دا انځورونه د ښاغلي اجمل اند له ويبپاڼې څخه اخيستل شوي چې اول خو اندصاحب ته د ځانګړې ديبپاڼې مبارکي ورکوم او بيا ترې مننه کوم چې دومره ښکلي او په زړه پورې انځورونه خپاره کړي دي . هيله ده چې د باز بلاګ د ليدونکو تنده پرې ماته شي.
په مينه او مننه
بازمحمد عابد







13.01.2009
- baz
دا ځل د محرم د ورځې له برکته پوره څلور ورځې رخصتي وه. خو زما بدقسمتي دا وه چې سږکال د کړکيچنو حالاتو له لاسه کور ته ( پيښور) ته نه شوم تلی. ځکه چې يو خو په خيبر ايجنيسۍ کې په ورانکار اپريشن پيل شوی و او بلخوا د محرم په خاطر د پاکستان حکومت سخت امنيتي تدابير نيولي وو. له هرې خوا نه چې به څوک ښار ته ننوتو نو د پوليسو له پوښتنو سره به مخ کيده. بس ما هم دا پريکړه وکړه چې ټوله رخصتي په جلال آباد کې تيروم. په جلال آباد کې د پاتې وجوهات مې هم لرل. په اتم د جنورۍ په جلال آباد کې د جبار څپاند د...
19.01.2009
- baz
تيره هفته چې زه جلال آباد ته تللی اوم او بيا مې د خپل تګ د ليدنو او کتنو ريپورټ په بلاګ کې خپور کړی و، نو سيد ملوک شيرزاد او په ننګرهار کې د کليد راډيو مسوول شفيق همدرد زما ريپورټ لوستی و او ګيله يې کړې وه چې ننګرهار کې دوه ورځې تيروې او موږ ته فون قدرې هم نه کوې. ما دواړو ته ويلي وو چې دا ځل راته بخښنه وکړئ، بيا چې کله هم زه په جلال آباد کې پاتې کيدم نو تاسې سره به ضرور وينم.د تيرې چهار شنبې په ورځ راته له پيښور نه ورور فون وکړ. ويل يې چې جلال آباد ته چې خپلوا...