د حمل د مياشتې ٥ نيټه وه چې د شپې راته اسرار کريمزي فون وکړ. ويل يې د کنړ سيند مشاعرې خبرتيا که ويبپاڼو ته ورکړې، نو بده به نه وي. په سهار مې همداسې وکړل.  د بهير پاڼې او خپل ويبلاګ ته مې خبر وکړ، تر څو چې مشاعرې ته د تلو وخت رارسيده د شل پنځه ويشتو يارانو تليفونونه راته راغلل او هر يو يې د تلوونکو په لست کې خپل نومونه راکړل.
د پنجشنبې په ورځ څه د پاسه يوه بجه به وه چې له دفتر نه ووتم او په لوکل ټکسي کې سپو ر شوم. د کلوله پشتې له لارې ښار ته روان وو چې په موبايل راته زنګ راغی. له هوکی سره سم يو نا آشنا خو خوږ غږ باندې راته وويل شول چې عابد صاحب تاسې خپله ياست.  د هو سره مې جوخت ورته وويل چې امر وکړئ. هغه راته کړه چې لمر نيازی نوميږم ، غواړم چې د کنړ سيند ته د تلوونکي کاروان سره ځان ملګری کړم. کاروان صاحب ته مې تلفون کړی و، هغه ويل چې عابد لږه شيبه مخکې له دفتره ووت او هغه هم د کنړ سيند مشاعرې ته روان دی، ما ورته وويل چې بس زه هم په ټکسي کې د عيدګا جومات پر لور روان يم، ته هم هملته ځان راورسوه هلته به سره ووينو. ورپسې د يحيی يعقوبي  چې د دوه ورځو راهيسې راسره په دې اړه فونونه کول چې دی هم کنړ سيند مشاعرې ته روان دی، فون هم راغی هغه ته مې هم د عيدګاه جومات پته ورکړه.
د عيدګاه جومات مخې ته چې ورسيدم، دې  هلته نه د فرهنګي يارانو له جملې څوک په نظر راتلل او نه هم کوم کاشتر ولاړ و چې موږ به يې تر کنړه رسولو. کريمزي صاحب ته مې فون وکړ، ويل يې چې تاسې هملته ولاړ اوسئ دا دی په شلو مينټو کې به کاشتر هم دروسيږي او زه هم. د ده سره لا د خبرو په دوران کې وم چې په موبايل مې بل زنګ راغی، دا له پکتيا نه سخي جان وفار يار و، دې هم دا انديښنه لرله چې زه موږ څو تنه ياران د عيدګاه مخې ته راغلي يو، خو هيڅوک په نظر نه راځي، ما ورته د خلکو د راتلو اطمنان ورکړ. وفايار صاحب په تلفون ځان راوښود ويل يې توره لنګۍ مې په سر ده او هغه ځای کې ولاړ يم چې کرزی صاحب په کې يو کال او بل کال راښکاره کيږي. ډېر ژر له وفار يار سره يو ځای شوم د سرک په غاړه مو پنځه شپږ کسه وليدل چې نا آشنا ښکاريدل خو کتابچې يې په لاسونو کې نيولې وې، ورته مې وويل چې که مشاعرې ته روان ياست، ټولو يې سرونه وښورول، ځان مې وروپيژندو او ټولو راسره د غاړې ستړې مه شي وکړه، کله مو نه وو سره ليدلي، خو ټول يې زما له نوم سره اشنا وو. ويل يې چې له بغلان څخه د ذبيح الله احساس په مشرۍ کې راغلي يو، احساس هم اوس راپيدا کيږي. لږه شيبه وروسته له پکتيا نه راغلي ياران د ساحل په شمول راپيدا شول. او د عيدګاه د مخې بر سرته چې مې وليدل، نو ډاکټر صاحب خوشحال روهي او  ايمل شمس  هم له ټکسې د راکيوتو په حال کې وو. له مخې سره مې روهی صاحب د سرک په غاړه ودراوه او خپل مشکل مې ورته داسې بيان کړل:
ډاکټر صاحب، زه کنړ ته روان نه يم خو نن شپه درڅخه په دې خاطر په جلال آباد کې پاتې کيږم چې د ترور د زوی مې واده دی. سبا سهار وختي د کنړ په لور حرکت درکوم. روهي صاحب هوښيار سړی دی، د يارانو مشکل ډېر ژر درک کوي. راته يې وويل چې سمه ده خو چې سبا ته بيا راشې، دايې هم زياته کړه چې په غضنفر صاحب مې هم ډېر کوښښ وکړ، نو هغه حاضر نه شو او ويل يې چې دا دوه ورځې ميلمانه لرو.
شيبه په شيبه د يارانو هجوم زياتيده. کاشتر هم راورسيده، له بغلان نه چې احساس کوم سپر کشتم موټر له ځان سره راوړی و، هغه هم راپيدا شو، خو ياران ورو ورو زياتيدل تر دې چې دا دوه موټره ورته ناکافي شول او مجبور شوو چې يو فلاينګ کوچ موټر بل هم کرايه کړو. څه د پاسه درې بجې به وې چې په موټرو کې سپاره شوو او د جلال اباد پر لور مو خرکت وکړو.  موږ چې په کوم موټر کې ناست وو، خوشحال روهي او ايمل شمس په مخکې سيټ کې وو، په دوهم سيټ کې زه، جلان، اشرف وحدت او محمديګل اوبرنګ کيناستو، صابرخان بې ريا، ګل محمد آريوبي لمرنيازی، او نور ياران په دوه وروستيو سيټونو کې ناست وو.
محمديګل اوبرنګ له حرکت سره سم په پوچ مجلس پيل وکړ، ډېر کوښښ مې وکړ چې په اشاره يې پوه کړم، چې بې ادبه مه کوه چې مشران راسره ناست دي، خو هغه به په لوړ غړ وويل چې په سفر کې مشر او کشر نه وي مالوم. له پل چرخي نه چې  واوښتو، نو په دې بهانه مې غلی کړ چې فی البدبهه مشاعره کوو. اوبرنګ ته مې وويل چې د بکواس ويلو پر ځای کوشش وکړه چې په طرحه شعر جوړ کړای شي.
يوه کمزورې طرحه مې په دې نيت  وټاکله  کم له کمه د اوبرنګ له اپلتو خو به تر يوه وخته په امان کې پاتې شوو. طرحه داسې وه:
له کلي ووتمه ښار به نيسم
ځم د جانان ديدن ته لار به نيسم.
صابر خان بې ريا او محمديګل اوبرنګ دواړو په خپل خپل انداز کې بيتونه پسې جوړول خو نورو يارانو پرې سر هم ونه ګراوه. زما نور بيتونه په دې ډول دي:
ګوندې کوم ښکلی په ما پيښه وکړي
ورته لمن د انتطار به نيسم
جلان تندي ته ټس ورکړ، ويل يې چې دا لاندې نيم بيتی ما په دومره توپير جوړ کړی چې ستا د ورته پر ځای مې ستړې راوړې وه خو ړومبی نيم بيتي باندې مې سوچ کاوه.
بې صبره نه يمه چې شور به جوړ کړم
ستا د ښايست کلي ته وار به نيسم
يو تندی تريو کړي بل موسکی غوندې شي
يو ته به ګل او بل ته خار به نيسم
که ستا تر دنګې غړۍ ونه رسم
خپله غړۍ وړمه او دار به نيسم
تر يو وخته خو مو د مشاعرې په بانه اوبرنګ غلی وساته. خو چې د مشاعرې لړۍ پرې شوه، نو بيا خدای اوبرنګ ته ورکړه.
له سرخه کانو څخه تير شوي وو چې د مازيګر د لمانځه له پاره تم شوو، هلته اوبرنګ راته کړه چې تا کې خو دا ښه ځواني نه شته خو زه مجبور يم چې درې څلور بوتله شربت په خپلو پيسو راواخلم او دې ميلمنو باندې يې وڅښم. همداسې يې وکړل او پټ يې راته غوږ کې وويل چې ډېره شوخي مې په لار کړې وه، ته خپه نه شې د ټول ننګرهار سترګې مې په دې شربتو جګې کړې. هاهاهاهاها.
مازيګر ورو ورو خپل ټغر ټولاوه چې د جلال آباد ښار ته ورسيدو. عظمت شينواري ته مې فون وکړ، فون يې بل ملګري واخيست او ويې ويل چې څه اولمانه ورپسې راغلي وو هغوی سره کلي ته تللی دی.
په جلال اباد ښار کې مې خالد رستټورنټ چې زما د رشته دارو دی، ځان ورساوه. هلته مې يوازې نعمت الله چې  د روشن کمپنۍ  نماينده ګي ورسره ده، هغه ته مې خپل ټول پروګرام ورکړ چې نن شپه واده کې سبا کنړ ته او بلې شپې ته به ځان هوټل ته رارسوم. زه په دې خبرو کې اوم چې له کابل نه واده ته تللي دوه تنه د کوټې ياران هم راپيدا شول. له مخې سره يې وويل چې د شيرزي لوبغالي د ليدو نيت مو کړی دی. زه هم ورسره شوم او لوبغالي ته ولاړو، هلته مو دوه تنه نور کليوال ياران وليدل چې له کابل نه تللي وو. ويډيو کمره مې ځان سره وړې وه او په تياره ماښام چې د برقونو ښه جشن په کې جوړ عکاسي وکړه. د ټولو يارانو دا دعا او غوښتنه وه چې شيرزی صاخب دې خدای يو پنځه کاله د ننګرهار والي لري، چې همداسې د آبادۍ کارونه پر مخ بوځي. په شيرزي لوبغالي کې له رسټورنټ ، کنټين او سالون پرته د لوبو داسې ميدان چې په افغانستان کې يې مثال نه ليدل کيږي، هم شته دی، له دې پرته د لامبو خوض، رنګداره فوارې، پارکونه او بلاخره د سپورت له پاره ډېر امکانات برابر شوي دي. دا مې تر ډېره وليدل او بيا د واده پر لور روان شوو. هلته مې وليدل چې پنځوس شپيته تنه زما کليوال چې نيمايي يې په کې زما رشته دار هم وو، وليدل. د ماښام ډوډۍ ورکول کيده، زه هم د خدمتګارانو په ډله کې ورګډ شوم او د غوريو د ويشلو کار مې ونيوه. په دې وخت کې راته داوود وفا تليفون وکړ او له مخې سره يې وويل:
پيره! چيرته يې؟ 
د وفا صاحب د دې پوښتنې سره سم را ياد شول چې تيره ورځ مې ورته د همدې واده بلنه ورکړې وه. له مخې سره مې ورته وويل چې بخښنه غواړم چې زه همدا اوس د واده ځای ته راورسيدم او هغه د چا خبره د مرګي هير شې. بس راځه له خيره د استاد اسمعيل يون کور خو به دې ليدلی وي، بس په همدې کور کې د ميلمنو له پاره ترتيبات نيول شوي دي. خو هغه راته وويل چې زه او عزت الله ساغر خو ستا د تليفون په طمعه وه خو اوس په يو بل واده کې يو، بيا چې موسيقۍ پيل شوه نو موږ ته احوال راکړه.
 نهه بجې به وې چې د موسيقۍ د اوريدو په لور وخوځيدم، د موسيقۍ له پاره يې د راډيو تلويزيون د ودانۍ تر څنګه نه پوهيږم چې اوس ورته د کوم حاجي صاحب هوټل وايي خو د خلقيانو په وخت کې يې ورته دوستي پلورنځی ويلو.
له پيښور نه يې اشرف ګلزار راغوښتی و او د شپې تر يوې نيمې بجو پورې يې  ښې مروجې سندرې وويلې. له مخې سره مې وفاصاحب ته تليفون وکړ. هغه وويل چې موږ در روان شوو. نيم ساعت به لا تير نه و چې عزت الله ساغر او وفا صاحب راورسيدل.
تر يوولسو بجو راسره ناست وو، او ښې ډېرې غورې مې د پروګرام له سالون نه بهر په چمن کې سره وکړې. دوی سره د خبرو په دوران کې می په زړه د خدای ( ج) يو نازولی چې زما په زړه حکومت کوي راياد شو. هغه ته مې فون وکړ، خو موبايل يې ځواب نه ورکاوه. نا اميده د پروګرام سالون ته راوختلو، وفاصاحب د چايو ډک چيانک له آشپزخانې څخه راوړ او په خوند خوند مو وڅښلې. دوی د وتو په وتو کې وو، ما د سالون تر دروازې بدرګه کول چې دروازې ته ورسيدو نو د خدای هغه نازولی هم راغی او دوی مې لا رخصت کړي نه وو چې کلکه غاړه مې ترې واخيسته. او بيا مې له دوی سره خدای پاماني وکړه. نازولي راته وويل چې ويده اوم يوه ډډه خوب مې هم کړی و، ناڅاپه راويښ شوم او ستا د تيرې ورځې فون راياد شو چې ويل دې واده ته به د شپې لخوا راځې، او دا دی په نيمه شپه مې ځان راورسوو. ما ورته فقط دومره وويل چې له غر نه لوې احسان دې پر ما وکړ او هغه موسک غوندې شو.
وفاصاحب سره مې خبره داسې ګنډه کړې وه چې د هغه په موټر کې به سبا سهار وختي د کنړ سيند مشاعرې په لور حرکت کوو. سهار شپږ بجې وې چې له خوبه پاڅيدم. وفا صاحب مې د فون په غږ له خوبه ويښ کړ، ويل يې چې پوهنتون کې يو په درتګ کې به پوره يو ساعت لګي. بيا به کامې ته ځو او هلته نه به ډاکټر صاحب فرهاد احمدخليلزی او بهير هم له ځان سره را اخلو چې هغوی هم په طمعه دي چې کنړ سيند مشاعرې ته ولاړ شي.
اته بجې به وې چې وفاصاحب دوی راغلل او د کامې پر لور مو حرکت وکړ.  خليلزی او بهير هم نيمايي لار ې ته را رسيدلي وو. د هغوی سره مو د روغ بړ پر وخت د ډاکټر تکل عبدالرحيمزي مشر ورور اکرم  وليده هغه هم ډېر ټينګ شو چې د يوې پيالې چايو له پاره ورسره ولاړ شو خو موږ کنړ سيند مشاعرې ته روان وو او دا عذر معقول و.
کنړ ته ورتګ زما په ړومبي ځل وو، په لاره به وفا صاحب يو يو کلی او ولسوالۍ راپيژندلې او ما به يې له ليدو نه خوند اخيسته. ښېوې ولسوالۍ ته چې ورسيده ويل يې دا ښيوه ده دې سيمې ډېر کتابي او ولسي شاعران وخت پر وخت درلودلي دي. لکه تسل ښيوه وال، ولسي شاعر توکل د ښيوې او داسې نور هم درواخله. ښيوه د ننګرهار ولايت هغه ولسوالي ده چې د کنړ ولايت سره بريد لري.
په يوه لنډکۍ چړاهي چې وروختو، ويې ويل چې دا چړاهي ننګرهار او کنړ سره بيلوي. دلته بايد يوه خبره ورزياته کړم چې جاپانيانو په دې وروستيو کلونو کې يو وړوکی کانال د کنړ له سيند څخه را بيل کړی او د ښيوې ډېرې ځمکې خړوبوي.
له چړاهي چې واوښتو له سيند نه پورې غاړه مو په سمسوره سيمه سترګې ولګيدې ويل يې دې ته د زيړي بابا کلی وايي. بس څومره چې پر مخ تلو هومره سيمه سمسوريده. تر ډېره راسره د سرک لمر پرواته د سرک پر غاړه له عضمتونو ډکو غرونو ملګرتيا کوله او لمر خاته يې ته راسره سيند تر کنړه پورې ملګری و. په لاره مې وفا صاحب ته وويل چې د کنړ دا ښکلې درې د سوات سره دومره توپير لري چې دلته په نيږدې غرونو کې نښتر نه دي ولاړ او کرونه يې کنکريټي نه نور فطرت يې بيخي يو شان دی. وفا صاحب ويل چې دا ځکه چې دا ټوله يوه سيمه ده خو د ډيورنډ دې خدای کور وران کړي.
 يوولس بجې وې  چې د کنړ مرکز چغرسرای ته ورسيدو. ايدريس غروال چې د مشاعرې د جوړولو د فعالو غړيو څخه دی، فون مې ورته وکړ. په فون کې نه پوهيږم څوک به و چې شعر لې دکلمه کولو. هغه غروال په ورو غږ راته وويل چې بس د اطلاعاتو کلتور رياست ته ځانونه راورسوئ.
رياست ته په رسيدو مو وليدل چې بې حسابه خلک راټول شوي دي. غروال هم له ستيج نه راکيوتی و له روغبړ وروسته يې څو تنو ځوانانو ته اشاره وکړه چې موږ ته چوکۍ پرېږدي. موږ هم کيناستو. نعمت الله کرياب مې د ستيج مخې ته راغی او د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس اورنګ صميم ته د شعر ويلو بلنه ورکړه.
ما ستيج ته کتل چې د کنړ والي سيد فضل الله واحدي، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد اصف صميم، حاجي حسام الدين حسام، نبي صلاحي، غفور ليوال او ډاکټر خوشحال روهي  له ستيج سره د ميلمنو په توګه ناست وو.
تر اورنګ صميم وروسته يې حبيب الله زړه سواند شينواری وروغوښت،  هغه د خپلو خبرو په دوران کې وويل چې په دې لاره چې راتلو نو رفيع صاحب ته مې ويل چې د کنړ دا ښکلې درې د سوات له درو سره څومره  ډېر مشابهت لري. دلته ما وفاصب ته په ټوکه وويل چې زړه سواند صاحب خو به د اويا کلونو وي او په دې اويا کلونو کې به يو شل ځل کنړ ته راغلي وي، خو دې په دې شل ځل راتګ اوس ايله دا محسوس کړه چې د کنړ درې د سوات له درو سره مشابهت لري، خو زما مشاهدې ته دې پام و چې په ړومبي ځل مې ورته د سوات دره وويله هاهاهاهاها.
شل  پنځه ويشت مينټه وروسته راته کرياب صاحب بلنه د شعر ويلو بلنه راکړه زه هم نيغ ورغلم او دوه عشقي غزلې مې وويلې چې يوې بله نفي کوله.
دشعر ويلو وروسته مې ګران ورور سميع الله سعيدي راوغوښت او ويډيوي کمره مې ورکړه چې د غونډې ستيج او ټوله غونډه راته عکاسي کړي، هغه هم په ډېره مينه دا کار سر ته ورسوو. يوه خبره دلته بايد وکړم چې که څه هم هوا ډېره توده نه وه خو مشاعره په سپن ميدان باندې وه او د لمر وړانګې په وجود ښې نه لګيدې. ځينو کسانو لکه د اسد دانش ډلې ځانونه يې د ديوالونو سيوري ته رسولي وو، خو دا نور کسان چې غالباً شمير به يې تر پنځو سوو زيات و، لمر ته ناست او زما په خيال لمر ته د ناستې توان به خلکو ته دې خبرې ورکولو چې د ستيج پر خوا کې ډېر قدرمن مشران لمر ته مخامخ ناست وو او نورو خلکو مخونه نه سټونه لمر ته مخامخ وو.
څه کم يوه بجه وه چې د مشاعرې لومړۍ ناسته د ډوډۍ او لمونځ په خاطر پاسيده. ټولو راغلو شاعرانو يو بل ته ستړي مشي پيل کړه ، په لسګونو ځوانانو سره چې له ننګرهار او کنړ څخه وو مخامخ شوم چې په نومونو مو سره پيژندل خو ليدلي مو سره نه وو.عکسونه مو سره واخيستل. ټولو ميلمنو ته يې له د وخته د ډوډۍ خوړلو په خاطر واړه واړه کارتونه ورکړل. استاد ابراهيم همکار، سعيدي صاحب او يو کس بل چې د ادبياتو محصل و خو نوم يې راته په ياد کې پاتې نه شوو، سره يو ځای هوټل ته وختلو. هلته يو چا وويل چې کارتونه چيرته دي؟ ما فکر وکړلو چې دا به هغه کس وي چې کارتونه ټولوي. له جيب نه مې کارت راواخيسته او ورمې کړ. خو کله چې يې موږ ته ډوډۍ کيښوده نو د هوټل شاګرد له موږ کاروته وغوښتل، ما ورته وويل چې له ما نه خو يو کس واخيست. هغه وويل چې کارت نه وي موږ ډوډۍ نه شو ورکولی. يو څه ټکنی غوندې شوم، هغه موږ سره د ادبياتو هغه محصل جيب ته لاس کړ او اضافه کارت يې را وايست او ورکړ کنه نو د ډوډۍ خوړولو چانس مې له لاسه ورکړی و.
همکار صاحب وويل چې هغه چا چې کارت غوښته مالوم شو چې هغه هم نابللې ميلمه و او ستا په کارت يې ډوډۍ نوش جان کړه.
له ډوډۍ خوړلو وروسته  د آزادۍ راډيو محلي خبريال روح الله انوري ډېره شله ګي کوله چې کوم دوست يې ډېر دوستان چايو ته بللي دي او موږ به هم ورسره ځو. خو وفا صاحب ورته وويل چې موږ هم څوک په طمعه کړي دي چې چايو ته به ورځو.
د بازار په منځ کې د ډاکټر صاحب ماليار کور و، ډاکټر صاحب  تر ډاکټرۍ زيات فرهنګپال او تجار دی. هوجرې ته يې ننوتو. هلته څو کسه نور هم دسترخوان ته ناست وو، ډوډۍ يې خوړلی وه او په ميوو خوړلو يې پيل کړی و. دا څو تنه ځوانان د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي د وروستي کال محصيلين وو، چې يو يې په کې د ډاکټر صاحب ماليار زوی ډاکټر طارق هم و. د ميوو خوړلو او چايو څښلو په وخت کې مو د ډاکټر صاحبانو سره خبرې کولې هغه يو يې ويل چې زه به پيښور کې افغان ادبي بهير ته کله کله درتلم د بهير غونډې ډېر منظمې وې او دا نننۍ غونډې خو بيخي نظم نه درلود. ما ورته وويل چې ړومبی ځل و، کيدای شي چې په دوم ځل دا نيګړتيا له منځه يوسي.
ډاکټر صاحبانو غوښتل چې په ٢٧٠ مخونو کې خپلو د تاثراتو يو کتاب په ښه معيار چاپ کړي او دايې هم ويل چې موږ هر يو تن له خپله جيبه پيسې اچولي دي. خو په کابل کې چې هرې مطبعې ته نيږدې کيږو نو قيمتونه يې له اسمان سره خبرې کوي. ويل يې که تاسې څوک پيژنۍ چې دا کتاب موږ ته چاپ کړي.
ما له مخې سره اسد دانش ته فون وکړ او د دوی سفارش مې ورته وکړ. دانش لالا دې خير يوسي ويې ويل چې ډاکټر صاحبانو ته ووايه چې تاسې د سړي په سر هر څو روپۍ اچولي وي، هغومره په لست کې زما د نامې هم وليکئ او چې په کوم قيمت ستاسې خوښه وي په هغې به يې درته چاپ کړم. ډاکټرانو ته مې د دانش صاحب د کابل نمبر ورکړ. هغوی رخصت شو او موږ هم د ډاکټر صاحب ماليار له کوره رخصت واخيست او د چکر په نيت ووتو او مخ په اسمار مو حرکت وکړ. له بازاره چې ووتو، د له سينده پورې غاړې ته مې چې وليدل نو ډېره ښکلې سمسوره دره چې ډېر مساحت يې لرلو، وفا صاحب ويل چې دې درې ته مروره وايي، ايدريس غروال د همدې مرورې دی. مرورې هغه دريم غر چې تک تور ښکاري دا د پاکستان سره سرخد دی. دا توروالی يې د نښرو شينوالی دی. هلته د بارډر دې غاړې ته افغاني عسکر او هغې غاړې ته يې پاکستانۍ مليشه پرته ده. ډېره زياته باراني سيمه ده. ساعت کې پرې باران وي او ساعت پس چې ګورې تک شين وي، ډېر ښکلی طبيعت لري.
تر يو ځايه مو لار ووهله، خو تر اسماره ځکه لاړ نه شو چې بيا راباندې ناوخته کيده او د کڼړ درې ښکلا مو په تياره کې نه شوه ليدی.
درې بجې وې چې د کنړ له ښاره مخ په جلال آباد راروان شوو. په لاره بيا هماغه ښکلې او سمسورې درې وې چې په ليدو يې سترګې نه مړيدې.
په يو ځای د  ډېر اوږد عرض په سيند يو کيبلي پول جوړ شوی و. دا پل خاص کنړ ته تير شوی و. د تور سرک په غاړه درې څلور دکانونه او د عسکرو پوسته هم موجوده وه دلته مو موټر ودراوه او د سيمې له خلکو مو پوښتنې د سيمې او پل په هکله پوښتنې کولې چې په دې کې مجاور چې زموږ د بهيروالو له جملې څخه دی او په کابل کې د ادبياتو د پښتو څانګې محصل دی، دوی درې څلور کسه راغلل او له روغبړ نه وروسته يې وويل:
د کنړونو ولايات له درې کنړونو څخه جوړ دی چې دوه کنړونو يې خپل نومونه لا لاسه ورکړي چې کوز کنړ ته يې اوس څوکۍ وايي او بر کنړ ته يې چغرسرای، خو دا چې موږ او تاسې په کې ولاړ يو دې لا خپل نوم ژوندی ساتلی دی. دې ته خاص کنړ وايي. زه او دا زما ياران د خاص کنړ دی. دا پل پي ار ټي جوړ کړی دی او دا اوس چې په سيند کې دا کارګران ووينې چې ستنې ښخوي، دا د موټړو له پاره پل جوړوي چې خاص کنړ به له سيند نه پورې غاړې ډېر کلي له مرکز او حتی له مرورې سره وصلوي. دلته موږ د شپول په نوم يوه ادبي ټولنه هم جوړه کړې ده چې سوژه مو د افغان ادبي بهير څخه اخيستې ده.
مجاور او يارانو يې ټينګار کاوه چې شپې ته به ورسره ايساريږو. خو دې خبرې امکان ځکه نه درلود چې موږ سره ډله کې دوه د پوهتنون استادان چې يو يې عزت الله ساغر نوميده چې شاعر هم دی او د ادبياتو د پوهنځي د انګليسي ډيپارټمنټ استاد و او بل يې هم داود وفا چې د پښتو څانګی استاد و او دوه هم ډاکټران وو چې هغوی هم بايد سبا خپلو وظيفو ته ځانونه رسولي وو.
مجاور به بار بار دا ويل چې کنړ ته څوک راشي او خاص کنړ ونه ويني دا راتګ يې څوک کنړ ته راتګ نه حسابوي. تاسې خو يوه شپه وکړئ چې خاص کنړ درباندې وګورم.
له دوی څخه مو رخصت واخيست.
له کنړ نه په راوتو کې وو چې د سرک په غاړه مو په  استاد ابراهيم همکار، سيداګل امله وال، سميع الله سعيدي او يو ځوان بل هم  و چې د مرګي دې هير شي نوم يې راڅخه هير شو، وليدل. دوی د مازيګر لمونځونو ته ته ودريدلي وو. موږ هم ورسره ودريدو او يوه شيبه مو سره غورې وکړې.
دوی چې رخصت شول نو همدلته د کبانو کړاهي هم لګيدلی و او تازه کچه کبان ورسره په شور کې پراته وو. بس يارانو ويلې چې کبان خوړل غواړي، يو چارک کبان مو ورته وويل او موږ د سيند په غاړه کيناستو او د کنړ د څپاند سينو له زوږه مو خوندونه اخيستل.
د کبانو له خوړلو وروسته مو بيا حرکت پيل کړ او ډېر ژر د کنړ له سيمې راووتو او په ننګرهار ورګډ شو. په لاره کې داسې فيصله شوه چې ما او استاد عزت الله ساغر به تر ښاره رارسوي او وفا صاحب، خليلزی صاحب او ډاکټر بهير به بيرته کامې ته ستنيږي.
د ماښام اوه بجې وې چې موږ ترې د مخابراتو څلور لارې کې کيوتو او دوی د کامې په لور حرکت وکړ.
2008 کال د مارچ ٣١ نيټه