سږني ژمې کې له ډېرو هيوادوالو په تيره کابل ميشتو سره دا انديښنه موجوده وه چې که سږکال په کابل د پام وړ واوره ونه وريږي، شايد چې ډېرې ناروغۍ رامنځته شي او هيواد له وچکالۍ سره مخ شي. خو دا انديښنه تر ډېره ونه غځيده. د مرغومي په ١٣ نيټه د کابل په ښار د پام وړ واوره وريده او له وريدو يې کابل ميشتو خوند واخيست. دلته څو انځورونه د سږني کال د لومړۍ واورې وريدو ستاسې د ليدو په خاطر ځای پر ځای کوم
په مينه او درنښت