رنځورې هيلې د ښاغلي کيسه  ليکوال عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو دريمه ټولګه ده چې په لندن کې د افغان کلتوري ټولنې په ښه کاغذ په ١٠٤ مخونو کې د ٢٠٠٠ ټوکو په شمير خپره کړې ده.
په دې ټولګه کې ١٣ کيسې راټولې شوي دي چې ټولې يې د افغانو ښځينه ژوند انځورونه وړاندې کوي. تر دې د مخه هم د وکليل شينواري دوه د لنډو کيسو ټولګي خپرې شوي دي چې يوه يې زړه کلا نوميده چې په ٢٠٠١ م کال کې په پيښور کې خپره شوې وه او بله يې پنځوش ميلونه نوميده چې په ٢٠٠٥ م کال کې خپرې شوې او ٢٠٠٧ م کال د کوزې پښتونخوا تکړه  ژورنالست او شاعر راشد خټک اردو ژبې ته اړولې هم ده.
زه  ګران کيسه ليکوال دوست وکيل شينواري ته د دې ټولګې مبارکي ورکوم او نور دوستان يې لوستلو ته رابولم.
په ټوله مينه ستاسې باز