ځای مو د مزار لاره نيولي وي.. دا نو داسې وخت دی چې موږ هماغې دوه لارې ته رسيدلي وو چې دا لارې يې بيلولې. په يوه لوړه او پلنه لوحه يې غشي ورکړي وو چې ښي لور ته يې د کندوز او کيڼ لور ته يې د مزار لاره ښووله. دلته يو ځل بيا ټولو بې واکه وخندل. تر دې وروسته به چې هر ځای مخې ته راتلو نو ډاکتر صاحب به په شوخۍ له محبوب نه پوښتنه کوله چې دا کوم ځای دی. محبوب به پس له دې نه د هر ځای سره د ((لکه چې)) خبره يو ځای کوله.
کابو څه د پاسه يوساعت به مو مزل کړی و چې د بغلان په ښار ورګډ شوو. دلته مو هغه ځای هم وليدلو چې څه موده مخکې دښوونځي دڅوتنوماشومانو په شمول دپارلمان د اقتصادي کميټې مشر سيدمصطفی کاظمي په يوه ځانمرګي بريد کې شهيدان شوي وو. ورسره څنګ کې د لوبو يو ميدان هم و چې له فوټبال پرته په کې ځوانانو کرکټ هم کولو. په زړه کې راتير شول چې دا ځوانان هم زما په څير پيښور کې رالوی شوي دي.
په زاړه بغلان کې د زردالانو د خوړلو له پاره ودريدو. ماخان شينواری او محبوب د زردالانو پسې ولاړل. استاد يون شربت راواخيستل او ما هم سګريت ولګاوه او د استادانو نه لږ وړاندې ودريدم. مخامخ يو زوړ مارکيټ و چې ټول په کې ډاکټران او درملتونونه وو. کابو ټولې لوحې يې له يوې نيمې پرته په پښتو وې. همدلته ولاړ وم چې په لس پنځلس مترو کې درې تنه ځوانان زموږ په لور راروان وو. خپلو کې يې څه ويل او دريواړو زما په لور کتل. ماته چې ښه رانيږدې شول، ودريدل. يوه يې په فارسي وزمه اردو ژبه وويل:
_ کيا حال هی بهايی؟
_ ټيک هو، آپ کيسا هی؟
_ الله کا شکر هی. ايک بات پوچهو؟
_ پوچهی جناب.
_ آپ کيا کر رهی هين هماری ملک مين؟
_ ګهومنی آيا هون.
_ کيسا لګا همارا ملک ؟
_ بهت اچها لګا، قدرت نی آپ لوګو کو بهت اچها زرخيز سر زمين عطا فرمايا. آپ لوګ بهت خوش نصيب هين. آپ کی سرزمين پر انتا دلکش اور خوبصورت مناظر هين کی ديکهنی پر دل خوش هوجاتا هين.
_ شکريه. آپ لوګ همارې مهمان بنجای هم خوش هوجاتی هين.
_ شکريه بهايی ، همين اګهی جانا هين.
_ همين خوشی هويی که آپ سی ملاقات هوين کيونکه هم لوګو نی آپ کې ملک مين تعليم حاصل کيا هين اور وها جوان هوين هين.
_ هم بهی آپ لوګو سي ملکر خوش هويی.
_ آچها خدا حافظ.
خدا حافظ.
ځوانان چې رخصتيدل نوخوشحاله مالوميدل. ما فکر کاوه چې دوی به په دې خوشحاله وي چې له يوه غير ملکي شخص سره يې ليدلي دي. خو ما ځکه تعجب ونه کړ چې د داسې پيښو سره هره ورځ زه په کابل کې هم لاس او ګريوان يم. يوه ورځ د ملالۍ واټ کې پوليس ولاړ وو، او شخصي موټرې يې د کورنيو چارو وزارت په سرک نه پريښودل. زموږ د دفتر ډريور ورته وويل :
_ مهمان است. سفارت هندوستان ميبرمش.
عسکر ما ته وليدل او لاره يې خلاصه کړه. همدا رنګه په جلال آباد کې چې له مهاجرت نه وړاندې مې په کې پوره شل کاله تير کړي وو. هلته هم راته اکثره نوي ځوانان د شک په نظر ګوري. او کله چې پيښور ته ځم نو پاکستانۍ مليشه مې يوې غاړې ته کړي او په اردو ژبه رانه د پاکستاني پاسپورت غوښتنه کوي.
نور بيا
ستاسې باز
baz_moh1@hotmail.com