تيره ورځ  د عزت الله شمسزي سره زه،  انجنيرستانه مير زهير او زموږ د ډېرې مودې بهيروال يار سيد ملوک شيرزاد د قرغې د بند په لور تلو چې ناببره مو په داسې يو ځای سترګې ولګيدې چې هو به هو راته مهاجر ښکاره شول. له مخې سره شمسزي صاحب وويل چې دا د هلمند او فراه رانه راغلي مهاجرين دي چې څه د طالبانو او څه د ببماريو له وجې دلته راغلي دي. دا خلک  لوی او واړه، ښځې او نارينه د يوه مکتب مخې ته  د راشن په انتظار ولاړ وو.  خوا مو پرې بده شوه. د لږې شيبې لپاره څه ٢٨ کاله پخوا وختونه راياد کړل چې زه تنګی زلمی وم او نوی نوی مهاجر شوی وم.. د کچۍ ګړۍ کمپ چې په ټول پاکستان کې د مهاجرو اولنی پنډ غالی وم تللی اوم . دترور خاوند مې  د کمانډرۍ په لين کې  راشن ته ولاړ ليدلی و. لږ مخکې چې ولاړو نو د همدې مهاجرو په پنډ غالي ورسم شو. هو به هو کچه ګړۍ ته ورته پنډ غالی و. راځۍ چې دلته يې څو انځورونه په ګډه وګورو.






سيد ملوک شيرزاد، عزت الله شمسزی او انجنير ستانه مير زهير