د جولای ١٢ نيټه وه چې په دفتر کې د انګليسي ژبې د زده کړې له کورس نه راووتم نو په مبايل مې راته زنګ راغی. د مبايل سکرين ته مې په ځير وکتل، د ځوی نوم مې په سکرين راښکاره وه. هسې خو مې ځوی ماته هميشه مس کال راکوي خو دا مس کال نه و، سم سهی تلفون و، خو ما مس کړ. ځوابي مې ورته زنګ وواهه. هغه اوکی کړ، سيکنډونه اوخښتل خو د يو بل غږ مو نه اوريده، تر ديرش سيکنډو مې هيلو، هيلو، بچيه زما غږ اورې، زه ستا غږ نه اورم که ته زما غږ اورې او کومه خاصه خبره وي نو ماته تلفون وکړ. او په همدې کې تلفون بند شو.
په زړه کې خپه غوندې شوم، د اريبا شبکې ته مې غوسه راغله، هسې په هسې مې ١٥ افغانۍ تاوان شوې او خبرې هم ونه شوې.
خپلې شعبې ته ولاړم، يو ليکلی يادښت راته پروت و. (( عابده بايد د پيښور دفتر سره په تلفون اړيکه ونيسې او مجلو او کتاب په هکله مالومات ورکړې چې کوټيشنونه واخلي. ))
له مخې سره مې ريسيفشن ته وويل چې د پيښور دفتر زنګ ووهي. مينټ لا تير نه و چې تلفون راغی. د مجلې او کتاب په اړه مې مالومات ورته نهايي کړ او چې څنګه مې د تلفون غوږی کيښود، زما په مبايل د پيښور نه زنګ راغی، و مې ليدل چې زما د تره ځوی نمبر دی، خدای شته زړه مې وريږديده، ځکه دا نمبر ماته په خاصو وختونو کې زنګ وهي، لږه شيبه د مخه مې د ځوی تلفون هم مخې ته ودريده، په ويره ويره مې اوکی کړ او چې څنګه مې هيلو وويل، له هغې خوا مې د ورور غږ راغی، چې ويل داسې کار دی چې د خدای رضا وه، بس نور مې خبرو ته غوږ کينښود، مبايل مې په مځکه وويشته او ناخوداګا مې ښه په زوره وژل دې خبرې ته مې هم پام نه شو چې د اخر دفتر دی او په دې يوه داهليز کې اته شعبې دي. د ورور غږ نه و بس سم يو غر نړيدلی و، هغه دنګ غر چې تر سيوري لاندې يې د باز ځاله ودانه وه. او هغه غر چې په شته والي يې د باز بچي بې خطره الوتل او بيا به يې د دې غر تر سيوري ځانونه راټولول. باز چې پوره مياشت له کوره د بچو د روزۍ د پيدا کولو په خاطر له کوره ليرې تلو نو بچيان به يې د خدای او د دې غر په اسره پريښودل، اوس هغه غر نړيدلی دی، او يواځې د لوی خدای په اسره يې بچيان پريښي دي. دا غر زما مرحوم پلارجان و. هغه يوازې زما پلار نه و بلکې زما ډېر ښه دوست هم و. زما د ډېرو فرهنګي يارانو سره يې له نيږدې نه پيژندل او ټول پرې ګران و. زما او زما د يارانو په غږونو پسې به يې د ازادۍ راډيو نه په شګو کې چينه او د بي بي سي راډيو نه پيلوزې پروګرامونه هيڅ اوريدل او مياشت پس چې به زه کور ته ولاړم، نو د بيل بيل پروګرام په هلکه به يې راسره خبرې کولې، کاروان، نثار او سالک خو يې هيڅ له ياده نه ايستل او چې کله به هم لاړم د دوی پوښتنې به يې په نومونو راڅخه کولی، دا غوښتنه يې هر وخت لارله چې کاروان خو درسره کله راوله چې ډېر وخت کيږي نه مې دی ليدلی. او کله چې به له کوره د کابل په لور راخوځيدم، نو دا پوښتنه به يې ضرور کوله چې څنګه دا ځل دې هم شينواری صاحب د لارې ملګری دی، انجنير ستانه مير زهير به يې ياداوه.
زما پلارجان ته له څه مودې راهيسې د زړه ناځوانه ناروغي پيښه شوې وه او د همدې امله يې روح حق ته وسپاره. انا لله و انا الله راجعون.
زما د پلارجان په په جنازه، تدفين او د فاتحې په مراسمو کې په سلګونو کليوال او دوستان راټول شوي او هر يو به يې د ښه سړيتوب اعتراف کاوه. انسان چې مړ شي نو بيا ترې بدۍ کټ شي او هر څوک يې د خوبيو يادونه کوي، خو زما پلارجان په ژوندوني هم بې بدو سړی و، په ژوند کې يې له چا سره ترخه خبره نه وه راغلې، له جنګه يې سخته کرکه لرله، ډېر بې زړه سړی و، خو خدای خبر ولې د زړه په ناروغۍ اخته شوی و. زه مې د پلارجان په مرګ سخت درديدلی يم، ما ته دعا وکړۍ چې خدای (ج) راته د د زړه صبر راکړي، زما پلارجان وبخښي او بهتر جنتونه يې په نصيب شي.