زه سيد محمد مسكين د الحاج وزير محمد زوى د خوست ولايت د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حسن زيو كلي اوسيدونكى چې تقريباً دا ۲۵ كاله د معيوبيت  او محتاجۍ پر بستر پروت وم .خو الله راته خواخوږى، زړه سواند او مهربانه انسان چې د ډنمارك په هيواد كې د افغان مهاجر په صفت شپې او ورځې تيروي ښاغلى عرب شاه چمتو صاحب سبب كړچې د معيو بينو لپاره د ځانګړي جوړ شوي موټر سايكل مرسته ئې راسره وكړه او د خوږ ژبي او نازك خياله شاعر ښاغلي پير محمد كاروان صاحب په لاس يې راته تسليم كړ. زه د دواړو بشر دوسته انسانانو څخه يوه نړۍ مننه كوم،چې پدې مرستې سره يې زه د معيوبيت له ژوند څخه تر يوې كچې پورې رابهر كړم او د ټولنې سره يې بيا ونښلولم د دواړو ښاغلو دې كور ودان ،بچي يې لوى،صحت يې تل او د نورو مرستو په هيله....
لنډا دا چې ....

                           تيروي خو ژوند د ځان لپاره هر څوك
                          ژوند هغه دى چې د بل په خدمت تير شي

د زړه په مينه .                
سيد محمد ميسكين  خوست مندوزى