تيره هفته چې زه جلال آباد ته تللی اوم  او بيا مې د خپل تګ د ليدنو او کتنو ريپورټ په بلاګ کې خپور کړی و، نو سيد ملوک شيرزاد او په ننګرهار کې د کليد راډيو مسوول شفيق همدرد زما ريپورټ لوستی و او ګيله يې کړې وه چې ننګرهار کې دوه ورځې تيروې او موږ ته فون قدرې هم نه کوې. ما دواړو ته ويلي وو چې دا ځل راته بخښنه وکړئ، بيا چې کله هم زه په جلال آباد کې پاتې کيدم نو تاسې سره به ضرور وينم.
د تيرې چهار شنبې په ورځ  راته له پيښور نه  ورور فون وکړ. ويل يې چې جلال آباد ته چې خپلوان حاجيان  رارسيدلي دي، سبا ته په کې د يوه ختم دی، د ختم کارتونه يې پيښور ته رارسيدلي دي، پرون ځينې خپلوان جلال آباد ته درغلي نو نن بيا په لواړګي فوځي اپريشن دی، دتورخم ، لاره بنده ده. ته به له کابل نه ختم ته راشې. ما ورسره ومنله. له دفتر نه مې رخصت واخيست او د پنجشنبې په سهار مې د جلال آباد په لور حرکت وکړ. دا ځل هم د نور کله په شان له موټر نه د خالد رسټورنټ او ميلمستون مخې ته کيوتم او د حاجي صاحب د ليدو او په ختم کې د ګډون له پاره د ننګرهار د مستوفيت تر څنګه نوې جوړې شوې کالونۍ په لور روان شوم. هلته چې ورسيدم نو زما ځينې  خپلوان چې له پيښور نه راغلي وو او څو ورځې په ننګرهار کې پاتې شوي وو، د پيښور په لور يې حرکت کاوه. دوی سره مې روغبړ او خدای پاماني وکړه او خپله د ختم حويلۍ ته لاړم. دلته مې هم ډير خپلوان وليدل چې اکثره يې له پيښور نه راغلي وو.
 
همدلته خبر شوم چې په پيښور کې زموږ د عزيزانو له جملې نه يوه مشره ښځه په حق رسيدلې ده او دوه بجې يې په کلي کې جنازه ده. جنازې ته  تلوونکو کسانو کې ما هم ځان ورګډ کړ. زموږ د کلي ملک ميرزاګل چې د راغلي صاحب ورور دی او هم يې خالد رسټورانټ پراپرټي ده، د ده په مشرۍ کې په يوه موټر کې سپاره شوو او کلي ته روان شوو. موږ چې د کلي هديرې ته ورسيدو نو جنازه يې خاورو ته سپارلې وه، کليوالو د خيرات شولې ته پلتۍ وهلې وې. موږ په يوه کوټه کې کيناستو. د مرحومې کشری زوی راغلی او دعا مو ورته وکړه. د چايو څښلو وروسته زه هم له نورو ملګرو رابيل شوم او د خپل مرحوم پلار قبر ته ودريدم او له لوی خدايه مې ورته د بخښنې دعا وغوښته. د قبر په سر ولاړ وم چې زما خوږ کليوال ملګری شيربند مې وليد چې خپل کور ته روان و. فون مې ورته وکړ او ورته مې وويل چې زه همداشيبه تا وينم چې کور ته روان يې. هغه يو دم زما د پلار د قبر په لور راوکتل او نيږدې يې پيدا کړم.  له ده سره روان شوم. د دوی په ديره کې مې د ده پلار او ډاکټر ميرويس وليدل. همدلته مو چای څښلې چې زما دوه نور خواږه ملګري حکيم خان چې په خالد رسټورڼت کې کار کوي او حيات الله چې د يو اين ادارې له خوا د ننګرهار د نوي ګمرک د ودانيو انجينر دی، په موټر سايکل راروان وو. دوی مې هم راوګرځول او په ګډه موم سره چای وڅښلې.

له دې ځايه د ملک ميرزاګل په لور وخوځيدو چې د حکيم خان د تره زوی دی. ملک د کلي د شورا د ودانۍ د جوړيدو په ځای کې ولاړ و او د شوي کار کتنه يې کوله.
ديادونې وړ ده چې د کليو د پراختيا وزارت د ثمرخيلو کلي له پاره ١٢٠ لکه افغانۍ منظورې کړې وې چې د کلي د شورا له پاره پرې يوه ودانۍ جوړه کړې. خو پخوا به خلکو ويلې چې له کلي نه يې نايان ډېر دي. خو اوس بايد وويل  شي چې له کلي يې ملکان ډېر دي. زموږ  کلي کې هم څلور ملکان دي چې يوه ملکي د کوچيانو ده، دوه ملکان د مياګانو دي او يو ملکي هم د ديشينو ده چې

ملک ميرزاګل يې ملکي کوي. دا پيسې څلور ځايه شوې وې او هر ځای د کلي د شورا له پاره په ودانيو کار پيل شوی و. ملک ميزراګل د دې ودانۍ له پاره خپله ځمکه ورکړې وه او ښه په درز کې کار پرې روان و. له همدې ځايه مې د خوړ جومات ته پام شو چې دوه پوړ جوړ شوی و. دې جومات څه ديرش کاله پخوا وخت ته بوتلم. هغه وخت ته چې دا جومات يوه چوتره وه او ما مې له پلار سره په شريکه ورته تيږي او خاورې راوړې وې. له جومات جوړيدو نه مخکې

زما پلار کليوالي هټۍ درلوده. پلار مې يوه چوتره جوړه کړه چې دوکان سره نيږدې خپل لمونځونه ادا کړي. بيا په کراره کراره زموز عزيزانو د دې چوترې خوا کې يوه څاه و ايسته چې نيالګي مو هم وکرل. کله چې څاه ووهل شوه، نو په خوا کې ورته  د جومات جوړولو کار هم پيل شو. بس له هماغې وخته زموږ دوکان، جومات او ديره زموږ د عزيزانو د مړي ژوندي ځای شو چې تر اوسه ترې هم ګټه اخيستل کيږي. دا جومات اوس په مدرسه اوښتی دی چې په لسګونو جونې او هلکان په کې په مختلفو وختونو کې په زده کړه بوخت دي. ما چې د کلي جونې په زده کړه بوختې وليدې، ډېر خوښ شوم. بس کمره مې راواخيسته او د قاري صاحب د مخالفت سره سره مې عکس

واخيست له دې ځايه مې د خپل وران او پر ميدان بدل شوي کور ته د تلو نيت وکړ. شاه وخوا يو نيم کور چې جوړ پاتې و، په هغه کې له نورو ځايونو نه راغلي خلک ديره شوي وو. يوازې زموږ سره جوخت کور کې زموږ عزيزان اوسيدل چې مالي حالت يې راته ډېر بد ښکاره شو. د همدې کور ماشومان رانه راچاپيره شول چې ډېرو يې په کې نه پيژندم. داسې رانه ګرد ګرځيدل لکه پخوا به چې زموږ کلي ته له کابل نه کورنۍ د ګوډيپران د لوبې له پاره راتلې او موږ ماشومان به ترينه ګرد ګرځيدو او خوښي به مو ښکاره کوله. دوی  مې زموږ د کور په حويلۍ کې چې اوس په يوه تش ميدان اوښتی و، ودرول او عکس مې واخيست.


له دې ځايه د مياعلی بابا زيارت ته ورغلم. په ټول زيارت کې يو ليونی تړل شوی و چې د کلي بې روزګاره ځوانان  ورته ولاړ وو او د ليوني اوتې بوتې يې اوريدې. ليوني چې زما لباس او کلين شيو ( ګيره بريت خريلې) وليدل، له واره يې غږ وکړ چې واه، واه  دا خو ګل ببو راغله. ګل ببو ستړې مه شې. د کلي ځوانانو راپورې ښه وخندل. ما کمره راواخيسته او عکس مې ورته اخيستو چې ښې ستغې سپورې يې راته وکړې. خو ما خپل کار کړی و.

د زيارت مخې ته چې د ښار د موټرو هډه ده دلته د مياصاحبانو سره يوه شيبه تم شوم او چې د موټر سپرلۍ پوره شوې زه هم د ښار په لور وخوځيدم.

ښار ته په رسيدو مې پرهيز شيګيوال ته فون وکړ. هغه راته وويل چې په خدای دې باور وشه چې ستا نوم مې همدا شيبه په موبايل کې لټاوه چې ستا زنګ راغی. ما ورته وويل چې زه په روحاني تړون سخت باور لرم. داسې ما ته ډېر ياران وايي. ده ته مې وويل چې زه ستا دوکان سره نيږدې يم او په يوه مينټ کې درسيږم. 
زه لا نه وم وررسيدلی چې ده چای واله ته ويلي وو چې دودپتي چای راوړه. له روغبړ نه وروسته مې پرهيز صاحب ته وويل چې ما ډېر ياران په تمه کړي دي چې ليدو ته به يې ورځم خو ستاله  دوکان تر څنګه تيريدم نو قدمونو مې اجازه رانه کړه چې له تا يې واړوم. بس زه درنه نور ځم. ويل يې نه ياره ما تا له پاره دودپتي چای راغوښتی دی. چای مو سره وڅښلې. په خبرو کې يې راياده کړه چې سليم هم له کنړ نه راغلی دی او هغه ستا دوه ورځې په جلال آباد کې يې هم پرنټ کړی دی. نن شپه به له ما سره ځې. ما ورته وويل چې بس همدا ناسته ځکه دواړو غنيمت ګڼو چې ما خپل پروګرام له وخته جوړ کړی دی، چا سره شپه او چا سره څو شيبې تيروم. زه غواړم چې ټولو يارانو ته ځان ورسوم. همدلته لا ناست اوم چې د سيد ملوک شيرزاد فون راغی ويل چې زه خو درته ډېر په دفتر کې منتظر شوم خو ستا پته ونه لګيده. ويل يې چې اوس بيا دفتر ته همدا ستا په انتظار ورځم تاسې کولای شئ چې هملته  ته راشئ همدلته به سره ووينو.

له پرهيز نه مې رخصت واخيست او دشيرزاد صاحب په لور ورغلم. شيرزاد صاحب هم ما سره سم راروسيدو. له څوکيدار نه يې د خپل دفتر کلي واخيسته او دواړه ورننوتو. ډريور ته يې وويل چې موږ ته ښې مزيدارې چای جوړې کړه. د چای څښلو وروسته راته شيرزاد صاحب وويل چې ټوله شپه دې انټرنيټ په واک دی. ما هم ناراستي ونه کړه. له مخې سره مې خپل ايميل خلاص کړو. څه ايميلونه مې ډيليټ کړل، څه مې ولوستل او درې څلور مې ځواب هم کړل.

په دې دوران کې  دشفيق همدرد فون راغی ويل چې  د کړې وعدې په اساس  به دې زه سباته له غرمې نه مخکې په تمه يم چې بل چا سره وعده ونه کړې. ورته مې وويل چې سمه ده، بې غمه اوسه.
شيرزاد صاحب داسې ګڼله چې زما شپه له همده سره ده خو هغه ته دا مالومه نه وه چې عابد چيرته پښې پريښي دي، چيرته لاسونه او چيرته هم زړه. بس سکوټه مې ورته وويل چې زه شپه له تا سره نه يم. بيا هغه محب اسرار ته فون وکړ چې راشي او چيرته په ګډه سره ډوډۍ وخورو. اسرار ورته وويل چې تاسې د چهاردهي هوټل په لور راووځئ زه هم دا دی له کوره درووتم هملته به سره يو ځای شوو. موږ دريوواړه په لږه فاصله کې د چهاردهي هوټل مخې ته ورسيدو. کله چې هوټل ته پورته شوو، نو د هوټل مالک چې په دخل ناست وو، ورته مې وويل چې زه نه پوهيږم چې ما په ننګرهار کې ملګري ومومي نو د ډوډۍ خوړلو له پاره مې ستاسې هوټل ته راولي، سره له دې چې خالد رسټورنټ زموږ خپل دی. هغه يوازې خندا وکړه او نور يې څه ونه ويل. دلته مو ښه په شوق چاينکي وخوړله او د ښه ګپ شپ وروسته دريواړه په خپلو لارو روان شوو.

شپه مې خپل دمه ځای يعنې خالد رسټورنټ ته ورسوله او تر ډېره بيا هم  په ريسيفشن کې پاتې شوم. سهار چې له خوبه راپاڅيدم  له همدرد صاحب سره کړې وعده مې مخې ته ودريده. فون مې ورته وکړ. هغه وويل چې دا دی له کوره راووتم ته چيرته يې چې درپسې درشم؟

ما وی چې زه به درته د خالد رسټورنټ مخې ته ولاړ يم. لس پنځلس مينټه وروسته همدرد صاحب له رکشې نه راکيوتو. زه يوې غاړې ته ولاړ وم چې فون يې راغی. د شاه له خوا پرې ورغلم او ورته مې وويل چې کله داسې شوي دي چې چا ته فون کوي او هغه  درته نقد په لاس درغلی وي. بس په نريو بريتو کې له خندا شين شو او راغاړې وتو. دواړه رکشې ته وختو او نيغ د کليد راډيو په خوا ورغلو. هلته ګل رحمان رحماني هم راپيدا شو چې زموږ پخوانی بهيروال دی. په ننګرهار کې د ادبياتو پوهنځی وايي او هم له مرام راډيو سره کار کوي. شاه محمود شينواری هم دلته پيدا شو. همدرد صاحب راته معرفي کولو چې زه پرې مخکې شوم. ما ويل دا شاه محمود شينواری دی په کابل کې زموږ بهيروال پاتې شوی دی.

ويل يې عابده تا نه خو هيڅوک هم نه خطا کيږي، دومره ډېر شناخت؟ بس نوش جان دې شه. ايمل اند هم دلته و. همدرد ويل چې کنډيوال هم راځي. په دې دوران کې ما نقيب احمد اتل ته فون وکړ ويل يې چې ناروغه يم او په کور کې پروت يم خو دا چې ته کليد ته راغلی يې نو زه درځم. ما وې بس دلته ياران ډېر دي، ته مه راځه ښه صحت درته غواړم. دوی چای راوړ ما لا د چايو پياله نه وه خلاصه کړې چې لس بجې شوې. همدرد راته وويل چې سټوډيو ته ځو او په شريکه يو ژوندی بنډار جوړوو. ما وې ډېره ښه ده. سټوډيو ته له ما پرته همدرد، ايمل اند، شاه محمود شينواری او رحماني صاحب ننوتو. بس بنډار پيل شو.  د يارانو ټيلفونونه هم راتلل او هر يو به بلا ډېرې پوښتنې کولې او ما به ورته په ټوکو ټوکو ځوابولې. نهه لس ټيلفونونه به راغلي وو چې نيمايي يې په کې زما د کليوالو وو.
په دې وخت کې همدرد صاحب وويل چې عابده ما ته يو شک پيدا شو او هغه دا چې ته خو به د ثمرخيلو نه يې؟
ما ورته وويل چې ستاسې شک پر ځای دی. دې خبرې سره د خنداګانو يو شور پورته شو. شاه محمود شينواري راغبرګه کړه چې ولې داسې نه وايې چې سړی د کوم ځای وي؟ زما له خولې ووتل چې نه مړه ثمرخيل لغمان ته چېرته رسي. دلته  فضايوې بلې خندا ونيوه، خو همدرد صاحب وويل پام مو وي چې زموږ تخيکي همکار هم لغمانی دی. ما چې تخنيکي همکار ته وکتل نو يوه ښکلې موسکا يې وکړه او ژر بيرته په خپل کار بوخت شو. د اورېدونکو ټيلفونونه هم راتلل. چا به شعرونه غوښتل او چا هم خاطرې. له شعر ويلو خو مې لا د مخه معذرت غوښتی و خو خاطرې خو بلا ډيرې لرم. کومه خاطره چې مې هلته وويله دلته يې هم رانقلوم. خبره مې له دې ځايه راپېل کړه چې دا مې اووم کال دی چې په کابل کې اوسېږم خو دې کابليانو ته زه تر اوسه پېښوری ښکارم.  دا به پر ځای پرېږدم خبره به د جلال آباد د ښار درته وکړم. زه به چې کله هم پيښور ته تلم نو له روان موټر نه به مې د سراج العمارت د پارک ليدنه په ډېر شوق کوله او دا ځکه چې ما ته دا موقع کله په لاس نه وه راغلې چې زه دې په کې چکر وو هم. خو څه دوه نيم کاله پخوا داسې يوه مازيګری په جلال آباد کې تم شوم چې د جمعې له ورځې سره برابر و. له هر څه د مخه د پارک پر لور وخوځيدم.څنګه چې د پارک به دروازه ور ننوتم. ما پسې پيوسته درې تنه زلمه کيان په موټر سايکل سپاره راننوتل او څنګه چې د يوه پر ما سترګې ولګېدې، سم له واره يې هغو نورو ته هم څه وويل. دريواړو ماته و کتل، موټرسايکل يې ودراوه، دريواړه  ترې راکيوتل او خپلو کې  يې په اردو ژبه خبرې پېل کړې.يوه دې دوه نورو ته وويل:
ـ خدا جانې پنجاب کې کون سې ضلع سې هوګا؟
بل وويل:
 اُس سې پوچهې نا.
بل وار ونيوه او ويې ويل:
چهوړ دو يار کسې کې مهمان هوګا. هماری لاکهون لوګ وها رهـ  رهی هين.
بل بيا وار ونيو:
يکبار  پوچهـ نا تو کوهي جرم نهين هين.
زما ډېر زړ ه خارښت کاوه چې ورته ووايم  چې کيدای شي تاسې به لا پيدا نه وای چې په همدې پارک کې چې پخوا يې ورته د سراج العمارت باغ وايه، او يوازې د نارنجانو اوترنجانو بوټي په کې ولاړ و. موږ د ١٣٦٥ ل کال پورې د هر نارنج بوټي لاندې هره اونۍ يوه سترنجۍ غوړولې او هغه د چا خبره ميله مو کړې ده نو راسره به يې ونه منئ.  آيا زه تاسې ته پنجابی ښکاره شوم. خو بيا مې له ځانه سره وويل چې درې کسه دي هسې چې وهل درته درکړي، بس د سرک له غاړې قبلې لورته د لوبو يوه ميدان ته  دننه شوم. او خپله لاره مې ونيوه. د پارک د هرې برخې ننداره مې په ډېر شوق وکړه. د سراج العمارت له ماڼۍ نه مې يوه دوره وکړه او چې د پارک شمالي لور ته مې نظر واچاوه نو بلا ډېر ځوانان څوک د پارک په زينو چې د څوکيو په څير يې جوړې کړي دي ناست وو او دا درې لورې يې هم ولاړ کسان دي چې د کومې لوبې ننداره کوي.په زړه کې مې وويل چې راځه ښه ډېر خلک راټول دي، دلته به ضرور کومه په زړه پورې لوبه روانه وي.
نيږدې ورغلم، چې ګورم زما يو کليوال دی چې تنکي ځوانانو ته د جمناستيک د ترکونو قومانده ورکوي او هغوی مختلف ترکونه اجرا کوي. په دې وخت کې ما په چمن کې د يوه وړوکي کاڼي د پيدا کولو هڅه وکړه چې زه پر استاد حميدالله وار وکړم چې ما ته يې پام شي. په همدې کې اوم چې ناڅاپه راباندې د استاد حميد الله سترګې ولګيدې. ډاريکشن ترې پاتې شو او يو دم يې په لوړ غږ وويل چې اوهو، دا خو عابد صاحب راغلی دی.  په دې وخت کې ټولونندارچيانو زما په لور وليدل. استاد حميدالله زما پر خوا راغی او په غيږ کې يې د هغه رنګه پړي نه واړولم چې نورو ليدونکو ته ترې د اوښتو اجازه نه وه. په ميدان کې يې هغه برخې ته يوړم چې دوه درې چوکۍ په کې پرتې وې.دوه تنه ځوانانو موږ ته چوکۍ پريښودې. څو شيبې لا تيرې نه وې چې يوه لوبغاړي د شيدو چای او بسکټ راوړل. له حميد استاد نه مې هيله وکړه چې ته دې خپل شاګردان په  تمرين بوخت کړه بس زه چای څښم. خو هغه خپل کوم مرستيال ته وويل چې ته په هلکانو تمرين پيل کړه چې نن ډېر نازولی ميلمه راغلی دی.
ما په چای څښلو پيل وکړ. او په څنګ کې مې د لوبې د نندارې تر څنګه د خدای د نازولو هم ننداره کوله چې ناڅاپه مې په هغودريو هلکانو سترګې ولګيدې چې په ما يې د پنجابي ګمان کړی و. بس بې له مقدمې مې ورته له خولې په لوړ غږ ووتل چې:
آو بهايون چای پيوو.
هلکان يو څه خجالت غوندې شول. خپلو کې يې څه سره وويل يوه په کې لاس تندي ته د مننې په توګه يوړو او دريواړه په خپله مخه روان شول.
دا خپرونه ما له پاره دومره په زړه پورې وه چې موږ هيڅ پوه نه شو چې دا يو ساعت مو څنګه ژر تير کړ. په اخره کې چې د خپرونې يو مينټ پاتې و وقفه يې واخيسته. په دې دوران کې ماته همدرد صاحب وويل چې ما سره او هم دې نورو يارانو سره ډېرې پوښتنې په زړونو کې پاتې شوې او داسې چې زموږ تنده نه ده ماته شوې د اوريدونکو تنده به هم نه وي ماته خوښه دې نه ده چې دا خپرونه يو ساعت نوره  هم وغځوو. ما ورته وويل چې واله که خو زما هم پرې تنده ماته شوي خو انشا الله زه به بيا بيا راځم او همداسې بنډارونه به سره جوړو.
له کليدراډيو نه تر مخابرات څلور لارې پورې زه او رحماني صاحب پلي ر ا روان ووچې په لاره کې د هلکانو تجربوي ليسه مخې ته راغله.  لوحه يې غلطه ليکلې وه.

رحماني صاحب ته مې وويل چې په سر يې ورته  ليکلي دي چې د پوهنې رياست او بيا غلطۍ ته يې وګوره يوه لوحه په سمه بڼه نه شي ليکلی دوی به څه پوهه انتقال کړای شي؟ هغه راته وويل چې داسې په لسګونو دولتي لوحې دې چې غلطې ليکل شوي او بله دا چې د جلال آباد غوندې ښار کې ډېرې لوحې په فارسي ليکل شوي دي په همدې خبرو کې وو چې تر ښاره راورسيدو. هغه شله و چې مرام راډيو ته چې د مخابرات څلوري په هاشمي پلازه کې ده د ډوډۍ خوړلو په خاطر لاړ شم، خو غرمه به ما په هر صورت په خالد رسټورنټ کې تيروله.

په خالد رسټورنټ کې تر دريو بجو پورې اوم بيا د رضوان منور د موسيقۍ د دفتر په لور وخوځيدم. دلته د هغه ټوله ډله موجوده وه خو په تاش ( قطعه) يې د ټيکې لوبه کوله. دوی سره له روغبړ وروسته هغوی خپلې لوبې ته دوام ورکړ. زه او معلم رضوان يوې غاړې ته کيناستو.

ما چای نوش جان کولې او هغه ارمونه راواخيسته او زما هغه غزلې يې راته زمزمه کولې چې کمپوز يې ورته جوړ کړی و. بيا يې راته دوه هغه سندرې په ټيپ کې واورولې چې په جرمني يې اوسيدونکي يو افغان  انور ته يې اډيو او ويډيو دواړه جوړې کړي وې او هغه په انټرنيټ کې ځای  کړي دي. تر ماښامه له معلم رضوان منور سره پاتې شوم. بيا د مخابراتو رياست تر شاه د نيو ثمر هوټل په لور وخوځيدم. چې دا هم د خالد رسټورنټ واله دی او تر

خالد مشر ورور لقمان يې مينيجر دی. دلته مې يو بل خپلوان  وارث هم وليدچې په جلال آباد کې

د يوه باډي بلډينګ کلب چلوونکی او استاد دی.  دوی سره مې هم يوه شيبه ښې غورې وکړې او بيا د لقمان په ډېر اسرار هم له دوی سره پاتې نه شوم او شپه مې بيرته خالد رسټورنټ او ميلمستون ته راورسوله.
 تير ماخوستن و چې له پيښور نه ټيلفون راغی زما د تره زوی او خسر مې راته فون کړی و. ويل يې چې په کامه  کې مړی شوی دی. ته تيار په جلال آباد کې يې سبا ته يې په يوولسو بجو په کامه کې جنازه ده ورشه.
ما له مخې سره د تر خالد يو بل مشر ورور معشوق ته فون وکړ ورته مې وويل:  ماښام چې تا د کوم مريض په هکله ويل چې سخت حالت يې دی هغه خو په حق ورسيد او سبا ته يې جنازې ته تګ هم ضروری دی. هغه راته وويل چې سبا به په ګډه سره لاړ شوو. سبا سهار له پيښور څخه د راغلي  دوه ميلمنو په ګډون له معشوق سره په سوپر کسټم موټر کې سپاره شوو او لس بجې به وې چې  د مستعلي کلي ته ورسيدو. زما کامې ته تګ پوره ديرش کاله پس وشو. کله چې زموږ د کلي په ورشو کې روسانو د زون شرق له پاره يو بيز جوړ کړ نو زموږ ځينې کليوالو کورونه د جلال آباد ښار ته يوړل، ځينې يې پيښور ته په کډه شول او موږ کامې ته خپله کډه وړې وه. هغه وخت زه دولس کلن اوم خو سايکل مې چلولی شو او له مستعلي نه به د اخوند بازار ته د سودا له پاره په سايکل تلم.
جنازې ته لا پوره يو ساعت پاتې و.  په سلګونو خلک راټول شوي وو او يو ملا په لوډسپيکر کې مسلې بيانولې. زه  د غنمو تازه شنه شوي کروندو په پوله تر سيند غاړې لاړم. فردوس بهار چې ښه شاعري کوي، او د کامې دی، ده ته مې فون وکړ. اول خو يې تيلفون ته ځواب نه وايه بنداوه به يې او کله چې ما ډېر تنک کړ نو راته يې وويل چې وروره هر څوک چې يې بيا وروسته زنګ ووهه. زه اوس په ننګرهار پوهنتون کې د امتحان په صحنه کې يم. له دې خبرې سره يې فون بند کړ. يوبل زلمکي نور الله ته  چې زما د شع رمينه وال دی فون وکړ ويل يې چې زه په اخوند ليسه کې امتحان ته ناست يم او چې پرچه مې خلاصه کړه په توده منډه ځان در رسوم ته به نن شپه چيرته نه ځې. خو ما ورته وويل چې مړی ښخ شو نو زه له نورو ملګرو سره راغلی يم موږ بيا ځو که د ديدن نصب و نو سره به ووينو او که نه نو خدای پامان. په دې وخت کې

د معشوق فون راغی ويل يې تا ته مخامخ د سيند په غاړه ولاړ يو ته همدلته راځه. ورغلم دی او زرداد او زموږ يو بل کليوال ميا خوشحال ولاړ وو. دلته مو سره عسکونه واخيستل او بيا د جنازې کولو وخت رارسيدلی و.دلته چې راغلو جهادي قوماندان او د پارلمان وکيل  مولوي عطا الله ميک ته ولاړ و او وعظ يې کولو. د قيامت د لوې ورځې په اړوند يې مفصلې خبرې وکړې او په دې خبره يې ډېر ټينګار کاوه چې موږ او تاسې ټول به د خپلو اعمالوجزا وينو.

مړی چې خاورو ته وسپارل شو، موږ هم د نورو راغليو ميلمنو په څير د شولې غوريو ته کيناستو او په مړه خيټه مو نوش جان کړه. څه د پاسه دولس بجې به وې چې له کامې څخه مو د جلال آباد په لور حرکت وکړ. له مشعوق نه  زه او له پيښور څخه راغلي ميلمه زرداد  د مخابراتو څلور لارې کې کيوتو او دواړه خالد رسټورنټ ته لاړو.  هغه د پيښور په لور او ما د کابل په لور خدای پاماني واخيسته.
بازمحمد عابد/ کابل ، افغانستان
٢٠٠٩/ ٠١/ ١٩