د بلاګونواو ويب سايټونوچلوونکو او محترمو پښتو ورونو او خويندو.
السلام عليکم
که څه هم پخپله ليکواله نه يم خو د پښتو ادب سره مې له کوچنيوالي علاقه لرله. کله به مې چې پلار د القلم مجلې کور ته راوړلې نو پاڼه په پاڼه به مې لوستلې او د مجاهدينو د برياليتوب کيسو او شعرونو يې ډير خوند راکاوه. اوس چې په کابل کې په يوه دفتر کې دادارې مديرې په توګه دنده لرم نو دا فرصت راته برابر شوی چې نه يوازې هر نوی پښتو کتاب مطالعه کړم بلکې د پښتو ویب سايټونو او بلاګونو له لارې هم ځان د خپل پراخ کلتور سره اشنا کړم او په کور کې يې د خپلو کوچنيانو سره شريک کړم.
تقريبا يو کال پخوا مې په يو ويب سايټ کې د ماشومانو په هکله کيسې ولوستي او له همهغه مهاله مې خاوند چې پخپله ډاکټر دی، انټرنيت کور ته راوست او اوس مونږ ټول هر وخت روزنيز شيان او په تيره بيا پښتو ویپ سايټونه ګورو. خو ټول اند مې انټرنيټ څو پاڼو ته محدود کړی تر څو ماشومان مې ونه شي کړای چې په ناببره او يا هم په قصدي توګه کوم خراب ويب سايټ وګوري. مونږ د پښتو ویب سايټونو دومره روږدي شوي يو چې د چاي د څښاک پرمهال کمپيوتر مخې ته کيږدو او مشر زوئ مې زر زر بينوا ويب سايټ پرانيزي او مونږ ټول يې له کتلو وروسته د پښتو پاڼو په ليست وربرابر شو او تقريبا په بينوا کې ليست شوي ټولې ویب پاڼې له نظره تېرې کړو.
بينوا، لر او بر،تاند، تل افغان، او ټول افغان (او بلاګونه يې) هغه ويب پاڼي چې مونږ يې هرو مرو ګورو. په بلاګونو خو مې د بچو تر منځ سيالي هم وي، که د مشر زوئ مې چې د يوولسو کلونو دی، د ښاغلي اند او د ښاغلي الهام تنده بلاګ خوښ دی نو د لور مې چې د مشر ورو همزولې او غبرګونکي پيدا شوي ده، د ښاغلي عابد بلاګ خوښ دی نو د ۸ کلنې لور مې بيا د کراچۍ بلاګ خوښيږي.که څه هم د دوئ ترمنځ ناندرۍ کله نه کله ماشومانه ګيلو، شکايتونو او ژړاګانو ته ورسيږي خو شکر دی کينه سره نه ساتي. د دوئ ترمنځ دوه بلاګونه داسې دي چې د تولو په شريکه خوښ دي او هغه د ممبر (اسلامي لارښوونو بلاګ) او د مور بلاګ دی. دا دواړه بلاګونه ځکه د دریواړو خوښ دي چې زما دوه مشران بچې د ښوونځي تر څنګه د قران کريم حفظ هم کوي او له همدې امله د ممبر بلاګ سره ډيره علاقه لري او پاتې شو د مور بلاګ نو بچي مې ښايي د مور بلاګ سره د مينې له کبله دا بلاګ ګوري.
په مور بلاګ کې د مور په اړه شعرونه خو دومره خوندور دي چې زياتره يې زما د ماشومانو په يادو ياد دي او ماته يې وايي. زه ډيره بخښنه غواړم چې دا ليک رانه هسې بې ځايه اوږديږي. اصلي خبرې ته راځم او هغه دا چې نن سبا زه د بلاګونو د تبصرو په برخه کې داسې شيان وينم چې د يوې مېرمنې په توګه يې نه يوازې لوستلی نه شم بلکې د بلاګونو په کتلو هم شرميږم. هغه بله ورځ مې خاوند ويل چې زمونږ پښتانه به خدای خبر کله له کينو او زړه بديوو نه راوځي او د يو بل د پښو وهلو پر خای به په شريکه کار کوي. هغه د تنده بلاګ د يوې تبصرې په اړه خبرې کولې چې يو ورور (خدای دې زما ورور دومره نه بې تربيه کوي) پکې داسې بې ځايه او خرابې کنځلې ليکلي وي چې د يو پښتون دشان سره هيڅ نه ښايي.
همدارنګه هغه بله ورځ مې مشر زوئ د باز په بلاګ کې هغه تبصره لوستي وه چې چا پکې بلاګ چلوونکي، ښاغلي باز محمد عابد ته په پوچو او کنځلو کولو سره ويلي وو چې دا د انځورونو خپرول هسي چټي کار دی او نور يې مه کوه. خو د عابد صاحب دې کور ودان وي چې دا لړۍ يې د تبصرو د خونې د بندولو تر څنګ همغسي ساتلي ده. زه له هغه مننه ځکه کوم چې زما د بچو غوندې به څومره ډير ماشومان او کورنۍ وي چې د خرابو امنيتي حالاتو له کبله نه شي کولی د هيواد سمسوره سيمې وګوري او يوازې په عکسونو يې تنده ماتيږي.
نن مې د مور په بلاګ کې د يو کس داسې تبصرې وکتلې چې د موضوع سره يې هيڅ تړاو نه درلود. موضوع د طالب قوماندان ياسر سره مرکه وه او خلکو پکې داسي شيان ليکلي وو چې د بلاګ چلوونکی بيچاره يې دې ته مجبوره کړو چې ټوله ليکنه له بلاګه وباسي. خلکو ښاغلي ګواښ ته ګواښونو او داسې خرابې کنځلې کړي وي چې که د هغه د کورنۍ کوم غړي ليدلی واي خدای خبر که بيا يې بلاګ ليکلو ته پريږدي. نه پوهيږم دا به څنګه انسان او پښتون وي چې د مور سپيڅلي نامه ته هم نه ګوري او داسې بې ځایه خبري ليکي چې نه په اسلام کې شته او نه هم پښتون کلتور کې.
د دې کار علتونه ښايي ډير وي خو دلته يې دوه راته ډير مهم ښکاري. اول دا چې کيدای شي دغسي خلک چې د کنځلي ليکي د بلاګ چاوونکي سره شخصي ستونزه لري او يا هم د هغه د شخصيت او نوم سره بخيلي لري او په اصطلاح ترې سوځي. دوهم دا چې زمونږ پياوړي او نوموتي شاعران او ليکوالان يا خو بلاګونه نه ګوري، يا پرې تبصرې نه کوي او يا يې هم په بدلو نومونه کوي. زه وايم که زمونږ استادان فرهنګيان که په خپلو نومونو په بلاګ تبصره وکړي او سالم نقد وکړي نه يوازې د بلاګ چلوونکی به تشويق شوی وي چې نورې ښې ليکنې بلاګ ته واچوي بلکې دخراب تبصره ليکونکي به هم د هغوئ د نوم په ليدلو سره د دې جرات ونه کړي چې کومه خرابه خبره او کنځلي وکړي. خو دا خبره هم سمه ده چې څوک د مور له نامه نه شرميږي او د مور بلاګ کې د خلکو ميندې اوخويندې يادوي هغه به د استاد صميم، استاد پسرلي، استاد غضنفر او نورو قدرمنو څه په کيسه کې وي
زه انديښنه لرم چې که دغسي تبصرې دوام ومومي دا به نه يوازې زما د کورنۍ په شان د پښتنو کورنيوو ماشومان له پښتو ادب او کلتور سره په غوره توګه د اشنا کيدو څخه وژغوري او هغوئ به هم د کرکې پر لور روان کړي بلکې د نورو د خندا او د بلاګ چلوونکو د ناهيلۍ سبب به هم شي. زه د يوې پښتنې خور په توګه له تاسې ټولو پښتنو په ډيره عاجزۍ سوال کوم چې نور نو شخصي خصومتونه پريږدۍ او پښتو ته په ګډه کار وکړئ. که شخصي ستونزې لرئ د لته يې مه شاربۍ، دنيا ته ځانونه مه شرموئ. د خدای لپاره د يو بل پښې مه وهئ.
ستاسې خور
فاطمه رسولزۍ
کابل - افغانستان