ريپورټ : بازمحمد عابد
د افغان ادبي بهير اونيزه غونډه چې د ١٣٨٧ لمريز کال د سلواغې د مايشتې په څلورمه نيټه د کابل په پروان مينه کې د يارموسسه کې وشوه، بازمحمد عابد په کې خپله لنډه کيسه (( درنه کوټه او درنې لارې) کره کتنې ته وړاندې کړې وه. په سر کې منصور احمد نيکمل د تيرې غونډې ريپورټ د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې استاد اسد الله غضنفر پکې اضافي خبروته ګوته ونيوله ويې ويل:
(( ما څو وارې دا خبره کړې ده او اوس يې بيا هم کوم چې ليکوالي دا نه ده چې څه وليکل شي، بلکې ليکوالي دا وي چې بايد څه ونه ليکل شي. مطلب دا چې له اضافي خبرو يا د هغو خبرو چې په نه ليکلو ستاسې ليکنه نه کمزوري کوي، بايد له ليکلويې ډه ډه وشي. په اول خو بايد دا ووايم چې دا ريپورټ داسې پيل شوی و چې لوستونکی فکر کوي چې بهير د ډېر ځنډ وروسته غونډه کوي. په داسې حال کې بهير هره اونۍ غونډه کوي. يو خو دې دا برخه سمه کړي. بل دا چې د ريپورټ په سر کې يې ليکلي وو چې ډاکټر اکبر د غونډې مشر و. خو په پای کې يې بيا هم دا خبره راوړې ده چې د غونډه نيږدې ماښام د غونډې د مشر ډاکټر اکبر په خبرو پای ته ورسيده. چې دلته داسې په کار وو چې غونډه نيږدې ماښام پای ته ورسيده. ))
د غضنفر صاحب له خبرو وروسته عابد خپله لنډه کيسه د کره کتنې ته وړاندې کړه. له اورولو مخکې عابد وويل چې زما په کيسه کې به بلا ډېرې خبرې اضافه وي، کره کتنې ته يې ځکه وړاندې کوم جې استا غضنفر راته په کې اضافي خبرې په ګوته کړي.
کيسه په لاندې لينک کې لوستلای شئ.
http://www.tolafghan.com/baz/index.php?action=detail&post_id=7045&b_id=45
نثار صاحب د نقد پيل وکړ ويې ويل:
(( د کيسې ژبه يې ډېره ښکلې وه. روانه کيسه کوي چې لوستونکي يا اوريدونکي ته په کې سوال نه پيدا کوي. البته د کيسې پای يې سمه نه ده راغلې. په کيسه کې کرکټرونه هم ياد شوي دي خو فعال شوي نه دي. راوي د هر کرکټر له خولې غږيږي.))
علم ګل سحر وويل:
(( د عابد نورې کيسې چې ما لوستي نو ژبه او د موضوع انتخاب يې زما ډېر خوښ شوی دی او په دې کيسه کې مې هم ژبه او د موضوع انتخاب ډېر خوښ شو. ډېرې ژوندۍ موضوع ته يې پام اړولی دی. زموږ په کليو او ولسونو کې ډېرې کورنۍ شته چې په لوی لاس خپلو ماشومانو سره له ماشومتوب نه ويره ملګرې کوي. د يوې چکۍ ګوړې د ساتلو په خاطر د ماشوم ذهن ته ډېر سخت ټکان رسوي. زه خو عابد ته د دې کيسې په ليکلو مبارکي ورکوم. ))
عبدالنافع همت وويل:
د عابد د کيسې موضوع کليواله ده. ژبه يې ساده او روانه ده. جملې يې لنډې دي. کليوالي تصوير يې درلود. بالا خانه په کې ډېره ښه انځور شوې وه. د ماشومانو د ويرولو په خاطر له يوه کليوالي تاکتيک ته په کې اشاره شوې وه. زما خوښه شوه، خو عابد يو ځای ليکلي وو چې مور مې په دواړو مخونو ښکل کړم. بايد مخونه يې غومبوري وليکل شي او يا هم باخوګان. بله دا چې کله د کينو د کروندې لارې ته ننوزي بايد دلته يې يو ويرونکی اواز له کش کړپ تر غوږو شوی وای او بيا يې په زړه ويره ننوتې وه.))
نقيب الله اسد وويل:
(( کله چې عابد صاحب کيسه پيل کړه، نو زه يې خپل ماشومتوب ته وروستم. زموږ په کور کې هم داسې يوه کوټه وه چې ټولې کورنۍ به په درنې کوټې يادوله. عابد چې کومې خبرې د کوټې په هکله د نيا له خولې را اخيستې وې، موږ ته به هم نيا همدغه شان خبرې کولې. کاميابه کيسه ده. زما خو ډېره خوښه شوه.
((صابرخان بې ريا د پوښتنې په توګه دا خبره راواچوله چې عابد بالا خانه ياده کړې ده، خو بيا چې د کومې کوټې انځور په خپله ليګنه کې وړاندې کوي، نو ماڼۍ ښيي. که د دې خبرې وضاحت د کره کتنې په پای کې عابد وکړي نو بده به نه وي.))
خيبر مومند وويل:
((د عابد کيسې زما په دې خوښيږي چې په دومره خوږه ژبه يې ليکي چې لوستونکی او يا هم اوريدونکی لاس نيولی له ځانه سره د کيسې ځای بيايي. دې کيسې يې هم ماته د کامې ولسوالۍ تصوير راکړ. د ګنو په پولو يې له ځانه سره وګرځولم. البته يو ځای کې ليکي چې ويښتان مې ځيږ شول چې زموږ په کلي کې خلک وايي چې پوستکی مې ځيږ شو او ويښتان مې ودريدل.که عابد په دې هم لږه رڼا واچوي نو ښه به وي.))
استاد اسدالله غضنفر وويل.
(( زه د عابد د کيسې په ښو اړخونو خبرې نه کوم، ځکه چې ښه اړخونه يې دومره ډېر دي چې په بيانولو به مې ستاسې ډېر وخت نيولی وي. دا خبره ځکه کوم چې عابد ليکوال دی او په دې پوهيږي چې کيسه يې ښه اړخونه ډېر لري. لکه څنګه چې د کيسې په پيل کې عابد هم غوښتنه وکړه چې زه يې په اضافي خبرو وغږيږم. په دې کيسه کې هم اضافي خبرې شته. مثلاً عابد ليکي:
- له دې کوټې نه به د شنو کروندو تر ډېره ننداره کيده.
که په دې جمله کې شنو او تر ډېره ليرې کړو. په جمله کې به مو څه کمبود محسوس کړی وي؟ ځواب يې دی نه.
نثار صاحب وويل چې تر ډېره يې د ليرې په مانا راوړی دی. خو غضنفر يې وويل چې ليرې يې هم بې ضرورته دی. که دا جمله داسې وليکل شي نو د اضافي خبرو نه به په کې ډه ډه شوي وي.
” له دې کوټې نه به د کروند ښه ننداره کيده.“
بل ځای ليکي چې:
په سينيما کې داسې فلم چليده چې په ارواحو جوړ و. دلته هم اضافي خبرې شته دی. داسې يې ولې نه ليکل چې:
” په سينيما کې راواحي فلم چليده.“
بل ځای وايي:
- کور ته چې ورسيدم ، ومې ليدل چې ټول کور مې پريشانه کړی و.
ولې يې داسې نه ليکل چې
” ټول کور راته پريشانه و“
يو بل ځای ليکي چې خوښ شوم چې د بيګانې پېښې واقعيت راته څرګند شو. چې دلته د واقعيت پر ځای حقيقت ليکل په کار وو.
بله دا چې عابد په لوی لاس دوه ورته پيښې سره يو ځای کړي دي او په اخره کې يې د واړو پېښو غوټه په تصادف خلاصه کړې ده. د کيسې پای بايد په تصادف نه وشي. بايد چې يو منطقي انجام ته يې ورسوي. د عابد په کيسه کې وينو چې دوه پيښو راز ورته په يوه مهال مالوميږي چې په ژوند کې داسې ډېر کم پيښږي. زه عابد ته مشوره ورکوم چی يا خو دې د دې کيسې په پای باندې له سره غور وکړي، او يا دې دا دوه پيښې سره بيلې کړي. کيدای شي عابد په ديره کې د غورځيدو له پيښې وروسته د درنې کوټې په هکله فکر وکړي يو منطقي انجام ورته پيدا کړي او يو څه وخت وروسته د دې راز هم څرګند کړي. البته په خوبيو کې بايد دومره ووايم چې داسې موضوع يې را اخيستې وه چې پر واقعيتونه بنا وه.
او دا کمال عابد لري.))
د غضنفر صاحب له خبرو وروسته کاروان وار ونيو:
(( که څه هم زه ناوخته راغلم خو د عابد کيسه ما پرون لوستی وه. غضنفر صاحب پرې ښې عالمانه خبرې وکړي. زه هم په دې نظر يم چې عابد دوه موضوګانې چې درته پيښې لري په يوه کيسه کې راخيستي دي. دا داسې مانا لري لکه يو څوک چې دوه هندواڼې په يوه لاس کې وړل غواړي. که چېرې د غضنفر صاحب د مشورو په اساس عابد په خپله کيسه کار وکړي، بهترينه کيسه به ترينه جوړه شي.))
د کاروان صاحب له خبرو عابد وار ونيو ويې ويل:
(( زه بايد له ټولو ګډونوالو نه مننه وکړم چې زما کيسې ته يې غوږ نيولی و. بيا له هغو دوستانو نه مننه وکړم چې په کيسه يې خپل نظرونه څرګند کړل. زه په خپله کيسه مخکې تر کره کتنې دومره باوري نه اوم خو د ډېرو دوستانو نيکو نظرونو او سالمو مشورو زه په خپله کيسه باوري کړم. زه به خپله کيسه کې د استاد غضنفر مشورې په ورين تندي ومنم او د دوی د لارښوونو په رڼا کې به خپله کيسه، کيسه کړم.
د صابر خان بې ريا دا خبره چې په دوهم منزل کې چې کومه کوټه وي بالا خانه نه، بلکې مانۍ ورته وايي. البته د بې ريا صاحب په ځای کې به ورته مانض وايي، خو موږ سره د ماڼۍ تصور بيا بل شان دی، لکه سپينه ماڼۍ، شاهي ماڼۍ او .... ماته د دې خبرې سره دا اوس زموږ د يوه پيښور ي ليکوال فرحت صاحب يوه وړه مطلبي ليکنه راياده شوه چې ليکلي يې دي:
_ ملا صاحب به چې کله هم په ممبر د جنت د ماڼيو کيسې کولې، نو د غريبي زوی ته به د امير محمد خان بنګله مخ ته نيغه ودريده.
دې خبرو سره د خندا ګانو شور پورته شو.
بل زموږ د ګاونډي کلي خيبر مومند وويل چې بايد عابد داسې ليکلي وو چې پوټکی مې ځيږ شو او ويښتان مې نيغ نيغ ودريدل. لکه څنګه چې مومند صاحب دا خبره نوې اوري چې ويښتان مې ځيږ شول. زه هم دا خبره نوې اورم چې پوټکی مې ځيږ شو. خو که چيرې ما اول ليکلي وو چې پوټکی مې ځيږ شو او ويښتان مې نيغ نيغ ودريدل نو استاد غضنفر به ترې يوه خبره په اضافي خبرو کې شميرله. ))
له کره کتنې وروسته علم ګل سحر پورته شو او ويې ويل:
(( ما څو ځلې دا خبره د بهير له ستيج نه ياده کړې ده چې تر اوسه پرې غور نه دی شوی. کله چې بهير په کابل کې پيليدو نو دا پريکړه شوې وه چې يوه اونۍ به د رشاد کره کتنې غونډه وي او بله اونۍ به د بهير غونډې وي. خو نه پوهيږم له څه وخت راهيسې ټولې غونډې د بهير وي، داسې کومه پريکړه هم نه ده شوې چې هره غونډه دې دې بهير وي. خو که چيرې داسې وکړو چې د مياشتې د پای اونۍ به د رشاد کره کتنې غونډه کوو، چې په هغه اونۍ کې به پو ليکوال خپله کيسه نورو ليکوالو ته ورکوي، چې ليکلی نقد پرې واوروي، نو د رشاد صاحب له شان سره به مو انصاف کړی وي. ))
دا پريکړه ټولو ملګرو خوښه کړه. عابد په ريپورټ ليکوونکي غږ وکړ چې په ريپورټ کې د سحر صاحب دا خبره راواخلي او د يوه قرارداد په توګه دې منظور کړي. عابد په سحر صاحب غږ وکړ چې د دې مياشتې په پای کې به ستا په کيسه نقد کيږي. ټولو هغو دوستانو ته به دې خپله کيسه ورکړې چې غواړي نقد پرې وکړي. سحر صاحب هم دې خبرې ته غوړه کيښوده او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي اونۍ کې به زه خپله کيسه ستا په شمول نورو دوستانو ته هم ورسوم.
د سحر صاحب له خبرو وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسکونو شاعرانو په کې برخه واخيسته. په غونډه او مشاعره کې تر اويا کسانو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
د دې غونډې مشر عبدالقيوم مشواڼی و. ميلمانه يې نقيب الله اسد او استاد هاضم و. وياندي يې حسن المبارک کوله او ريپورټ يې منصور احمد نيمل ليکه. د غونډې په اخر کې مشواڼي صاحب وويل:
(( زه خو اول بخښنه غواړم چې ډېر وخت پس بهير ته راغلم.او دا ځکه چې زه يو د جمعې ورځ رخصت لرم او ځان جلال آباد ته رسوم. خوښ يم چې په بهير کې پخواني بهيروال لکه کاروان صاحب، نثار صاحب، استاد غضنفر، او عابد چې ډېره موده يې د بهير ستج چلولی او د غونډو په جوړولو کې تر اوسه مصروف دی وينم. دې بهير په تيرو پنځلسو کلونو کې ټولنې ته ډېر زيات ژورنالستان، ليکوال او ښه شاعران ورکړي دي چې اوس په ښو ښو ځايونو کې په کار ګمارل شوي دي او خپلې دندې په ښه شان سره سر ته رسوي. نننی بهير هم ما ته څو کاله وړاندې پيښور راياد کړ. او په لسګونو داسې شاعران مې دلته وليدل چې مخکې مې نه وو ليدلي او نه يې له نوم سره آشنا اوم، دا ټول د بهير له برکته دي. خدای دې بهير تر تله همداسې تاند او روان لري.