دانش خپرندويه ټولنه دې خدای آباده لري، په پېښور کې د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو او ليکوالانو ښه ګرم بنډارځای دی. زه چې هره مياشت له کابل نه په رخصتۍ ځم، نو که شپه مې په کور وي، ورځ مې خامخا په دانش خپرندويه ټولنه کې وي. دې ټولنې ورتګ څو ګټې لري، يو خو د يارانو د ليدنو کتنو ګټه تر لاسه شي، بل که کوم نوی کتاب يا مجله خپره شوې وي، دانش لالا مو پرې ونازوي. دا ځل چې ورغلم له واره سره يې درې څلور کتابونه راکړل چې په کې د محب وزير ناول، دوه درې مجلې وې او يو هم د راشد خټک له انګريزي نه ژباړلی ناول و. چې په پښتو کې يې نوم کمياګر دی. ويل کيږي چې دا ناول په ٦٥ ژبو ژباړل شوی دی، چې د سيد شاه سعود په غوښتنه راشد خټک پښتو ژبې ته هم راواړاوه. د راشد د ژباړې ژبه نيمه پيښورۍ او نيمه کابلۍ ده. کوښښ يې کړی دی چې لوستونکي د خوږې ژبې پر مټ د کتاب تر وروستۍ پاڼې پورې له ځان سره يوسي.
د دې کتاب ليکوال پاولو کويلهو دی او دانش خپروندويه ټولنې په ١٠٠٠ ټوکو کې تازه خپور کړی دی.
پر دې برسېره راشد خټک د غچ په نوم د ماکسيم ګورکي د لنډو کيسو ټولګه هم پښتو ته راژباړلې ده. خټک نه يواز ې دا چې له انګليسي نه پښتو ته ژباړې کوي، بلکې له پښتو نه انګليسي او اردو ژبو ته هم ژباړي کوي چې د استاد سعدالدين شپون د څمڅې ياران يې اردو ژبې ته اړولی دی. او د وکيل شينواري د پنځوس ميلونه د کيسو ټولګه يې هم انګليسي او هم اردو ته ژباړلې ده. او هم يې د پښتو بيلابيلې کيسې د بانجهـ په نوم اردو ته اړولي دي او له نيکه مرغه دانش خپروندويه ټولنې خپاره کړي دي.
راشد خټک زموږ د هغه وخت بهيروال دی چې بهير په پيښور کې تازه تازه جوړ شوی و او خټک په اسلاميه کالج کې سبق وايه. راشد خټک د ډيوې په نامه يوه شعري ټولګه هم لري چې ډېرې خوږه او روانه شاعري يې کړې ده.
خټک لا ځوان دی او د ډېر کار کولو تمه ترې کيدای شي. زه هيله لرم چې د پښتو نور په زړه پورې هنري اثار اردو او انګليسي ژبو ته واړوي. ځکه چې پښتو ادب ته خو به نورو ژبو ډېر څه راژباړل شوي وي، خو پښتو نورو ژبو ته ژباړل هم ډېر مهم کار دی. او دې مهم کار ته زموږ د ځوان ملګري راشد خټک پام اوښتی دی. الله تعالی دې ورته نوره خوصله هم ورکړي.