ګرانو يارانو ښې چارې! له کله  نه چې ما په خپل بلاګ کې  د هيواد د ښکلېو منظرو په خپرولو لاس پورې کړی، نو خدای شته چې له هيواد نه بهر د ډېرو آشنا او نا آشنا يارانو ايميلونه او ټيلفونونه راته راغلي دي، او هر يوه يې  د منظرو خپرولو ته هڅولی يم. د دې دوستانو له جملې څخه يو هم عرب شاه چمتو دی چې ډېرو يارانو خو به ورسره له نيږدې نه ليدلي وي او ډېرو به په غايب کې پيژندلی وي. ځکه د آزادۍ او آشنا غږ راډيو له لارې يې ډېرې تبصرې او نيوکې خپرې شوي دي.
ما به چې کله  هم د هيواد ښکلې منظرې په بلاګ کې پر ليکه کړې،  نو له مخې سره به راته د چمتو صاحب ټيلفون راغی. څنګه به مې  چې ورته هيلو ووايه نو له مقابل لورې به د چمتو صاحب په خوږ غږ راته وويل شول چې (( د هيواد د غرونو بازه په سلامونو دې نمانځم)) له دې وروسته به يې د منظرو په ليدلو د خپلې څرګندونې راته  وويلې او تشويق به يې کړم چې دې کار ته دوام وکړم.
چمتو صاحب سږکال دوه ځلې له ډنمارک نه کابل ته راغی. په ړومبی ځل خو يې څه کمپيوټرونه او د معيوبونو سايکلونه له ځان سره راوړي وو چې کمپيوټرونه خو يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړل او سايکلونه يې په معيبونو وويشل خو په دوهم ځل چې راغی نو ماته يې د منظرو د خپرولو په بدل کې يوه ويډيوي کمره راوړې وه. کور يې ودان او بچی يې لوی.