قدرمنو دوستانو!  د تکړه ژورنالست، ژباږونکي او شاعر نذير احمد سهار د تير شوي واده پارټي چې  دانش خپرندويه ټولنې او څرک مدني ټولنې په شريکه نيولې وه، د جمعې په ماښام د الماس شرق په هوټل کې د غزل د ماښام تر سرليک لاندې تر شپيتو تنو شاعرانو او ليکوالو په ګډون ونمانځل شوه.  تر ماښامنۍ د مخه يوه آزاده مشاعره وشوه چې وياندي يې بازمحمد عابد کوله  او بيا د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ. د يادونې وړ ده چې د خليل ځاځي په نوم يو ځوان چې شاعر هم دی، د موسيقۍ له پردو سره يې خپل خوږ مل کړ او ډېر داد يې حاصل کړ. دلته د پارټۍ څو انځورونه ليدلای شئ.

د واده زلمی

د غونډې ګډونوال

ستانه ګل شيرزاد؟؟؟؟؟ دلاور خان دلاور او استاد يون

رسول باوري، جمال الرحمن، ډاکټر خوشحال روهی، ستانه شيرزاد او ....

له کيڼې خوا، عنايت ساپی، عزت الله شمسزی، صابرخان بې ريا او د هغه زوی

شاه ځلمی ځلمی؟؟؟؟؟ محديګل اوبرنګ

ستانه ګل شيرزاد، ځواکمل، زرين انځور او ډاکټر ماخان شينواری

نذيراحمد سهار او بازمحمد عابد

خليل ځاځی د سندرې ويلو په حال کې