دا غونډه چې د کابل په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر شاه د يار په موسسه کې شوې وه. د ١٣٨٧ ل کال د سلواغې د مياشتې اتلسمه او د ٢٠٠٩م کال د فرورۍ د مياشتې شپږمه نيټه وه.
د بهير په غونډه کې دا ځل د ملکزي په کيسه کره کتنه وشوه. چې استاد اسد الله غضنفر، انجينر ستانه مير زهير، علم ګل سحر، جيلاني جلان، اسمعيل څپه او .... خبرې وکړې. دوی ملکزي  ګټورې مشورې ورکړې او ملکزي صاحب د دوی مشورو ته د زړه له کومې غوږ نيولی و. دوهمه برخه کې د ميدان ورګ ولايت والي عبدالحليم فدايي د عامه محافظت تر عنوان لاندې يو پرزنټيشن وړاندې کړ او د بهيروالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل. په درېيمه برخه کې يې يوه آزاده مشاعره وشوه.
د دې غونډې وياندي حسن المبارک کوله او ريپورټ منصور نيکمل ليکه. نيکمل صاحب د تيرې غونډې ريپورټ هم د کره کتنې له پاره وړاندې کړی و چې ډېرو بهيروالو ورڅخه د ډېر وخت له پاره د بهير د ريپورټ ليکنې هيله وکړه.
د غونډې مشر دلاورخان دلاور او ميلمه يې مظلوميار صاحب. په غونډه کې تر اتيا تنو پورې شاعرانو، ليکولانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
ځانګړي انځورونه په بل البم کې ليدای شئ.


د غونډې وياند حسن المبارک، ميلمه مظلوميار صاحب او د غونډې مشر دلاور خان دلاور



 
د ميدان وردګ ولايت والي حليم فدايي دغونډې له مشر او ميلمه سره

د غونډې ګډونوال


زبيح الله حميدي، خوشحال خليل او آرش ننګيال