اجمل پسرلي چې د افغان ادبي بهير مشري يې په غاړه درلوده وويل:
نن چې پوره لس کاله وروسته ما په بهير کې ګډون وکړ، باور وکړئ چې زه يې تيرو يادونو ته وروستم او ډېر خوند مې ترې واخيست. اجمل زياته کړه: لکه څنګه چې يې زه لس کاله پخوا وختونو ته بوتلم همداسې د بهير په کره کتنه او ريپورټ ليکنه کې هم کوم نويوالی نه دی راغلی. په هماغه پخوانۍ شيوه کره کتنه کيږي، مثلاً ټول ځوانان کره کتونکي د ژبې خواته ډېر مايل دي، په داسې حال کې کره کتنه يوازې د ژبې سمونه نه ده. بايد د يوه اثر هنري ارزښت ته هم پام واړول شي.
دا خبرې اجمل پسرلي د بهير په هغه غونډه کې وکړې چې د ١٣٨٧ل کال د لړم په لسمه نيتۀ په کابل کې د يار په موسسه کې جوړه شوې وه او صديق الله بدر په کې خپله لنډه کيسه ( تته کړيکه ) کره کتنې ته وړاندې کړې وه. په کيسه کاروان، صاحب، اسدالله وحيدي، اسمعيل څپه، عابد، مير سلام مجاور او ډاکټر محب الله زغم هم خبرې وکړې. د دې غونډې ميلمه شعيب ناصري و. د تيرې غونډې ريپورټ مصطفی باور ولوست او وياندي يې عنايت ديدار کوله. په غونډه کې تر  اوياو کسانو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
غونډه ماسپښين ٢ نيمې بجې پيل شوې وه نيږدې ماښام پای ته ورسده.
د دې غونډې بشپړ راپور به په راتلونکې اونۍ کې د بهير په پاڼه کې خپور شي. انشاالله.


د غونډې ميلمه شعيب ناصري او مشر اجمل پسرلی

د غونډې وياند عنايت ديدار

د غونډې ريپورټ ليکوونکی مصطفی باور

ځوان کره کتوونکی اسدالله وحيدي

صديق الله بدر خپله کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي

اجمل پسرلی په کيسه خبرې کوي

اسمعيل څپه په کيسه خبرې کوي

له ښي اړخه: عنايت ديدار، صديق الله بدرے، جبار څپاند، عابد، اجمل پسرلی، ډاکټر رودوال او عصمت سلام

د غونډې ګډونوال