افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ ش کال غويي د مياشتې په ٢٧ نيټه چې د ٢٠٠٨ م کال د مۍ د ١٦ نيټې سره برابره وه، په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر شاه د يار په موسسه کې ماسپښين درې بجې په تلاوت پرانيستل شوه. د غونډې ريس عزيز تحريک و او ميلمه يې صابرخان ثبات و. وياند يې جاويد احمد اوربل او د تيرې غونډې راپور عبدالواسيع رحمت واوراوه. په راپور له نقد وروسته عصمت قانع خپله لنډه کيسه ( د لاس کرښه) په نوم کره کتنې ته وړاندې کړه چې دوستانو يې ښې ګڼې او بدګڼې په ښنه کړې. تر کرع کتنې وروسته يوه آزاده شماعره شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. غونډه کې تر سلو تنو زياتو شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده چې د د غونډې له پيليدو نه مخکې يوه امريکايي ګيتارست چې ډاب نوميده د خپل هنر ننداره بهيروالو ته وړاندې کړه. ډاب په پښتو ژبه د ماشومانو له پاره يوه کيسه د ګيتار سره کمپوز کړې وه او بهيروالو ته يې واوروله، د ډاب په کابل کې ځينو شخصي ښوونځيو ته ځي او ماشومانو د خپل هنر ننداره وړاندې کوي او هم د شمشتۍ هغه کيسه په سندره اړوي چې د ماشومانو له پاره يې ليکلې ده.
جاويد اوربل چې د غونډې وياندي يې کوله
عصمت قانع
استاد اسدالله غضنفر
عزت الله شمسزی
محمديګل اوبرنګ
د غونډې يوه څنډه
د غونډې بله څنډه
امريکايي ګيتاريست ډاب