دا ځل د محرم د ورځې له برکته پوره څلور ورځې رخصتي وه. خو زما بدقسمتي دا وه چې سږکال د کړکيچنو حالاتو له لاسه کور ته ( پيښور) ته نه شوم تلی. ځکه چې يو خو په خيبر ايجنيسۍ کې په ورانکار اپريشن پيل شوی و او بلخوا د محرم په خاطر د پاکستان حکومت سخت امنيتي تدابير نيولي وو. له هرې خوا نه چې به څوک ښار ته ننوتو نو د پوليسو له پوښتنو سره به مخ کيده. بس ما هم دا پريکړه وکړه چې ټوله رخصتي په جلال آباد کې تيروم. په جلال آباد کې د پاتې وجوهات مې هم لرل. په اتم د جنورۍ په جلال آباد کې د جبار څپاند د ورور ډاکټر محمود ډاډمن د واده شپه وه. جبار څپاند په کابل کې د فرهنګيانو مسووليت زما پر غاړه اچولی و.بلا ډېر تش کارتونه يې راکړي وو چې دا يې هم ويلي وو چې د بهير له ستيج نه ټولو فرهنګيانو ته بلنه ورکړم. همداسې مې وکړل.. د يارانو له جملې څخه چې څوک بهير ته نه وو راغلي هغوی ته مې په ټيلفون خبر وکړ. په دې دوران کې راته ګران مشر چې زه خو ورته کله نيکه هم وايم. الحاج محمد حسن حسام يادوم. ټيفلفون وکړ چې د جمعې په شپه به په جلال آباد کې د ترنم مشاعره کوو. ما ورته وويل چې د جمعې په شپه خو د جبار څپاند د ورور واده دی او ستا کارت هم له ماسره دی. حسام صاحب راته وويل چې د مشاعرې وخت به بدل کړو خو د ترنم په پروګرام کې ستا موجوديت شرط دی. ما ورسره ومنله.
تر هغې چې د محرم لسمه رارسيده ما په ننګرهار او کابل کې ځينې ياران په خپل او تګ او هم د ترنم په پروګرام خبر کړي وو. د چارشنبې ورځ وه چې ستانه مير زهير ته مې فون وکړ چې زه له خپلو کليوالو يارانو سره چې د ژمي په دې يخو شپو کې مې ورته پنا ور وړې ده، د جلال آباد په لور روان شوم. ته چې راورسيدې نو ماته به فون وکړي. هغه راسره ومنله او موږ حرکت وکړ. سروبي ته چې ورسيدم، نو داوود وفا ته مې فون وکړ او ورته ومې ويل چې پوره څلور ورځې رخصتي لرم او ټولې په ننګرهار کې ځکه تيروم چې پيښور ته په کې د محرم د سختو امنيتي تدابيرو له وجې نه شم تلای. وفا صاحب ته مې ځکه فون وکړ چې هر وخت يې راته کامې ته د تګ نه ويل خو ما سره به دومره وخت نه و. داځل مې له ځانه سره پتيله وه چې وفا صاحب سره به کامې ته ځم. هغه راته وويل چې ننګرهار ته راورسيدې نو ماته فون وکړه.
سهار لس نيمې بجې وې چې په جلال آباد کې د راډيوتلويزيون ودانۍ تر څنګه خالد رسټورنټ کې زه له يارانو کيوتم او هغوی د کلي پر مخ لاړل. د يادونې وړ ده چې خالد رسټورنټ واله زما نيږدې عزيزان دي او کله چې هم په جلال آباد کې پاتې کيږم نو په خالد رسټورنټ کې مې ښه دمه جوړيږي. بله دا چې هغه ځوانان ټول تر ما کشران دي، خدای دې ژوندي لري، ښه قدر مې کوي.
له دې ځايه مې استاد لعل پاچا ازمون ته فون وکړ. استاد ازمون غواړي چې د کوم سيمينار له پاره د ختيزو سيمو د ژورنالستانو د ټولنې لخوا څو کتابونه خپاره کړي، چې زما يو کتاب يې هم د خپرولو په کتار کې نيولی دی. چې د افغان ادبي بهير د ١٩٩٨ م کال ځينې چاڼ شوي ګزارشونه دي. هغه ته مې ډيزان شوی کتاب چې پښتۍ يې هم درې کاله پخوا نقاشي شوې وه په فلش کې له ځانه سره وړی و.
استاد ازمون راته وويل چې د راډيو تلويزيون په ودانۍ کې دی. بس زه هم ور روان شوم. د راډيو تلويزيون مخې ته چې ورسيدم استاد ته مې بيا فون وکړ چې يوآشنا کس راپسې راوليږي چې زه خو په ننګرهار کې هم دې خلکو ته په تيره بيا عسکرو ته پيښوری ښکارم. هغه يوه مسته خندا وکړه او چې کتل مې نو درې څلور ياران چې د ننګرهار په راډيو تلويزيون کې کار کوي، له راووتل. په دې يارانو کې اکرام الله اکرام، ولاجان رفيق، امين الله زهير، راحت ګل زيارمل او دوست محمد افګار شامل وو. له دوی سره د راډيو د نشراتو څانګې ته لاړم . له روغبړ نه لا خلاص نه وم چې يو يار د کينو ګانو ډکه لفافه راوړه. دلته مو يوه ښه شيبه غورې سره وکړې، په دې وخت کې استاد ازمون هم راښکاره شو، ما لا له مخکې اکرام الله اکرام ته فلش ورکړی و چې څو مياشتې وړاندې يې له ما سره مرکه لرله هغه مرکه يې راته په فلش کې واچوله او زما له فلش نه يې د کاروان صاحب د عکس په شمول څو نور عکسونه هم واخيستل. همدلته مې استاد ازمون ته کتاب حواله کړ . له دوی نه مې په وچ زور رخصت واخيست خو دوست محمد افګار چې زموږ بهيروال دی، څه وخت يې د کابل په ملي راډيو تلويزيون کې کار کړی او اوس چې ننګرهار کې پوهنتون وايي، له راډيو سره يې هم کار پيل کړی دی. لاره يې راته نيولې وه. له مخې سره يې وويل چې په تا د ننګرهار ملي راډيو نه يوه خپرونه خپروم او ستا غږ ته په کې اړتيا ده. ما ورته وويل چې ما سره څو وارې ننګرهار راډيو مرکې کړي دي، تير شه تيرينه خو ويې نه منله او د ستوډيو په لور روان شوو. دې ظالم رانه ټولې د زړه خبرې وايستلې او د غرمې د ډوډۍ له پاره بيا خالد رسټورنټ ته ورغلم. په دې دوران کې د زهير صاحب فون راغی چې جلال آباد ته رارسيدلی و. له ډوډۍ خوړلو وروسته په جلال آباد کې د نورو ليدنو کتنو له پاره راووتم او په سر کې ګودر کتابپلورنځي ته راغلم. دلته مې عزت الله ځواب ونه موند البته قاري صاحب چې تر ځواب صاحب کشر ورور دی وليد. دلته برقونه نه وو او مارکيټ هم نيمايي بند و. د مارکيټ په حويلۍ کې يې راته چوکۍ واچوله او د شنو چايو پياله يې راته ډکه کړه. له قاري صاحب سره مې د کتب په خرڅون باندې خبرې وکړې. هغه راته وويل چې اوس په ننګرهار کې د کتاب اخيستونکو شمير ډېر زيات شوی دی چې له مسلکي کتابونو پرته ادبي او ذوقي کتابونه هم ښه څرڅلاو لري. د مينې مجله يې راکړه او زياته يې کړه چې مينه اوس د پنځه زرو په شمير کې چاپيږي او ښه بازار يې پيدا کړی دی. يوازې څو سوه د خوست ولايت ته ځي او داسې دې نورو ولاياتو ته هم روانې دي. ډېر لوستونکي يې پيدا کړي دي. ما تعجب وکړ چې په ړومبي ځل مې د پښتو د يوې داسې مجلې د دومره لوړ تراژ د چاپيدو او خرڅيدو واوريدل. ځکه چې زما د معلوماتو له مخې د مينې مجلې ته نه د کومې موسسې مالي ملاتړ حاصل، نه د دولت او نه هم داسې اعلان لري چې لګښت يې پر ځای کړي، مينې ته يوازې د عزت الله ځواب د هډوکو پنجره ده چې اوږه يې ورکړې ده او د ليکوالو هميشينۍ همکاري چې دا څووم کال دی چې مينه يې په وينو وپاله او زه باور لرم چې تر ډېره به يې وپالي.
له دې ځايه د ببرک مياخيل او اصف شينواري دفتر په لور وخوځيدم. د دفتر په دروازه کې څوکيدار ودرولم او تر هغې ولاړ اوم چې څوکيدار زما د ورتګ اجازه له هغوی واخيسته. د دفتر حويلۍ ته چې ننوتم نو څوکيدار راته وويل چې د شينواري صاحب دفتر دا دی او مياخيل صاحب په خپل دفتر کې نه شته. دا خبره ما ته نوې غوندې وه، ځکه چې مخکې شينواری صاحب د مياخيل صاحب سره په يوه دفتر کې و. د شينواري صاحب دفتر ته ننوتم له روغبړ وروسته مې خپل موبايل چې چارج په کې بيخي ختم شوی و. د چارجيدو په خاطر شينواري صاحب ته ورکړ، پوره يو ساعت به له شينواري صاحب سره ناست وم، هغه په يوه راپور کار هم او له ماسره به يې يوه نيمه خبره هم شريکوله. کاوه او بار بار به يې د لغمان د ولايتي شورا رييس ته فون کولو چې وخت ترې واخلي او د په خپل راپور کې د هغه غږ ولري. په دې شپه د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ کې ايتلافي ځواکونو سخت ببمار کړی و چې ولسي وګړي يې شهيدان کړي وو.
تير ماسپښين و چې له شينواري صاحب نه مې رخصت واخيست او داود وفا ته مې فون وکړ. فون استاد ساغر اوکی کړ. استاد ساغر د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په انګليسي ډيپارټمنت استاد دی. هغه راته وويل چې وفا صاحب په يوه راپور کار کوي او ما ته يې وويل چې عابد ته ځواب ورکړه. له روغبړ وروسته يې راته وويل چې موږ د ميديو تيک په دفتر کې يو. ما ويل دا دفتر خو ما نه دی ليدلی. هغه وويل چې ته ځای راوښيه چې زه درپسې درشم. خو ما ورته وويل چې زه اوس يو ځای کې يم چې اوزګار شوم بيا به درته فون وکړم.
له دې ځايه مې د سراج العمارت د پارک لاره ونيوله او ګوښی په کې ښه وګرځيدم . دلته د لوبو دوه لوی لوی ميدانونه شته چې چا په کې فوټبال کاوه او چا هم کرکټ. تر ماښامه مې د ننګرهار په تنکيو ځوانانو ښې سترګې خوږې کړې او بيا خالد رسټورنټ ته راغلل. دلته مې زردشت شمس وليد چې د څو شيبو له پاره دمه شوی و. د يادونې وړ ده چې زردشت شمس دوی سره زموږ د مشرانو ناسته ولاړه له پنځوسو شپيتو کلونو راهسې ده او دوام لري. ده راته وويل چې ايمل لالا دوی کنړ ته لاړل او زه نن شپه دلته يم او سبا ته کنړ ته روان يم چې د مرحومې خور دڅلويښتۍ پروګرام سر ته ورسوو. له دې پرته مو د مورنۍ ژبې په زده کړه هم خبرې وکړې، کومې انديښنې چې رامنځته شوې وې، اطمنان يې راکړ چې له ډاکټر فاروق وردګ سره يې په ليدنه کې د هغه پام دې خبرې ته را اړولی او ډاکټر صاحب هم ورته ويلي وو چې د کاري پلان په اوليتونو کې يې دا خبره هم ځای لري. دوی له موږ سره په ګډه شنې چای وڅښې او بيا له موږ څخه ررخصت شو او شپه يې د کوم ملګري ځای ته يوړه.
د شپې تر يولسو بجو پورې د خالد رسټورنټ په ريسفشن کې له خالدخان او حکيم خان سره ناست وم. ډېر زيات ميلمانه راتلل او اطاقونه به يې په کرايه نيول. يو شي ته چې زه ډېر خوشحاله شوم هغه دا و چې اوس هم له کابل نه ډېر خلک له خپل کورنيو غړيو سره په ژمي کې د ننګرهار ښکلي ښار ته د چکر او ساعتيرۍ له پاره راځي.
څه د پاسه يولس بجې به وې چې د يوه اطاق کيلي مې راواخيسته او د خوب په نيت په کې وغځيدم.
د سهار چای خوړلو وروسته خپل کلي ( ثمرخيل) ته لاړم. هلته مې شير بند، ياسر ثمرخيلی فصيح الله ارماني او نور ياران وليدل. شير بند له واره چای جوړې کړې . په دې دوران کې نور کليوال هم يو يو راپيدا کيدل او روغبړ مو سره کاوه. شير بند راته وويل چې حيات الله ګهيځ هم ثمرخيلو ته کور راوړی دی او درنګ شيبې ته به راپيدا شي.
ما ګهيځ ته فون وکړ هغه ويل چې ښار ته راغلی يم او دا دی په شل مينټو کې در رسيږم. په دې دوران کې مې ياسر ثمرخيلی له ځانه سره کړ او هديرې ته مې سر ښکاره کړو چې مرحوم پلارجان او نورو مشرانو حقدارو ته دعا وکړم. تر دعا وروسته يوه شيبه په هديره کې تم شولو او بيا د کلي په دوره ووتم. تر هر څه د مخه مې د خپل کور چې اوس په يوه وړوکي ميدانۍ اوښتی دی ننداره وکړه. او بيا د ملک ميرزاګل خوا ته ورغلم چې د کليو د پراختيا وزارت نه وروسته د کلي د شورا د دفتر له پاره يوه اندازه پيسې ورکړل شوي دي او هغه پرې په خپله ځمکه د ودانۍ کار پيل کړی دی. دلته مې نور خپل او خپلوان هم وليدل او بيا مو د سيند په لور حرکت وکړ. د سيند اوبه هم ډېرې کمې شوې وې. ياسر ثمرخيلي ته مې وويل چې زه خبر يم له د سراچې له خوړ نه د ثمرخيلو تر غره پورې دولت دې سيند ته د يوه نېر شکل ورکوي او له ثمرخيلو نه يو پل تړي چې کامې ته پرې موټرې لاړې شي. د دې کار نښې نښانې چيرته ښکاري او که نه؟ هغه راته وويل چې انجينران خو راغلي وو څو ورځې يې دلته سروی وکړه خو عملي کار لا نه دی پيل شوی.
له دې ځايه بيا د نياعلي بابا زيارت خواته راغلو چې دلته د ښار هډه هم ده. دلته ګهيځ هم راپيدا شو او يوه شيبه مو ښې غورې سره وکړې. هنربند چې سوپ يې خرڅاوه په څو قابونو کې يې موږ ته سوپ واچاوه او ښه په خوند مو نوش جان کړ.
لا په کلي کې اوم چې د زهير صاحب فون راغی. ويل يې چيرته دې ځان غيب کړی دی. باجوړی صاحب هم راغلی دی موږ د مياخيل دفتر ته روان يو ته هم ځان راورسوه. ما ورته ويل چې زه خو لا په کلي کې يم خو دا دی اوس حرکت درکوم. بس له دوی نه مې اجازه واخيسته او د ښار په لور مې حرکت وکړ. لږه شيبه وروسته چې ښار ته ورسيدم نو زهير صاحب ته مې فون وکړ. دوه درې زنګه ورغلل خو زما په موبايل کې بيا چارج ختم شو او له زهير صاحب سره مې هيڅ اړيکه ونه شوه نيوی. بيا د شينواري صاحب دفتر ته ورغلم . دلته مياخيل صاحب او د ناګار صاحب زوی فضل هم تشريف درلود. موبايل مې شينواري صاحب ته د چارج له پاره ورکړ او د بياتي فون نه مې زهير صاحب ته فون وکړ ورته ومې ويل چې زه اوس ښار کې يم تاسې خو له دې ځايه تللي ياست. ويل يې چې باجوړی صاحب هم دره نور ته تلو او زه هم راغلم په روښان مينه کې پريوتم.
مياخيل صاحب دوی سره مې دننګرهار په ادبي، فرهنګي او سياسي وضعه يوه ښه شيبه غورې وکړې او بيا د مياخيل صاحب په ډېره غوښتنه د چهاردهی په نوم يوه هوټل ته ننوتو چې دوی يې ډېر صفت کاوه چې ښه ډوډۍ ورکوي. دريواړو چاينکي راوغوښته او ښه په خوند مو نوش جان کړه. د ډوډۍ خوړلو پر وخت د زهير صاحب فون راغی. ما ورته وويل چې مياخيل او شينواري په زوره ډوډۍ خوړلو ته راوستی يم او ښه په خوند چاينکي خورو. هغه راته وويل چې موږ ته خو هيڅوک ست قدرې هم نه کوي او تا په زور بيايي. په تا کې څه کمال دی ؟ ما ويل چې دا سر يې مه لټوه خو بس د خدای مهرباني ده. چې خدای ته ګران شوې نو د خدای مخلوق ته به هم ګران شې او ما دا منلې ده چې زه خدای ته ګران يم ځکه خو په ټولو يارانو هم ګران يم.
له ډوډۍ خوړلو وروسته مې له دوی نه رخصت واخيست او بيا د خالد رسټورنټ په لور وخوځيدم. تر مازيګره همدلته پاتې شوم. او بيا مې د جبار څپاند دوی خواته حرکت وکړ. د ماښام د لمونځونو وخت و چې کور ته يې ورسيدم. تر يوه وخته په هغه قلا کې ناست وو چې د ډوډۍ ورکولو له پاره يې ميزونه په کې ځای په ځای کړي وو. دلته د فرهنګيانو له جملې څخه تر ټولو د مخه عزت الله ځواب د خپل ماشوم زوی سره راغی او له روغبر وروسته له ما سره خوا کې په چوکۍ کيناست.
شيبه لا تيره نه وه چې عاشق الله فرياد هم راښکاره شوه او زموږ په خوا کې يې ځای ونيو. دلته مو ښې بې باکه ټوکې له فرياد صاحب سره وکړې. ځواب راته وويل چې د ننګرهار ښکلي چې خبر د فرياد صاحب له راتګه خبر شي، بيا ورپسې يوه څړيکه جوړه شوي وي. ما ورته په ټوکو وويل چې کيدای شي فرياد صاحب سره د کږې کونه وي. دې خبرې سره دريواړو يوه مسته خندا وکړه. موږ له په خبرو کې و چې يو ځوان راښکاره شو. فرياد صاحب وويل چې دا پرهيز شګيوال دی. په روغبړ کې يې شګيوال ته زه وروپيژندم. لکه څنګه چې زه د شګيوال له نامه سره اشنا اوم هغه هم زما له نوم سره اشنا و. فرياد صاحب وويل چې هلال کږه وال هم راتلو خو همدا اوس يې ماما په حق ورسيد. دوی سره د خبرو لړۍ لا نه وه پرې شوې چې د انځور صاحب او استاد اسمعيل يون د عاشق غريب سره راښکاره شول. دوی سره له روغبړ نه وروسته موږ ټولو ته وويل شول چې تاسې د جبار څپاند پسې راشئ. جبار څپاند خپلې هوجرې ته د ډوډۍ خوړلو له پاره بوتلو. شيبه پر شيبه د فرهنګيانو يارانو شمير په هوجره کې زياتيده. زه له انځور صاحب سره نيږدې ناست وم چې هغه ته د محبوب الله محبوب فون راغی چې لاره يې ورکه کړې وه. انځور صاحب ورته سمه پته ورکړه. تر هغې چې هوجرې ته رارسيده نو انځور صاحب ته به محبوب څلور پنځه ځلې فون کړی و. همدلته هم هلال کږه وال هم راورسيده او موږ سره نيږدې يې ځان ځای کړ.
له ډوډۍ خوړلو وروسته څپاند صاحب وويل چې چا سره چې موټرې وي ښه ده که نه د کوڅې سر ته کاشتر موټر ولاړ دی، ټول د ننګرهار هوټل ته ځو چې هلته مو د موسيقۍ پروګرام نيولی دی. زه او پرهيز شګيوال هم غلي د کاشتر په لور روان شوو. شيبه لا تيره نه وه چې ننګرهار هوټل ته ورسيدو. د موسيقۍ ډله کې ما څوک ونه پيژندل. کوم سندرغاړی و چې فکر کوم د سرخرود به و. پښتو لفظونه يې سم نه شو ادا کولای. معين ستانکزی مې خواته ناست او سندرغاړي به چې به د سندرې په هر بند کې کوم ټکی غلط تلفظ کړ نو له غوسې نه به يې سر ته ټکان ورکړ او ماته به يې وويل چې عابده دا سندرغاړي ولې د خوږې پښتو سره دومره جفا کوي. دوی خو د ولس مبلغان دی، دوی چې غلط تلفظ وکړي، نو زموږ دا بې سواده ولس خو ټول ګمرا کوي کنه. ما به ستانکزي صاحب ته تسل ورکاوه چې خير دی چې دوی نه پوهيږي نو موږ به يې معاف کړو.
په دې تالار کې هم تر لسو بجو پورې ايسار شوم. په تلو کې راته پرهيز شګيوال د خپل دوکان پته راکړه او وعده يې راڅخه واخيسته چې سبا به يې دوکان ته ضرور ورځم.
سهار نه بجې به وې چې د پرهيز دوکان ته ورغلم. په دوکان نه و ناست. فون مې ورته وکړ ويل يې چې په همدې مارکيټ کې يم ته چيرته ځه مه چې زه درغلم. شيبه لا تيره نه وه چې پرهيز راورسيد. له مخې سره يې کاوه چای راوغوښت او په خبرو خبرو کې يې راباندې پوره چاينکه چای وڅښه. په همدې دوران کې يو بل ناليدلی دوست د پرهيز دوکان ته راغی چې زما په ليدو يې د مخې سره وويلې چې عابده سترګې مو روښانه دا خو ماته پرهيز يو سرپرايز راکړ . خدای شته دا ځوان نه ما کله ليدلی و او نه می ورسره کله په فون خبرې کړې وې. خو نه پوهيږم چې هغه زه چېرته ليدلی او پيژندلی اوم.
دا سليم خان نوميده د کنړ ولايت او د يو اين سره يې په کنړ کې کار کاوه. ده سره هم مجلس ډېر خوږ و. په خبرو خبرو يې کنړ ته د ورتلو وعده راڅخه واخيسته او زياته يې کړه چې د سالارو نوم خو به دې اوريدلی وي، ښې چکرې به سره ووهو.
د پرهيز شګيوال شعرونه خو ما د بريالي صمدي او نازيه اقبال په غږونو کې اوريدلي وو. ما فکر کاوه چې پرهيز صاحب يوازې هنرمندانو ته شعرونه ليکي خو د لطيف ننګرهاري په غږ کې چې په دې ورستيو دا شعرونه:
راشه ګلې راشه چې ګريوان درته پاره کړمه
زږه خپل درښکاره کړمه، زړه خپل درښکاره کړمه
يا دا چې:
ولې مين شولې زړګيه په غم دې واړولم
کانې دې وکړې ليونيه په غم دې واړولم
يا
لولپه شوم اور مې واخيست په فرياد او په سوران يم
نور مې بچ کړئ يا بچيانو ستا سې کور افغانستان يم
نو فکر مې بدل شو. له خانه سره مې وويل چې پرهيږ خو يوازې هنرمندانو ته شعرونه نه جوړوي، دی خو په خپل شعر کې د وطن درد هم ژاړي او د يوه يتم ماشوم سره يې هم ژړلي دي. له دوی څخه مې هيله وکړه چې خپل څو شعرونه راته واوروي. پرهيز صاحب راته خپل څو اوږده نظمونه اورول او په عين حال کې يې خپله سودا هم خرڅوله.
مخکې له دې نه چې د پرهيز صاحب يو ښکلی نظم دلته رانقل کړم. بې ځايه به نه وي چې شګيوال صاحب د بلاګ لوستونکو ته لږ وروپيژنم.
پرهيږ شګيوال د ننګرهار ولايت د خيوې ولسوالۍ د شګې په کلي کې په ١٣٥٦ ل کال د معلم محمد مرجان په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستي دي.لا ماشوم و چې کورنۍ يې مهاجرت ته اړه شوه او د پنجاب په فيصل آباد کې يې واړول. ماشوم چې په ورځ مزدورۍ يې پيل وکړ او تر هغې چې په مهاجرت کې وو نو د لاس مزدورۍ نه خلاص نه شو. اوس چې بيرته وطن ته راګرځيدلی دی. د جلال آباد په ښار کې اوسيږي او د زرګرانو په کوڅه کې په شريف مارکيټ کې دبنجاره ګۍ يو دوکان ګوټی لري چې د کشر ورور په مرسته يې چلوي.
مخکې له دې نه چې د پرهيز صاحب د يتيم فرياد په نوم شعر دلته خپور کړم، بيرته خپلې ليکنې ته ورګرځم . له پرهيز او سليم خان نه چې رخصت شوم نو نيغه مې د هډې کلي لاره چې ځينې خلک يې د اخونزاده صاحب کلي بولي د يوه بل واده په خاطر ورغلم. دا د ظاهر هډه وال د وريرونو ودونه وو چې موږ سره د کابل په سرای زرداد کې د پاکستاني خوراکه باب نماينده ګي لري. دلته مې وليدل چې نهه لس کسان زموږ کليوال له پيښور نه راغلي وو. دوی ډوډۍ خوړلې وه، نور يې له کوربنو نه اجازه اخيسته چې زه ورسيدم. دوی سره په خبرو کې پوه شوم چې دوی بيرته پيښور ته روان دي. زما هم لږ لږ زړه وتخنيده، خو څهمې ځکه ونه ويلې چې د ترنم پروګرام ته هم بايد پاتی شوی وم. له هډې نه چې ښار ته راتلم په لاره مې سوج کاوه چې هلکه پولې پورې پروت يې. بس دې دی دوه شپې دې په جلال آباد کې وکړې، ورځه يو شپه دوه دې کور ته هم ورساوه، پوره مياشت دې وشوه چې د بچو سترګې دې نه ليدلي. زه لا په همدې سوج کې وم چې د زاهد شاه انګار فون راغی او له واره يې ويل چې چيرته يې. ما ورته وويل چې تر اوسه لا په جلال آباد کې يم خو زړه مې دی چې پيښور ته يوه منډه وکړم. خو دوه زړی يم چې څه وکړم. دلته د ترنم پروګرام هم دی چې هوتک صاحب او حسام صاحب راته يوه هفته مخکې ويلي وو. انګار صاحب ويل چې ما هم دوه تنه ترنمچيان له خوسته را روان کړي دي، او دا دی د جلال آباد په لور مو حرکت دروکړ خو ګوره ته بايد د هغه باز په څير اوسې چې ښکاري ورته وايي چې نيسه يې بچيه چې زرکه درڅخه لاړه نه شي. زه هم د هماغې ښکاري په څير تا ته امر کوم چې ورځه پرې يوه د کور شپه د ترنم د زرو شپو ځای نيسي. بس دا خبره نه وه سمه انرژي يې راکړه. له موټر نه چې ښکته شوم محبوب ته مې فون وکړ چې زه پيښور ته لاړم که هوتک صاحب زما پوښتنه کوله ورته ووايه چې دی پيښور ته لاړ دی. ده سره مې لا په فون خبرې کولې چې څلور تنه کليوال مې وليدل چې سوداګانې يې اخيستې وې او د تورخم هډې ته روان وو. بس له همدوی سره مې ځان يو ځای کړ او د تورخم هډې ته روان شوو. د تورخم په موټر کې سپاره شوي وو چې د استاد اسدالله غضنفر فون راغی ويل يې چې زه نن بهير ته نه شم درتلای څه ميلمانه لرم. ما ورته ويل چې ما هم د پيښور په لور حرکت کړی دی. هغه راته مخه وويله.
د تورخم په لاره روان وو چې د ابراهيم هوتک فون راغی هوتک صاحب په کويته انستوت کې د فرهنګي چارو مسوول دی او دترنم دا مشاعره يې هم د حسام سره په مرسته جوړوله. هوتک صاحب راته وويل چې انګار صاحب دوی رارسيدلي په سپن غر هوټل کې مې ځای په ځای کړل او ته همدلته راځه.
ما ورته وويل چې وروره زه خو پيښور ته روان شوی يم او تورخم ته نيږدې يم. تاسې ته ښه پروګرام غواړم. نقيب احمد اتل ته مې د مشاعرې نه ويلي دي هغه ته فون وکړه چې نور ترنمچيان هم خبر کړي. هغه راته وويل چې ترنمچيان خو به ډېر پيدا شي، خو ستا غير موجوديت دتامل وړ دی. بايد چې ته هم موجود وای. ما خپل عذر وړاندې کړ او هغه راته مخه ښه وويله.
اوس هم د پرهيز شګيوال د يتم فرياد
افغان ماشوم يم څو خبرې کوم
په خپل نوبت نن ماته وار راکړئ
د وږي نس مې څوک پوښتنه نه کړي
آه چې مې نه اورئ نو لار راکړئ
يتيم بچی يم زما غم به اوس خورئ
که نه نو ورشئ زما پلار راکړئ
يو سرپرست د خويندو ورونو يمه
کار پسې ګرځم ماته کار راکړئ
زه په وهلو اموخته يم ورونو
که چيرې بد وايم ګوزار راکړئ
*******
ټول ماشومان سهار مکتب ته درومي
ماته همزولي مې پيغور راکوي
چوپه خوله پاتې شمه وځوريږم
پټ پټ خپل زړه خورمه سخت زور راکوي
په تشه ګيډه مزدورۍ پسې ځم
خپل قسمت هر سهار چای سپور راکوي
لاس مې تڼاکې شي پولۍ ماتې شي
د شپې چې مور لاس ته ټکور راکوي
*******
زما په زړه کې د غربت اور بل دی
ستاسې حظور ته مې ګيلې راوړي
که زړه راوسپړمه اور به واخلئ
سلګۍ مې څو وړې وړې راوړي
يو پټ انسان يم چا پوښتلی نه يم
نن مې ښکاره د غم نارې راوړي
******
ما له کلال نه خزانه واخيسته
ځان ته يوه يوه روپۍ ټولوم
غواړم اختر ته پرې جامې واخلمه
پوټۍ پوټۍ وچې ډوډۍ ټولوم
******
ما نه دوا رنځوره مور غواړي
يوه ګوډۍ مې وړه خور غواړي
وس او توان چې ځان کې نه لري څوک
قسم په خدای چې دا ډېر زور غواړي
خپل او خپلوانو کره تللی نه شم
وايي به دا چې رانه پور غواړي
******
ما د اميد خزانه ماته کړله
اوس پرې جامې او که سودا واخلمه
په کې په شمار يو څو روپۍ پرتې دي
سوج پرې کوم پريږدئ چې ساه واخلم
پيسې دي کمې په دې هيڅ نه کيږي
په دې به مور ته مې دوا واخلمه
******
زما وطن ښايسته ميوې لري
خو له غربت نه يې خوړلی نه شم
نورو ملکو ته ورځ کې ټن ټن اوړي
کور ته زه يو پاو لاس کې وړلی نه شم
لکه حيوان په شان سابه خورم هر وخت
غوښه په کال کې پخولی نه شم
د غم زنځير زما په غاړه کې دی
تشه ژړا يمه خندلی نه شم
نور مې له لاسه حوصيله ورکړې
تر څو به زه له خدايه صبر غواړم
وايم چې کاش په دې دنيا وای زه
په ژوند تنګ شوی يمه زهر غواړم
مخکې مې تانه د يو کور سوال کاوه
خدايه اوس مړ مې کړه زهقبر غواړم
******
د چا په نوم زما د مرګ له پاره
بيا ګوادر نه طيارې پورته شولې
الله دې خير کړي خدای دې ورحميږي
د کلي منځ نه سرې لمبې پورته شوې
يوه شيبه له خاموشۍ نه وروسته
هيبت نه ډکې څو نارې پورته شوې
يو بوډۍ مور مخ په څپيړو وهي
کور نه يې غبرګې جنازې پورته شوې
******
څوک چې راغلي ټولولو کې دي
د ګران هيواد په لوټولو کې دي
د وطن مينه يې په زړو کې نه شته
هر يو چې ګورې غم د ښکليو کې دي
آثار يې واړول په غرونو باندې
بې پرسه مال دی تښتولو کې دي
سمه خبره څوک کولای نه شي
ماشه په لاس د بل ويشتلو کې دي
******
لږ سوج خو وکړئ تاسې څوک وژنئ؟
زړه نه مو بغض او کينې لرې کړئ
د چا دوستۍ باندې ونه غوليږئ
د دشمنانو دسيسې لرې کړئ
ځان کې پخپله شهامت پيدا کړئ
د جاسوسانو موسسې لرې کړئ
دلته د علم رڼاګانې راوړئ
نورې د جهل تورې شپې لرې کړئ
*****
نن پرتې خاورې يمه ځان مې نه شته
اوس چې يتيم شوم غمخواران مې نه شته
د واک خاوند په عيش او نوش کې غرق دی
عرض مې دې خدای واخلي مشران مې نه شته
ډېر نازولی اومه زړه به کلک کړم
خپل ناز به پريږدم آبا جان مې نه شته
په دغه حال چې يمه ښه پوهيږم
نيکه د فخر ميرويس خان مې نه شته
******
همدومره بس دی نور مې مه ګړوئ
دا اينده ماشومان مه کړوئ
کومو مشرانو چې خدمت کړی دی
هغه مشران نور په دار مه ځړوئ
زخمي زخمي يمه پټۍ غواړمه
په پرهرو مې مالګې مه دوړوئ
عمر يې ټول په ژړاګانو تير شو
نور دا پرهيز شګيوال مه ژړوئ.