تر هغې دې انتظار کوم جانانه
څو چې ستا زړګي ته لار کوم جانانه

ډېر مې ستا د راتلو لارې دي څارلي
لا دې ګورم، لا دې څار کوم جانانه

تل به ستا د مينې کر په کې تازه وي
له زړګي مې دا اقرار کوم جانانه

دا خړ کلی دې په تا باندې ودان وي
زه ګيلې له دغه ښار کوم جانانه

ستا په خيال له نورو ښکليو وزر تاو کړم
اخر باز يمه څه ښکار کوم جانانه

٢٠٠٨/٠٤/٠٧

کابل، افغانستان