د افغان ادبي بهير غونډه چې د ١٣٨٧کال د مرغومي په ١٣ نيټه چې د د ٢٠٠٩م کال د جنورۍ د ٢ نيټې سره برابره وه. په کابل کې د يار په موسسه کې وشوه. د غونډې مشر زاهد شاه انګار او ميلمه يې عبدالنافع همت و. ويانديې حسن المبارک و او ريپورټ يې مصطفی باور ليکه.
د تيرې غونډې ريپورټ مصطفی باور د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې له ځينو سمونو او مشورو ورکولو وروسته ريپورټ د تاييد وړ وګرځيد.
ورپسې سيد جيلاني جلان خپل يون ليک وړاندې کړ چې کندهار ته په يوه فرهنګي سفر تللی و. علم ګل سحر، بازمحمد عابد، عبدالنافع همت، استاد اسد الله غضنفر او زاهد شاه انګار پر يون ليک خپل نظرونه څرګند کړل او جلان صاحب ته يې مشورې وکړې چې په رڼا کې خپل يون ليک لا غښتلی کړی.
ورپسې يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسکونو شاعرنو په کې شعرونه واورول.
په غونډه او مشاعره کې تر پنځوسو کسانو پورې ګډون کړی و.
زاهد شاه انګار او د غونډې وياند حسن المبارک
مصطفی باور د ريپورټ اورولو پر حال کې
سيد جيلاني جلان د يون ليک د اورولو پر مهال
علم ګل سحر پر يون ليک خبرې کوي
استاد غضنفر پر يون ليک خپل نظر څرګندوي
عبدالنافع همت پر يون ليک خپل نظر څرګندوي
د غونډې د ګډونوالو يوه څنډه
د ګډونوالو يوه بله څنډه
ګډونوال
عبدالاحد محمد يار
فيصل منګل
عنايت ديدار
زاهد شاه صدارتي خطبه وايي