د افغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال د د وږي په ٢٢ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د سپتمبر د ١٢ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې سهار ٩ بجې د قرآن کريم په مبارکو آيانونو پيل شوه. د غونډې رييس استاد سعدالدين شپون و او ميلمانه يې انجنير ستانه مير زهير او زرين انځور وو.  غونډه په دوه برخو مشتمله  چې  د ړومبۍ برخې وياندي يې بازمحمد عابد کوله چې د استاد احسان آذري په نوي نړيوالي ادبي تيوري باندې مفصل ليکچر ورکړ چې د غونډې د ګډونوالو د پام وړ وګرځيد. له استاد آذري  د خپلو خبرو په اخر کې د اجمل ښکلي، غفور ليوال، انجنير ستانه مير زهير، ماخان شينواري، صابرخان بې ريا، ډاکټر محمد اکبر اکبر او اسدالله واحدي پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وويل. د يادونې وړ ده چې استاد احسان آذري په ادب پوهنه، ساه پوهنه او فلسفه کې تخصص لري، او له هيواده بهر يې په يادوو شوبو برخو کې زده کړې دي.
د غونډې دويمه برخه آزاده مشاعره وه چې محمد دين همدرد پر مخ وړله چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. په غونډه کې تر سلو تنو زياتو شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. غونډه په ١٢ بجو پای ته ورسيده او پريکړه شوه چې اسدالله واحدي به خپله لنډه کيسه کره کتنې راوړي.

د ستيج پر سر استاد احسان آذري  په نوي نړيوالې ادبي تيوري ليکچر ورکوي، او د ستيچ تر څنګه انجنير ستانه مير زهير، زرين انځور او استاد سعدالدين شپون ليدل کيږي.

د بهير د غونډې وياند محمد دين همدرد

ستانه مير زهير د استاد آذري د ساه څيړنې په اړه د هغه د خبرو پخلی کوي.

 


صديق الله بدر د شعر ويلو په حال کې

پير محمد کاروان، استاد احسان اذري او بازمحمد عابد