Salamona aw niki hilli mi waman
هيله لرم چې جوړ او رمټ به یاست . ستر څښتن (ج) مو تل روغ او هوسا لره .
تکړه او هڅاند بازه ! ستا د قلم د روانۍ کېسې مې ډېری اورېدلي او لوستلي دي . تېره ورځ مو چې غريز ولایت(کنړ)
ته تشريف وړی و .او د ( د کنړ سيند مشاعره يوه په زړه پورې خاطره) تر عنوان لاندې مو ډېر ښه یونلیک يا راپور کښلی و
نو زه د یو پردېس افغان په توګه له ستاسو څخه هيله کوم چې د اوار ولايت (کندز) هم یو بشپړ راپور وليکئ .
د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل دسالنګ نه هاغه خوا یوه لویه مشاعره کيږي . نو را پور يې هم بشپړ ليکل په کار
دی . چې ټول هېوادوال ترې خبر شي . هر چاچې په دې مشاعره کې منډې ترړې کړي وي , یوه نړۍ مننه ترې کوم ,کورونه يې اباد او په ځانګړي ډول د ښاغليو نیازمند صیب اواحساس صيب څخه ډېره ډېر مننه .
زه د کندز(مرکز) د زرخريد يم . خو اوس په پردېس کې ژوند کوم . نور مو ګران وخت نه نيسم . الله مو مل
نعيم جانه وروره ښه مې ورته زړه تخنيږي چې د کندوز يونليک وليکم خو دعا کوه چې لږ وخت پيدا کړم. بله دا چې له چاريکاره ونيسه تر شيرخانه بندره مې تاسې مسافرو ورونو ته ښه ډېر عکسونه اخيستي دي، چې هره ورځ به انشاالله يو البم منظرې په بلاګ کې ځای په ځای کوم. بله دا چې زه په ړومبي ځل له کابله تر کندوزه تللی يم ضرور به خپل يون ليک ليکم.
ستاسې ورور او خدمتګار عابد