مير عرب شاه چمتو هغه نامه ده چې دا څو کاله به هر هغه افغان ورسره آشنا وي چې د آزادۍ او بي بي سي راډيو ګانو ژوندۍ خپرونې يې اوريدلي وي. د چمتو صاحب مينه له افغانستان او افغانانو سره برملا ده. تيرو مياشتو کې چې له ډنمارک څخه کابل ته راغلی و، نو ماته يې په بلاګ کې د هېواد د ښکليو منظرو په انعام کې يوه ويډيوي کمره راوړې وه. او دا دی دا ځل يې يو لپ ټاپ کمپوټر هم له ځانه سره راته راوړی دی چې کور ودانی ورته وايم.
http://www.tolafghan.com/baz/index.php?action=detail&post_id=6340&b_id=45
په پورته لينک کې ويډيو کمره ليدلی شئ.
په ټوله مينه او مننه
بازمحمد عابد

25.01.2009
- baz
ريپورټ : بازمحمد عابدد افغان ادبي بهير اونيزه غونډه چې د ١٣٨٧ لمريز کال د سلواغې د مايشتې په څلورمه نيټه د کابل په پروان مينه کې د يارموسسه کې وشوه، بازمحمد عابد په کې خپله لنډه کيسه (( درنه کوټه او درنې لارې) کره کتنې ته وړاندې کړې وه. په سر کې منصور احمد نيکمل د تيرې غونډې ريپورټ د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې استاد اسد الله غضنفر پکې اضافي خبروته ګوته ونيوله ويې ويل:
(( ما څو وارې دا خب...
01.02.2009
- baz
دانش خپرندويه ټولنه دې خدای آباده لري، په پېښور کې د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو او ليکوالانو ښه ګرم بنډارځای دی. زه چې هره مياشت له کابل نه په رخصتۍ ځم، نو که شپه مې په کور وي، ورځ مې خامخا په دانش خپرندويه ټولنه کې وي. دې ټولنې ورتګ څو ګټې لري، يو خو د يارانو د ليدنو کتنو ګټه تر لاسه شي، بل که کوم نوی کتاب يا مجله خپره شوې وي، دانش لالا مو پرې ونازوي. دا ځل چې ورغلم له واره سره يې درې څلور کتابونه راکړل چې په کې د محب وزير ناول، دوه درې مجلې وې او يو هم د راشد خټک له انګريزي نه ژباړلی نا...