د بازمحمد عابد دا لاندې غزل چې ما لوست نو له مخې سره مې د عابد مينه ناک زړه او مينه ناکه څيره مخې ته ودريده او دوه بيتونه مې بې واکه له خولې ووتل او همدې عابد ته مې ډالۍ کړ. د عابد د هغې  غزلې  يوازې دوه بيتونه ليکم او بيا خپل دوه بيتونه چې عابد ته مې ډالۍ کړي دي.
عابد ليکي:
څه سر مې خوږيږي چې يار ي کوم
بس دی نوره خپله غريبي کوم
خير دی که په ګرانه راته پريوزي
زړه نه دې وباسمه خواري کوم
زه ليکم:
ته کشتۍ د بخت له کوم توپان وباسې؟
ته خو مينه کې نور زړه له ځان  وباسې
د زرګرې زمانې څټک به وخورې
له لمبو نه چې دې خپل جانان وباسې
په ټوله مينه
عبدالمجيد عارف/ خوست

٠٧٠٨١٩٨٤٢٣