ليکواله : بلقيس رياض
ژباړه : بازمحمد عابد

ثنا د خپلې کوټې المارۍ خلاصه کړه. په هره جوړه جامه به يې لاس تيراوه. يوه جوړه نيمه به يې د لږې شيبې له پاره په ګوتو کې ونيوه او د لږ سوج وروسته به يې له ځانه سره وويل : نه، دا ښه نه ښکاري . کابو نيم ساعت به يې په دې اړولی و چې کومه جوړه واغوندي .
ترور يې چيرته د تلو په حال کې وه. د ثنا کوټې ته ورغله او ويې ويل :
_ ثنا زه بيګم ترمذي کره ورځم . زما ورتګ ضروري دی . څه مشوره ورسره کوم . ته د حسن کره ورشه، د بيرته راتګ غم مه کوه، زه به درپسې درشم .
_ نه ترورې تاسې خپل کار وکړئ، ما فرزانه رارسوي .
ترور يې د ثنا څيرې ته په غور وکتل او ويې ويل :
_ لکه چې حسن دې ډېر خوښ دی، سمه ده، تا چې هر ه پريکړه وکړه، زه يې منم .
_ رښتيا ترورې . . .
ثنا خپله ترور په غيږ کې کلکه ونيوه. ترور يې د بيګم ترمذي کره روانه شوه. ثنا ځان ته  د اغوستلو جوړه خوښه کړه. نری نری سينګار يې وکړ چې د ثنا ښکلا يې يو په دوه کړه . هيندارې ته ودريده او د حسن په خيالونو کې ډوبه شوه. د حسن شخصيت، مردانه ښکلا او د هغه زيرکتيا دا هر څه د ثنا خوښ وو. د حسن په خيالونو کې د رنګونو دنيا ته تللې وه او داسې يې انګيرله چې ګنې ټولو خوبونه ته  يې تعبير موندلی وي . ناببره يې په ديوالي ساعت سترګې ولګيدې پوره څلور بجې وې. د کور په نوکر يې غږ وکړ چې ټکسي ورته راولي . 
ثنا په ټکسي کې سپره شوه او د سرک دغاړې په ګلونو يې خپل خوږ نظر تيراوه . نن يې په زړه کې يو خوږ درد څړيکې وهلې . داسې يې انګيرله چې حسن به ورته نن د زړه خبره وکړي .
نن د حسن پنځه ويشتمه کاليږه وه . ټول دوستان ښځې او نر، هلکان او جينکۍ راټول شوي وو. حسن زړه وړونکي مردانه ښکلا لرله . هرې جينۍ هيله لرله چې  له حسن سره واده وکړي . مګر د حسن په زړه کې نور څه ګرځيدل .
ثنا د نور کله په شان نن هم ناوخته ورسيده. حسن چې څنګه وليده نو له ورايه يې پرې غږ وکړ:
_ ثنا ته هميشه ناوخته راځې. وګوره کنه! ستا په انتظار تر اوسه کيک سلامت پروت دی .
ثنا موسکی شوه او ويې ويل :
_ کيک به مو غوڅ کړی و کنه، ته خو پوهيږي چې ما سره د موټر اسانتيا نه شته ترور  مې چيرته تلله، ما ته مناسبه ښکاره  نه شوه چې ځان مې پرې رارسولی و.
حسن ثنا ته له سره تر پښو وليدل، په ساده جامو کې داسې ښکاريده لکه چې له اسمانه کومه حوره راښکته شوي وي . ثنا ته يې کړه :
_ نن خو به دې لږې شوخې جامې په تن کړې وې.
_ دا زما د خوښې جامې دي، ولې ستا خوښې نه شوې؟
حسن موسکی غوندې شو او ويې ويل :
_ نن زما کاليزه ده . مور او ټولې خويندې مې راټولې شوي دي . ما غوښتل چې نن تاسې وروپيژنم . کاش چې نن خو دې يوه قيمتي جوړه په تن کړې وه .
ثنا حسن ته په شوخ نظر وروکتل او ويې ويل :
_ د څه لپاره؟
_ زما په نظر ته په هر څه پوهه يې . ويلو ته به يې اړتيا نه وي .
ثنا نور د حسن په لور نه شول کتلای . په ديوالي هينداره کې يې خپلې څيرې ته وکتل . ګلابي غومبوري يې نور هم سره بخن شوي وو . څو قدمه مخته  ولاړه، د څوکيو په يوه کرښه يې نظر پريوت . ټولګيوالې يې په کې راټولې شوې وې . ټولو ته يې سلام وکړ او له هغوی نه مخته کرښه کې يوازې په يوه څوکۍ کيناسته . څو شيبې لا تيرې نه وې چې يوه غنم رنګي زړه وړونکي ځوان پرې د شا لخوا غږ کړ :
سلام ثنا. . . .  او څنګ کې  ورسره په څوکۍکيناست .
_ او هو، عاصـمه ته يې .
_ هو، سل په سلو کې خپله عاصم يم .
ثنا وخندل . عاصم ورته په غور سره وکتل،  او ويې ويل :
_ ثنا کله چې تاسې وخاندئ، باور وکړئ چې ټوله فضا په نڅيدو شي .  ډېر ښه يار، دا ساده لباس له تا سره ډېره مزه کوي .
ثنا د عاصم خبرې اوريدلې خو څه توجه يې نه ورکوله . د هغې سترګې په حسن ښخې وې چې په لويه دروازه کې يې ميلمنو ته ښه راغلاست وايه . عاصم يو ځل بيا د ثنا توجه ځان ته په دې خبره راواړوله .
_ وايي چې د نيږدې ګاونډي حق تر هر چا زيات  وي او له ګاونډي سره خبره نه کول په ګناه کې حسابيږي . او ته اوس تر هر چا نيږدې زما ګاونډۍ يې .
ثنا په طنزيه ډول ورته وويل :
_ وايه محترمه! ته څه ويل غواړې ؟
_ هو، زه نن  تا  ته ډېر څه ويل غواړم . تا ته خو مالومه ده چې زما په پوهنتون کې وروستی کال دی . مور مې لا له اوس نه ما ته د رشتې غم کوي . هغه غواړي چې د خپلې پخوانۍ ټولګيوالې د لور سر زما رشته جوړه کړي . او هغه نجلۍ زما هيڅ نه خوښيږي . زه يو رښتونی انسان يم . که تاسې خفه کيږئ هم، نو زه خپله خبره درته نن کوم . زه د شپږ خويندو له پاسه يکي يو ورور يم، خويندې  مې ټولې واده شوي دي او د خدای بخلي پلار نه راته دومره څه پاتي دي چې پاتې ژوند مو په آرام سره تير شي . زه نه پوهيږم چې ستاسې مالي حالات به څنګه وي، خو دا وعده درکوم چې زه به يې د خپلو مټو په زور ګتم او په تا به يې خرڅوم . د شپږو کلونو راهيسې در سره مينه لرم .
ثنا چې تر دې دمه يې غوږ نيولی و، ورو يې عاصم ته وکتل، عاصم زياته کړه :
_ ما خو درته مخکې هم وويل چې زما د رشتې له پاره مې مور جانه ډېره بې تابه ده، زه نه غواړم چې په ژوند کې له تا نه پرته بل څوک د دې اوږد سفر ملګرې کړم .
ثنا چې لا تر دې دمه هم غلې ناسته وه، عاصم وروکتل او ويې ويل :
_ ثنا مهرباني وکړه يو څه خو ووايه .
_ ګوره عاصمه! تر اوسه لا ما په دې باره کې هيڅ فکر نه دی کړی . مور او پلار خو مې لا پخوا په حق رسيدلي دي . يوه ترور مې ده چې زما له پاره د دواړو حيثيت لري .
_ خو ترور ته دې ووايه، ما مې لا مور سره دا خبره پخوا سپينه کړې ده چې داج   اخيستلوته هيڅ اړتيا نه لرو . زما د سفر ملګرې په کار ده او هغه به زه ځان ته خپله خوښوم . او زه باور لرم چې دا سفر به زما له تا سره ډير بريالی وي . د واده د خرڅ هم کومه پروا مه لره .
ثنا له قهره تکه سره شوه او عاصم ته يې وويل :
_ عاصمه! چټيات مه وايه .
_ چټياټ نه دي ثنا جانې .  دا دنيا ټوله غرضي ده . د حسن مور زما د مور پخوانۍ ملګرې ده . په سلو  کورونو ګرځيدلې ده . ډېرو ښوو کورنيو کې ورته ښکلې جينکۍ پيدا شوي دي، خو خبره په داج کې ورانه شوې ده .
_ مګر حسن خو ما ته داسې نه ښکاري .
_ حسن هم دغسې دی . ما ته يې څو ځلې خپله ويلي دي چې زه به يوې مالدارې جينۍ سره واده کوم .
_ د څه په خاطر مالدارې جينۍ سره واده کول غواړي؟
_ ډېره ساده يې ثنا! هغه غواړي چې ترقي وکړي او له ځانه يو شی جوړ کړي .
_ عاصمه! زما يې د دې خبرو سره څه، هر څوک او خپل يې دين او ايمان .
د حسن مور په وار سره خپلې ملګرې او د هغوی لوڼه حسن ته ورپيژندلې . کله کله به حسن  خپلې جونې ملګرې مور ته ورپيژندلې . ثنا دې خبرې ته ډېره بې تابه وه چې کله به حسن دی له مټه نيسي او مور ته به يې ورپيژني . مګر هغه لا د لويو کورنيو د پيژندلو نه اوزګار نه و .
د کاليږې کيک پرې شو . بيګم شهاب هم له خپلې لور سره د کيک ميز ته راغلل او د کيک په پرې کولو بوختې شوې . حسن په خندنۍ لهجه د شهاب الدين له لور سره خبرې کولې . نورې ډېرې جونې هم د حسن شاه و خوا راټولې وې . د هوټل نوکرانو په ټولو ميزونو د کيک پرې شوې ټوټې وګرځولې . ثنا هم په نه زړه له کيک نه يوه ټوټه واخيسته .
د کاليزې مراسم په ختميدو وو. د لويې دروازې په خوله کې حسن او د هغه مور ميلمنو ته مخه ښه ويله . عاصم او ثنا هم له څوکيو را پورته شول او د لويې دروازې پر خوا روان شول . حسن چې څنګه ثنا وليدله، ويې ويل :
_ اوهو، ثنا راشه چې تا خو مې مور ته وروپيژنم . مورجانې دا ثنا ده . يو ځل نيم خو مې تاسې سره د دې يادونه هم کړې وه .
د حسن مور ثنا ته کوز پاس وکتل او ويې پوښته :
_ ستا پلار څه کار و بار کوي؟
ثنا د دې خبرې سره يو ټکان وخوړ.
_ هغه خو په حق رسيدلی دی، مور مې هم وفات ده، کونډې  ترور مې زه ماشومه لويه کړې يم .
د ثنا د ځواب سره د حسن د مور تندي کې ګونځې وغځيدې، خپله توجه يې بلخوا واړوله . ثنا ته دا بې توجهي ډېره ګرانه تمامه شوه . څنګ ته يې فرزانه ولاړه وه . هغې ته يې وويل :
_ مهرباني وکړه، ما خو تر کوره ورسوه . په سر مې سخت درد دی .
فرزانې به لا ځواب ته خوله جوړوله چې عاصم پرې غږ کړ:
_ فرزانه پريږده، هغه تر ډېره دلته پاتې کيږي . راځه زه به دې ورسوم .
ثنا زړه ماتې ښکاريده، غلې له عاصم سره روانه شوه . په لاره کې عاصم وويل :
_ توبه خدايه! توبه . له څومره تظاهر نه ډک خلک دي .  وړو خلکو ته خو هيڅ پام  نه کوي .  تاسې خو يې مور ته وروپيژندئ، زه خو يې بيخي له نظره وغورځولم . مور خو يې زما په لور هيڅ راونه کتل . هغه خو د بيګم شهاب  او د هغې له لور نه نه اوزګاريده .
دا ټولې خبرې ثنا په غور اوريدلې . کله چې کور ته ورسيده، خپلې کوټې ته لاړه . پړمخې په پالنګ کې پريوته او په چيغو چيغو يې وژل . په زړه کې ورتيريدل چې ما خو کله هم حسن ته د خپلې مينې څرګندونه نه وه کړې . که څه هم هغه ما ته څو ځلې ويلي وو چې مينه يې را سره ده . اخير ولې يې داسې له نظره وغورځولم ؟ ده خو ما ته تيره اوونۍ وويلې چې يو ځل دې خپلې مور ته وښيم، بيا نو زما ستونزه هواره وبوله . خدای خبر چې د مور په زړه کې مې څه دي . ما هم ورته په خبرو کې ويلي وو چې :
_ ته دې د مور د پريکړې پرته څه نه شې کولای؟
_ والله په دې هکله زه ډېر کمزوری يم، خو هيڅ چرت مه خرابوه، زه باور لرم چې مور به مې تاسې خوښه کړي .
خو د حسن مور داسې څه اشاره نه وه کړې چې ګوندې ثنا دې يې خوښه شوي وي . ثنا ته هيڅ اميد نه و پاتې . يو دم يې عاصم په زړه شو.
_ عاصم هم عجيبه انسان دی، چې ولې يې مالدارو کورنيو سره جوړه نه ده . کيدای شي چې خپله هم غريب وي . لکه چې موټر هم له چانه امانتي را اخلي . د بې وقوفه په ما زړه درد کوي .
ثنا خپلې اوښکې د لوپټې په پيڅکي وچولې چې ترور يې په کور راننوته . ثنا يې چې دومره غمجنه وليده، نو په خوا کې يې کيناسته، غيږ يې ترينه تاوه کړه او ويې ويل :
_ ترور دې جار شي، دا څه چل درباندې شوی دی؟
ثنا يو ځل بيا په چيغو چيغو ژړا پيل کړه .
_ اخير څه خبره ده لورې؟ ژر شه چې زما سودا ورو په ورو زياتيږي .
په ژړا ژړا کې ورته ثنا ټوله خبره وکړه د عاصم خبره يې هم ورته وکړه . ترور يې ورته وويل :
_ حسن په بلا وهې، ما ته خو دا عاصم تر حسن ډېر ښه وبريښيده .
_ مګر ترورې زما خو حسن خوښ دی .
_ ښه سمه ده چې ستا حسن خوښ دی . د عاصم په کيسه کې کيږه مه، له حسن سره غوڅه خبره وکړه خو ....
_ دا خو يې په کې د څه خبرې ده، ژر شه راته ويې وايه ترورې.
_ دا چې هغوی به د ډېر داج غوښتنه کوي .
_ دا خو ده، ځکه د هغه مور ما وليده، ډېره کبرجنه ښځه ده .
_ اوس دا خبرې پريږده، ته له حسن سره خپله خبره سپينه کړه. که د هغه له تا سره مينه وي او له تا سره  واده کول غواړي ، بيا نو د داج په کې هيڅ ځای نه شته . اخير دا ستا غوښتنه هم څه قيمت لري او که نه؟
_ خو ترورې . . . .
_ ګوره ثنا، ما دنيا ليدلې ده، او ستا د مور او پلار حيثيت هم را ته حاصل دی .
_ ترورې ما ويل چې په دې کې خو ستا هم ګناه شته دی . هر وخت به دې راته ويل چې ساده جامې اغونده، يونيورسټي ته په پښو ځه، پياده مزل بدن ته ګټه لري . د کور تر شاه مو يونيورسټي ده . دا ستا له لاسه په ما و شول اوس ټول هلکان ما يوه غريبه نجلۍ ګڼي .
_ وه ساده نجلۍ، د شهزادګۍ له پاره خو شهزاده په ښه لباس نه پيدا کيږي، د شهزاده مينه ورته په کار ده . د حسن مور دې په ښه نيت ستا  غوښتنې  ته راشي، زما هيڅ اعتراض نه شته .
_ بيخي سمه ده . زه سهار ته په يونيورسټۍ کې له حسن سره خبرې کوم .
سهار چې ثنا يونيورسټۍ ته لاړه، نو په خالي ساعت کې يې حسن ته وويل :
_ حسنه اوس وخت رارسيدلی دی چې زه له تا سره خپله خبره سپينه کړم . دا دوهم کال دی چې تا زه په تمه کړې يم . ما مې له ترور سره خبره کړې ده . هغه هيڅ اعتراض نه لري .
حسن چې د ثنا خبرې واوريدې، په خوله کې يې لاړې وچې وشوې ، داسې حق دق شو لکه د امتحان په پارچه کې چې د چا په کوم سخت سوال سترګې لګيدلي وي . ثنا ورته وويل :
_ څنګه غلی شوې حسنه! ځواب ولې نه راکوې؟
_ ما ته لږ وخت راکړه، زما مور د بيګم شهاب په لور نيم زړه بايللی دی .
_ او ته؟
_ زه . . .
حسن يو ټکان وخوړ .
_ لکه چې ته هم د لکونو جايداد په باره کې سوج کوې که څنګه؟ ستا وعدې، ستا قسمونه هغه ټول درواغ وو؟
_ والله مور مې غواړي چې له داسې يوې کورنۍ سره زما رشته جوړه کړي چې زموږ سيال وي .
_ څه؟
د ثنا سترګې بټې بټې راووتې . حسن ته يې بد بد وکتل . له سترګو يې څو غټ غټ  څاڅکي وڅڅيدل او په يوه منډه د حسن له خوانه روانه شوه . د ټولګي پر ځای د کور په خوا روانه شوه . تر دووه ورځو پورې يې سخته تبه وه . په دې دوران کې عاصم څو ځلې تليفون هم کړی و خو ثنا يې چندان په کيسه کې شوې نه وه بلاخره  يوه ورځ  عاصم له خپلې مور سره د ثنا دوی کور ته راغلل . څنګه چې د عاصم مور ثنا وليده، له مخې سره يې خوښه شوه . د ثنا ترور ته يې وويل :
_ خورې دا خو سمه شهزادګۍ ده، په ړومبي ځل ليدو يې زما زړه ته لاره وکړه . بس موږ نور هيڅ نه غواړو، يوازې ثنا زموږ په ځولۍ کې واچوه . د داج خو هيڅ غم مه کوه، ما ته مې لا پخوا زوی ويلي دي چې داج ته موږ ضرورت نه لرو .
عاصم هم د ثنا د ترور خوښ شو. ترور يې ثنا ته د سترګو لاندې وکتل او په کتو کې يې خپله خوښه ثنا ته وليږدوله . ثنا هم د ترور خوښه شا ته نه شوه غورځولی . په همدې ورځ يې ګوړه ماته کړه . لږې ورځې لا تيرې نه وي چې د دواړو کورنيو له خوا د واده تياريانې ونيول شوې .  د حسن کوژده هم د شهاب الدين له لور سره وشو . لږ ه موده پس ثنا، عاصم او حسن د يونيورسټۍ نه په ښو نمرو ووتل . عاصم په خپل قابليت په يوه بانک کې وظيفه واخيسته او حسن هم د خپل خسر سره په کمپنۍ کې د اداري چارو  د مرستيال  په توګه مقرر شو. د حسن خسر په همدې کمپنۍ کې د اداري چارو مسوول و .  حسن او مور يې دې خبرې ته خوشحاله وو  چې دوه مياشتې وروسته شهاب الدين تقاعد کيږي او ځای يې حسن ته پاتې کيږي . د عاصم او ثنا واده په ښه شان سره وشو، ترور يې خوشحاله وه چې له اوږو يې يو دروند بار کوز شو . ترور يې له واده نه مياشت نيمه وروسته د ثنا کور ته ورغله او د خبرو په دوران کې يې يوه قوده کاغذونه د ثنا مخې ته کيښودل او ثنا ته يې وويل :
_ ثنا لورې! زما په سر يوه ذمه واري ستا د واده  وه چې د خدای په فضل او کرم سره  هغه په ښه شان سر ته ورسيده . بله ډېره درنه ذمه واري چې ستا مرحوم پلار زما په اوږو بار کړې وه، هغه ستا د پلار شتمني او د جايدادونو د ملکيت سندونه تا ته سپارل دي . مرحوم ورور مې له ما نه وعده اخيستې وه چې داهر څه به زه تا ته ستا له واده نه وروسته سپينوم . ته لا يو کلنه ماشومه وې چې ستا پلار  د لاهور په ”انډستري ايريا“  کې د” ثنا اينډ کمپني “ په نوم د صادرې او واردې يوه کمپني جوړه کړې وه. دا کاغذونه ما راوړي، دولتي کارونه مې ټول په وکيل خلاص کړي دي، يوازې ستا لاسليکونه پاتي دي . ما د کمپنۍ مسوول ته خبر ورکړی دی چې د کمپنۍ مالکه سبا ته د کمپنۍ چارج په خپل لاس کې اخلي.
ثنا چې د ترور خبرې واوريدې، زړه يې راډک شو اول يې په چيغو چپغو وژړل، عاصم او ترور يې دلاسه کړه، زړه کې يې د ترور نه لږ بد غوندې راغلل،زړه يې غوښتل چې ترور ته ووايي چې ولې دې دا هر څه راته د واده نه مخکې نه ويل، که مخکې خبره وای نو په خپله خوښه به يې واده کړی و، يونيورسټۍ ته به په شخصي موټر کې تلله، ښه قيمتي جامې به يې اغوستلې، خو عاصم ته يې وکتل، د زړه يې په زړه پاتې شول . لږه چې يې طبعه جوړه شوه نو ترور ته يې وويل :
_ ترورې! زه دومره لويه ذمه واري په خپل سر نه شم اخيستلای .
_ هو لوري، ذمه واري خو لويه ده، مګر ته خو هم اوس يوازې نه يې . د عاصم په څير شهزاده ځوان دې د سفر ملګری دی .
_ هو ترورې عاصم خو دا قابليت لري . عاصمه! د کمپنۍ څارنه به ستاسې په غاړه وي .
عاصم ورته وويل :
_ زه په خپل دفتر کې خوشحاله يم . په ډير ښه پُست کار کوم، معاش مې هم بد نه دی . د کمپنۍ مسووليت تاسې په خپله غاړه واخلۍ .
ثنا د عاصم خبره و نه منله  او عاصم يې دې خبرې ته تيار کړ چې د کمپنۍ مسووليت په غاړه واخلي . سبا سهار له کمپنۍ نه يو مرسيډس موټر راغلو. ثنا او عاصم دواړه په کې سپاره شول . موټر چې څنګه د کمپنۍ په لويه دروازه ننوت، د شهاب الدين او د هغه د زوم حسن په ګډون د کمپنۍ ټولو کارکوونکو د ګلونو ګيډۍ په لاسونو کې نيولې وې . د خپلې نوې مشرې ښه راغلاست ته په يوه کرښه کې ولاړ وو. ثنا او عاصم له موټر نه ښکته شول، تر هر چا د مخه شهاب الدين په خوږه ژبه ښه راغلاست ورته  ووايه  . تر شاه يې حسن د ګلونو له ګيډۍ سره ولاړ و. د ثنا سترګې پرې  ولګيدې، په دې وخت کې شهاب الدين د ګلونو ګيډۍ د ثنا په غاړه کې اچوله، ثنا يې لاسونه ونيول او ورته يې وويل :
_ د دې ګلونو حقدار عاصم دی هغه ته يې په غاړه کې واچوئ . شهاب الدين د ګلونو هار د عاصم په غاړه کې واچاوه، د دفتر ټولو کارکوونکو ښې مستې چکچکې وکړې . ورسره سم شهاب الدين ټول کارکوونکي او د هغوو دندې ثنا ته وروپيژندې . ثنا عاصم له لاسه  ونيوه او په ډېره بې نيازۍ د حسن له خوا نه تيره شوه. عاصم ته يې وويل :
راځه جانانه! چې د کاروبار چوکی درته دروسپارم . عاصم  چې د شهاب الدين په چوکۍ کيناست، هيڅ باور يې نه راته . داسې يې انګيرله چې ګنې خوب ويني .