د ډېرو كلونو خبره

يوځل بيا يې خپلې ليكلې كرښې ولوستلې:
[دزړه له كومي در سره مينه لرم ،دا دډيرو كلونو خبره ده ،تر ځان هم را باندې ګران يې ،خوتۀ...]
قلم يې را واخيست په (( مينه)) يې كږې وږې كرښې وكښلې له ځا ن سره يې وويل:
_ نه نه شرم دى،زه يوه ښځه يم داسې خو بايد ده را ته ليكلي واى . قلم يې په غاښو ټينګ كړ ((اوه څه وليكم))
- زما له خوا داسې يوليك څه معنا لري ،هغه به څه فكر وكړي.
كاغذ يې را وا خيست په لاسونو كې يې وچرموړه ،خواته پرتې ټوكرۍ ته يې ور خطا كړ قلم يې پر ميز كيښود ،پر كمپيټر لګيا شوه، د شعرونو پاڼې ته ولاړه ،څو شعرونه يې تر نظر تير كړل ،ديوه شعر  يو بيت يې پر مخي ته پراته كاغذ وليكه:
       چې زړه يې وغواړي هغه ساعت جانا ن ته رسي
                              عجيبه خلك دي لا سونه يې اسمان ته رسي
دا بيت يې څو ځله ولوست،بل كاغذ يې را واخيست ويې ليكل:
((دزړه له كومي در سره مينه لرم،دادډيرو كلونو مخكې خبره ده،خو ته يې ګناه مه بوله ))
فريبا خپلې ليكلې كرښې بيا ولوستې، په مينه يې چليپا وكښله له ځان سره يې وويل:
ټول غم په دغه ټكي كې ده  
بله چليپا يې هم پرې را وكښله:
- دپوهنتون په دوره كې ده هم داسې څه را ته ليكلي ول،خو ما سم ځواب
ور نه كړ ،خدايه زه څومره ليونۍ وم.
له چوكۍ را جګه شوه ،دكړكۍ پرده يې كش كړه:
اوس به هم په خپله خبره ولاړوي ؟نه نه ،زه پرې ملامته شوې يم ،ما د هغه مينه څومره ارزانه ګڼلې وه.
بيرته پخپل ځاى كيناسته ،تر ليكلو كرښو لا ندې يې هسې ګډې وډې كرښې وايستلې ،دكرښو تر څنګ يې يوه غټه ښكلې سترګه انځور كړه،
چې اوښكې ترې څڅيدې ، ديارلس څوارلس كاله دمخه يې خپل دا ډول
انځور ورپه زړه شو ،چې د نصير  د شعرونو په كتا بچه كې يې كښلى
و،فكر يې وكړ:
- هغه وخت مې هسې دا رسم كښلى و،او ښايې دغه رسم له ما سره د هغه مينه زياته كړې وي خو نن،نن مې تمامه شپه دهغه په ياد اوښكې بهيږي
له المارۍ څخه يې يوه كوچنۍ كتابچه را واخيسته دخپل ليكلي كاغذ له مخې
يې دكتابچې په لومړى مخ كې په ليكلو پيل وكړ:
 دزړه له كومي ...
قلم يې له غاښونو سره وجنګاووبيرته يې پر ميز كيښود،كتابچه يې پرانيستله
لكه چې دښوونځي نوټ بلې كتابچې ته نقل كوي په كاغذ كې ليكلې كرښې يې كټ مټ كتابچې ته راوليږدولې:
((دزړه له كو مي درسره ... لرم 
دا دډيرو كلونو خبره ده
خوته يې ګناه مه بوله ))
فريبا له سرخلاصې المارۍ څخه دوه كتابونه ،مجله اوديوالي جنتري را وا خيستل،كتابچه يې له نورو كتابونو سره په پلاستيكي پاكټ كې كيښوده او په هغه چوكۍ كې يې كيښودل چې څو شيبې د مخه نصير ناست و له نصير څخه پاته شوې نيمه پياله چاىيې را پورته كړ ، شونډو ته يې يوړه ،لكه چې ډير تود وي  سوكه سوكه يې سور كړ دروازه خلاصه شوه نصير دفتر ته راغى فريبا يې مخې ته ورغله دهغه سترګو ته نيغ وكتل :
- څومره ځنډ دې وكه .
له شريف سره وم ،هغه خو تاته مالوم دى، چې څومره ډيرې خبرې كوي.
فريبا وخندل يوځل بيا دنصير سترګو ته ځير شوه ،دومره ورته ځير شوه
لكه يو مستنطق چې د تورن له ستر ګو رښتيا درواغ معلو موي.
خو نصير ورته ونه كتل،په پا كټ ور ټيټ شو:
 - اوهو څو مره ډير كتابونه
او له دې سره يې د كتابونو د پا ڼو په په اړولو پيل وكړ:
 - ام دا كتاب مې ډير خوښيږي ،مننه
فريبا دهغه سترګو ته كتل ، خو دنصير سترګې دكتاب په سرليكونو پسې سرګردانه وې .بل كتاب يې ور واخيست ،دمجلې پا ڼې يې واړولې را واړولې فريبا له ځان سره فكر وكړ:
 - هيڅ ماته نه ګوري، خدايزده چيرې يې دومره سودا ده.
نصير كتابچه را واخيسته :
 - اوهو څومره ښكلې كتا بچه ده ،دادې هم ماته راكړه؟
- هو ستا دې وي
 - نه نه كه ستا د يا داشتونو وي ،بيا يې نو ما ته ولې را كوې؟
فريبا تلولۍ شوه :
 - دا سې ده زز ز...ز  زما خو ده ،خو خو ستا دې وي.
نصير وخندل:
 - چې ستا ده ولې دې زما وي؟
فريبا تر پښو لاندې ځمكې ته كتل تر ژبه لا ندې يې وويل:
ستا دې وي ته تر ځان ...
خبره يې نيمه پريښوده،له ميزڅخه يې په خپل لاس كښلې تابلو راوا خيسته ،نصير ته يې وركړه:
- دا مې بيګا بشپړه كړه ،ستا لپاره
په تا بلو كې دنا جو ونو په منځ كې يو ښكلى كور انځور شوى و،
د بالا خانې كړكيو ته يې سپينې پردې پرتې وې، دانځور شاوخوا مينا توري شوې وه.
نصير يو ځل تابلو بيا فريبا ته وكتل:
 - اوه ډيره مننه څه ښكلې تا بلو ده ،ته څه پوه شوې چې زه له تا بلو سره دومره مينه لرم؟
فريبا موسكۍ شوه:
- شا يد تر تا زه تا زيات پيژنم
له دې سره يې ستر ګې دنصير په سترګو كې خښې كړې
څو شيبې همداسې سترګې پۀ سترګو  ول  خو فريبا يې پۀ سترګو كې هغه څه ونۀ ليدل، چې دا يې په تمه وه . يوازې مننه
نصير تابلو له كتا بونو او كتابچې سره يو ځاى په پا كټ كې كيښودل ويې ويل 
- زه ځم خپل دفتر ته ،چې ډير را با ندي نا وخته شول.
فريبا يې تشه پياله مخې ته ډكه كړه :
- كينه چاى وڅښه، ولاړ به شي.
نصير له پيالې يو سور وكړ :
- مننه نا وخته دى ، دفتر ته ځم ، ډير وخت تير شو، همكاران به مې په تمه وي.
- هو تا خو اوس نور دوستان پيداكړي،چاى په ارام وڅښه  ولاړ به شې ،څه تلوار لرې؟
نصير وخندل :
-  نه هغه خبره نه ده په دفتر كې كار ډير دى .
او له دې سره يې پا كټ را واخيست:
- ډيره ډيره مننه ، د تا بلو او كتابچې په خا طر ځا نته مننه كوم
فريبا يې لاس په لاس كې ونيو ، سترګو ته يې وكتل :
- چې ځې  نو خداى پا مان.
- خداى پاما ن ډيره مننه
فريبا له دفتره ورسره را ووته ، دبا ندې يې بيا لاس ور اوږد كړ ، دنصير لاس يې په لاس كې ټينګ كړ، خو دهغه په لاس كې يې هغه ګرمي چې هيله يې لرله احساس نه كړه . نصير په بيړه روان شو ، په دروازه كې يې بيا مخ را واړاوو لاس يې ورته پورته كړ ، فريبا تر ډيره په هغه ځا ى ولاړه وه.

                          *  *  *

د نصير ستر ګې پخپل لوى دفتر كې په هغو سترګو پسې سرګردانه وې  چې باڼه يې د اغزيو غوندې دده په زړه ښخ ول . له ځايه را ولاړ شو  ددفتر مخې ته په زينو كې ودريده ، شا وخوا يې وكتل مريم يې تر ستر ګو نه شوه ، په موبایل كې يې دهغې دتيليفون په شميره ګوتې ټينګې كړې څو پرله پسې زنګو نه تير شو ل  خو ځواب يې ورنه كړ ، نصير بيرته دفتر ته ولاړ ، مخې ته پراته كا غذونه يې وكتل ، بيا يې هغه شميره دا يل كړه له ځايه را ولا ړ شو انګړ ته ووت . له چا يې دهغې د راتګ په بآب  دپو ښتنې جرآت هم نه درلود. تيليفون يې غوږ ته نيولى و ،بيرته دفتر ته راغى د يوه كمپيوتر مخې ته پراته تيليفون پرله پسې زنګونه وهل ، خپل تيليفون يې بند كړ ،دكمپيوتر مخې ته د پراته تيليفون زنګ هم ودريد.بيا بيا يې زنګ وواهه پر ميز پراته تيليفون ته زنګ ولاړ. ډاډه شو چې هغه راغلې ده پخپل كار بوخت شو، كا غذو نه یې سره واړول راواړول ، په ځينو يې په سره قلم كرښې وكښلې ، كا غذونه یې تر څنګ ولاړې نجلۍ ته ور كړل .
   له دفتره ووت هسې يې ځان د تيليفون په تڼيو بوخت كړ ، له هغې  خوا مريم كاغذونه په لاس راغله مخې ته يې ورغى ، غوښتل يې لاس ور كړي د مريم ښكليو سترګو ته يې وكتل، هغې هم ورته وكتل، خو ژر يې په خپل لاس كې كاغذونو ته سترګې ور ټيټې كړې، نصير ژر ژر خبرې كولې، لكه چې غواړې له هغې څخه د تللو مجال واخلي، مريم سترګې له كاغذونو را پورته كړې، ده يې سترګو ته په ځير وكتل، چې پكې د خپلې مينې اثر وويني هغې وويل:
- لمر ته ولاړ يې.
- پروا نه كوي.
نصير غوښتل ښه ډېر ورسره و درېږي، يو په بل پسې يې خبرې كولې، خو مريم بيړه لرله، ويې ويل:
- ځه نو، چې ته هم لمر ته ولاړ يې، ډېره بده ګرمي ده.
- دومره ګرمي نه ده، ته خو سيوري ته هم ولاړه يې، څه عجله لرې؟
- ټول كارونه مې پاتې دي.
د ټليفون زنګ راغى:
- بلې سلام
- سلام، فرېبا يم، څنګه يې؟
- مننه، امر وكړئ!
- بس پوښتنه مې دې كوله، په خير و رسېدې، ډېره بيړه دې لرله.
- ټول كارونه مې پاتې وو.
ماښام نصير له پاكټ څخه كتابونه را و ايستل، تابلو يې د خپلې مطالعې په خونه كې په دېوال را وځړوله، كتابچه او كتابونه يې د كتابونو په المارۍ كې كښېښودل، يو ځل بيا تابلو ته و درېده د شنو ونو په منځ كې نيمه ښاري كور چې په ترخو او اغزيو كې نرۍ لار ورغلې وه، ښكلى ښكارېده. د كور شاته په سپينو وريځو كې يې د يوې نجلۍ تت تصوير تر سترګو شو.
نور هم انځور ته نږدې شو، ښه ورته ځير شو، تصوير ورته موسكى و:
- دا د چا تصوير دى؟
نصير خپلې سترګې و موښلې، په ځير- ځير يې تصوير ته وكتل، ده له ځانه سره وويل:
- تابلو د فرېبا او تصوير د مريم؟ دا څه ګورم؟
بيا يې خپلې سترګې و موښلې، تصوير مخامخ ورته كتل. اوس يې په لاس كې كاغذونه، نه ول، چې سترګې پرې غلطې كړي، تصوير ورته موسكى و، ده غوښتل په سترګو كې يې د خپلې مينې اثر وګوري، خو تصوير په خندا- خندا شاته ولاړ، لكه چې د ده په محروميتونو او ځنځيرونو كې په را ايسارې غيرمعمولي مينه پورې خاندي سترګې يې پټې كړې، ځان ورته بې انصافه معلوم شو:
- ولې د فرېبا په ډالۍ شوې تابلو كې د مريم عكس وينم؟
خپل موبايل ټليفون يې را واخيست چې له فرېبا څخه مننه وكړي د هغې نوم يې په ټليفون كې پيدا كړ، خدايزده په زړه كې يې څۀ ور وګرځېدل بيرته يې كېښود، بيا يې په دېوال ځوړندې تابلو ته وكتل، تصوير له لرې ورته خندل، بيا يې ټليفون را واخيست، دا ځل يې د مريم د ټليفون شمېره ډايله كړه، غوښتل يې له هغې دا راز و پوښتي، ټليفون دوه زنګونه تېر كړل، بيرته يې بند كړ. له بل ټليفون څخه يې خپل د راز ملګري عبدالرحمان ته ټليفون وكړ، له هغه سره يې نورې خبرې وكړې، اصلي خبره يې له هغه هم پټه كړه، فكر يې وكړ:
- كه ورته ووايم، هغه به څه وايي، دا يوازې زه احساسولاى شم، هسې نه چې سودايي مې و بولي.
د بل ټليفون زنګ راغى:
- سلام، فرېبا جانې!
- وبخښه بې وخته مې ټليفون درته وكړ.
- نه- نه، ما هم غوښتل ټليفون درته وكړم او د دې ښكلې تابلو په خاطر درڅخه مننه وكړم.
- يوازې د تابلو په خاطر؟
- د كتابونو، كتابچې او مجلې په خاطر هم درڅخه مننه كوم.
- خو ووو ما...
ټليفون بند شو.
سهار يې كتابچه را واخيستله، چې د تابلو خاطره پكې وليكي، د كتابچې لومړۍ پاڼه ډكه وه:
د زړه له كومي.....درسره لرم
دا د ډېرو كلونو خبره ده
خو ته يې ګناه مه بوله
نصير هك پك شو، د فرېبا ليكنه يې څو ځله ولوستله تر شونډو لاندې يې وويل:
- دا د ډېرو كلونو خبره ده. دا د ډېرو كلونو خبره ده.
هو د ډېرو كلونو خبره ده.
كتابچه يې بيرته پر خپل ځاى كېښوده.
دفتر ته ولاړ، مريم پر كمپيوټر كار كاوو، د ده په ليدو له ځايه را ولاړه شوه،  روغبړ يې ورسره وكړ، نصير يې سترګو ته وكتل دځان په وړاندې یې يوازې درنا وى پكې وليد.
نصير دخپل ميز شاته كينا ست مخې ته پراته كاغذونه يې كتل ، دورځې خبرونه ول
  كاغذونه هم له كركو او كينو ډك ول :
دكند هار په ميرويس مينه كې په يوه ځا نمرګي بريد كې اته عام وګړي مړه او دولس ټپيان شول
په پكتيا كې د ناټو ځوا كونو په هوايي بريد كې اوولس ملكي وګړي مړه او په سلګونو نور
ټپيان شوي دي
دزابل په شاجوى ولسوالي كې له ليرې كنتروليدونكي بم پنځه تنه ووژل .
په غزني كې اءيتلا في قواوو په موټر سايكل سپور هغه ځوان په ګوليو وويشت ، چې ددوى ټانك ته نږدي تيريده ،ويل كيږي نن ددعه ځوان د واده دوهمه ورځ وه .
طالبانو پرون په هلمند كې د سرك جوړولو دوه اينجنيران وژلي دي.
د كا بل ښار په شمال  د چمتلې په دښته كې يو ډله ايز قبر وموندل شو ددغه ګور دقربا نيا نو كره شميره لا معلومه نه ده ، ويل كيږي داد ۱۳۷۱ كال دتنظيمي جګړو قربا نيان دي. خو په دې اړه لا څيړنې روانې دي ، دا په وروستيو مياشتو كې دوهم ډله ايز قبر دى چې موندل كيږي تر دې دمخه په بدخشان ولايت كې د روسانو دتيري دوخت د قربانيانو همداسې ډله ايز قبر ومو ندل شو.
نصير دغه خبر بلې خوا ته كيښود ، په بل خبر كې را غلي ول :
په فلسطين كې د حماس او الفتح ډلو تر منځ دتازه نښتو له امله پنځه تنه مړه او ديرش نور ټپيان شول
د كابل ښار د لسمې حوزې په مر بوطاتو كې وسله والو كسانو د نړيوال بانك اويا زره ډالر...
خبر يې تر همدې ځايه ولوست سر يې پخپلو دواړو لاسونو تكيه كړ ، خپلې خوبوړې سترګې يې ومو ښلې بله پاڼه يې را وا خيسته، دپا ڼې شاته يې وليكل:
[دزړه  له كو مي در سره مينه لرم
    داد ډيرو كلونو خبره ده
            خو ته يې ګناه مه بوله
دډيروكلونو خبره ، بيخي دډيرو كلونو، كيداى شي هغه وخت ته په دې دنيا كې نه وې ،كيداى شي هغه وخت زه هم نه وم دزرګونو كلونو مخكې خبره ، كيداى شي دميلينونو كلونو خبره وي ، څوك څه  پوهيږي ]
مريم كاغذونه واخيستل ، سرې كرښې يې په ليكلو كرښو ور زيا تې كړې،ځينې يې ترې وايستلې .
لكه چې دپا ڼې شاته ليكنه يې ولوسته ،لاندينۍ شونډه يې په غاښ كړه ، بيرته په كمپيوټر لګيا شوه،كارونه پا تې ول ، بيا لوستلو  او په دې باره كې فكر كولو ته يې وخت نه در لود.
مريم څو نورې پاڼې هم راوړې ، دنصير مخې ته يې كيښودې ، مخامخ ورته ودريده ، ده سترګې ور پورته كړې دهغې سترګو  ته يې وكتل كا غذونه يې مخې ته ور نږدې كړل ، بيا يې دمريمې سترګو ته وكتل خو د مينې كومه نښه يې پكې ونه ليده لكه چې دهغې سترګو ورته ويل:
هو دا دډيرو كلونو مخكې خبره ده ،زموږ دزمانې خبره نه ده  اوس مينه او گنا ه په يوه تله تلل كيږي،
داد ډيرو كلونو خبره ده ،هو د ډيرووووووووو!!!
                                                                  ۱۸\۴\۱۳۸۶
                                                                   علم ګل سحر

د ډېرو كلونو خبره
        ستانه مير زهير  
علم ګل سحر د روان ادبي بهير يو ه وتلې څيره ده ، هر څه چې ليکي په زړه پورې او د هنر په وريښمينو جامو کې نغاړي  . زه د سحر صيب ، د شعر ، ډرامې ، طنز ، لنډې کيسې او ناول  سره له پخوا نه اشنا يم 
څو ورځې د مخه مې د سحر صيب يوه لنډه کيسه   د برښنا ليک له لارې  د کره کتنې په موخه  تر لاسه کړه  .. د عادت له مخې مې لومړی د کيسې په عنوان سترګې ښخې کړې ( د ډيرو کلونو خبره ) . عنوان مې خورا خوښ شو ،  ځکه  زما  يې تلوسه  کړه چې داد ډيرو کلونو په خبره کې  به څه نغښتي وي ؟
په بيړه مې د کيسې په لوستلو پيل وکړ :
[دزړه له كومي در سره مينه لرم ،دا دډيرو كلونو خبره ده ،تر ځان هم را باندې ګران يې ،خوتۀ...]
ددې پاراګراف له لوستلووروسته مې   هغه  پخوانۍ تلوسه   يو څه ټکنۍ شوه . کاشکې د کيسې په سر کې  دا (( د ډيرو کلونو خبره  )) نه وای راغلې او په  همغې  بسنه شوې  وای چې  د کيسې په پای کې  راغلې ده .
د کيسې پيل ډير خوندور دی  ، د سحر صيب نثر هم خورا خوږ دی  ، په لوستلو کې يې  بنيادم نه ستړی کوي  .په کيسه کې  تلوسه  شته ، لوستونکی د ځان سره په ښه شان  مخکې بيايي ، د وخت  لږوالي او د کاغذ پرمخ ليکل ، او هغه په دې دريځ نورو ته اورول ، اجازه نه راکوي چې د سحر صيب د کيسې په نورو ښيګڼو  وغږيږم ، ځکه زه باور لرم چې نورو دوستانو به په دې اړه ډير څه ليکلي وي .  زه يوازې د سحر صيب د کيسې  په هغو  ټکو يو څه رڼا اجوم  چې زما له انده يو څه د تامل وړ دي :
 په کيسه کې د سحر صيب د شخصي  ژوند تجربې ډيرې دخيلې دي ، د يو ژورنالست تجربه ، د يوه شاعر تجربه ، د يوه کيسه ليکوال تجربه  ...  ، همدا لامل دی چې د کيسې په ځنو برخو کې  د همدغو تجربو سيوری څه نا څه  زيات شوی چې زما له انده د کيسې بڼه  يې يو څه  تته کړې ده .
د بيلګې په توګه :  دفريبا له خوا د  ورکړل شوې تابلو د  تشريح  په وخت کې کيسه ،  يوه  تغزلي بڼه پيدا کوي  چې لوستونکی  د شعر دنيا ته  بيايي ، دويرجنو  خبرونو ديوې اوږدې  لړۍ  راوړل  ، په کيسه  ژورناليستيک سيوری خپروي  ، په ځنو ځايونو کې ليکوال  هڅه کړي چې د پيښې مکان او ځنې کرکترونه  هم له لوستونکو پټ او ګونګ  وساتي. .زه فکر کوم يا خو ليکوال په لوي لاس هڅه کړې چې کيسه له ساده  نه مغلق شکل ته واړوي ، څو لوستونکی دې ته اړ کړي چې زيات فکر وکړي  اوهدف  پخپله پيدا کړي او يا خو ليکوال ته په خپل زړه کې تصوير روښانه دی   فکر کوي لوستونکي به هم زما په څير فکر کوي .خو کله کله همدغه ډول فکر لوستونکي د کيسې د لوستلو په وخت کې د ستونزو سره مخامخ کوي . د پورتنيو خبرو   څو بيلګې به يې دلته وړاندې کړو :
_ دې  پاراګراف ته پاملرنه وکړی :
(( ...  دروازه خلاصه شوه نصير دفتر ته راغى فريبا يې مخې ته ورغله دهغه سترګو ته  يې نيغ وكتل :
- څومره ځنډ دې وكه .
_ له شريف سره وم ،هغه خو تاته مالوم دى، چې څومره ډيرې خبرې كوي.
فريبا وخندل يوځل بيا دنصير سترګو ته ځير شوه ،دومره ورته ځير شوه...))
دلته لوستونکی سمدلاسه  په فکر کې لويږي چې دا ( شريف يې لا څوک شو ) کاشکې دغه تصوير په دې ډول  بشپړ شوی وای :
_  له شريف سره وم ،هغه خو تاته مالوم دى، چې څومره ډيرې خبرې كوي.
فريبا وخندل : ښه ښه ، هغه زما او ستا همصنفي شريف وښايې ، هغه رښتيا هم ډيرې خبرې کوي ........ په دې توګه به لوستونکو ته   د شريف  د پيژندګلوې په اړه معلومات ورکړل شوي وای .
_ د کيسې بل پاراګراف ته به ځير شو:
((...فريبا دكرښو تر څنګ يې يوه غټه ښكلې سترګه انځور كړه،چې اوښكې ترې څڅيدې ، ديارلس څوارلس كاله دمخه يې خپل دا ډول  انځور ورپه زړه شو ،چې د نصير  د شعرونو په كتا بچه كې يې كښلى و.... ))
  په پورتني پاراګراف  کې ديارلس څوارلس کاله  پخوانۍ خبره ، لوستونکي د يو عجيبې حالت  سره مخ کوي .که فريبا او نصير څوارلس کاله د مخه په پوهنتون کې همصنفيان وي  نو اوس به يې نورمال عمر  ٣٧ يا ٣٨ کلنۍ ته رسيدلی وي .چې دا عمر بيا دداسې تودې اوسوزونکې مينې له پاره دومره خوندور نه ښکاري  همدا رنګه لوستونکی ته  پوښتنه پيدا کيږي چې  په دومره اوږده موده کې ولې دوي يو له بل نه لرې پاتې شوي  او څه خبره ده چې نن د فريبا په زړه کې يو دم  د مينې اور بل شوی دی او دنصير  په زړه يخې اوبه توې شوي چې حتی ورګوري هم نه  . زما په اند که دا څوارلس کاله نه وای  راغلی ، کيسه بيا هم  ښه پرمخ تلله اولوستونکو ته يې دداسې پوښتنو زمينه نه برابروله .
دې   پارا ګراف  ته پاملرنه وکړی :
((......  تيليفون يې غوږ ته نيولى و ،بيرته دفتر ته راغى د يوه كمپيوتر مخې ته پراته تيليفون پرله پسې زنګونه وهل ، خپل تيليفون يې بند كړ ،دكمپيوتر مخې ته د پراته تيليفون زنګ هم ودريد.بيا بيا يې زنګ وواهه پر ميز پراته تيليفون ته زنګ ولاړ. ډاډه شو چې هغه راغلې ده،  پخپل كار بوخت شو،
كا غذو نه يې سره واړول راواړول ، په ځينو يې په سره قلم كرښې وكښلې ، كا غذونه يې تر څنګ ولاړې نجلۍ ته ور كړل .))
 که پورتني پاراګراف ته  ځير شو:
لوستونکی  په لومړۍ شيبه کې  د يو لړ ستونزې سره مخ کيږي،  د نصير موقيعت چيرته دی چې د کمپيوټر مخ ته پراته تليفون ته زنګونه وهي  چې  هم پخپله زنګونه  اوري او هم تليفون  ګوري ،
ايا هغه چا ته چې نصير   تليفون کوي هغه په کومه شعبه کې ده ، په همدې شعبه کې ده چې دی ورته راغی او که په کومه څنګ شعبه کې ده چې  دی يې يوازې  دتليفون  زنګ  له ورايه اوري ؟
(( .... بيا بيا زنګ وهي پر ميز پراته تليفون ته زنګ ځي ... ))  بې له دينه چې هغه د هلو ! يا بلې ! ځواب ورکړي ، څنګه ډاډه کيږي چې هغه راغلې ده ، د ميز پر سر تليفون ته خو هر وخت زنګ ورتللی شي
 د څه شي کا غذونه سره اړوي را اړوي ؟؟  په ځنو يې په سره قلم کرښې وويستلې ، په سره قلم خو د کنترول مدير هم کرښې باسي ، که  لوستونکي د خبرونو  دفتر نه وي ليدلی  او د ايډت  سره اشنا نه وي هيڅکله به د ليکوال په دې خبرو پوه نه شي ، که د ليکوال هدف د خبرونو اډيټر وي  نو ولې يې په لوي لاس  له  لوستونکو  پټوي ؟ . ولې   په ډاګه د پيښې مکان نه تشريح کوي   چې دا خبرونه د راډيو ، تلويزون ، اخبار يا خبري اژانس له  پاره دي او دی يې ايډت کوي   .دا خو شعر نه دی کيسه ده  او کيسه کې لوستونکی دومره وخت نه لري چې خپل وخت د کنايو   په پيدا کولو تير کړی ، هغه غواړي خپل هغه  هدف ته ژر ورسيږي ، د کوم له پاره چې کيسه لولي او ده ته يې تلوسه پيدا کړې ده   . نو که د کيسې د لوستلو   په لاره کې همداسې خنډونه او پاټکونه پيدا کيږي ، بيا خو مجبور دی چې کيسه په نيمايي کې پريږدي  .
همدا رنګه  پوښتنه پيدا کيږي چې   تر څنګ ولاړې نجلې څوک ده  ؟؟  څه کاره ده چې کا غذونه ورکوي ؟؟  ولې يې دنده نه ښايي  . که دنده يې وښايي  کيسې ته به څه تاوان ورسوي ؟؟؟
 کونګ کرکټرونه چې د کيسې په پرمختګ کې رول ونه لوبوي ، راوړل يې زما په اند يو هسې اضافي بار دی چې په لوستونکو باريږي .
د تابلو د تشريح  پارا ګراف ته مو پاملرنه راګرځوم :
(( ....   تصوير ورته موسكى و، ده غوښتل په سترګو كې يې د خپلې مينې اثر وګوري، خو تصوير په خندا- خندا شاته ولاړ، لكه چې د ده په محروميتونو او ځنځيرونو كې په را ايسارې غيرمعمولي مينه پورې خاندي سترګې يې پټې كړې، ځان ورته بې انصافه معلوم شو:.... ))
ددې ټول   پاراګراف  نثر د داستاني  نثر نه  بې لارې شوی  دی ، بس يو پيچلی تغزلي نثر ورنه جوړدی  چې لوستونکی هر څومره په ذهن فشار راوړي  بيا هم ورنه په اسانۍ هغه څه لاس ته نه شي راوړی چې دی يې په کيسه کې په لټه دی  . ښايي علت يې دا وي چې سحر صيب پخپله  يوډير  ښه تغزلي  شاعر دی په لوي لاس يې هڅه کړی  چې خپله کيسه تغزلي کړي . خو زه  بيا ددې سبک سره موا فق نه يم . ځکه شعر خپل ځای لري ، ډرامه خپل ځای ،  کيسه  خپل  او ژورناليستيک نثر خپل ځای لري ، تغزل يوازې په شعر کې ښه ښکاري .په نورو ژانرونو کې تغزل خوندوره  نه ښکاري ، البته دا زما نظر دی ، هسې نه چې شاعران  صاحبان راته په زړه کې قهرجن  شي .
د کيسې پای : 
د کيسې پای هم په زړه پورې ده ،  لوستونکی سوچ  او فکر کولو ته رابولي ، خو ترهغه ځايه چې ما کيسه ولوستله تر ډيره زه پوه نه شوم چې دا( د ډيرو کلونو خبره )  په څه مفهوم ده ؟
 ځکه په يو ځای کې په يو مفهوم او په بل ځای کې په بل مفهوم کارول شوې . ښه به وي  چې په يوه کيسه کې يوه موضوع يوازې په يو مفهوم وکارول شي : د بيلګې په توګه :
د کيسې په پيل کې  د ډيرو کلونو خبره داسې راغلي ده :
_ [دزړه له كومي در سره مينه لرم ،دا دډيرو كلونو خبره ده ،تر ځان هم را باندې ګران يې ،خوتۀ...]
دلته د ډيرو کلونو خبره لوستونکي ته دا فکر ورکوي  چې فريبا نصير ته دا پيغام رسول غواړي چې  زه د ډيرو کلونو ر اهيسې درسره مينه لرم  ، نه په هغې معنی چې  په کيسه کې وروسته راوړل شوې ده .
همدا خبره په بل ځای کې داسې راغلې ده :
((دزړه له كو مي درسره ... لرم 
دا دډيرو كلونو خبره ده
خوته يې ګناه مه بوله ))
بل ځای بيا داسې راغلي دي :
نصير هك پك شو، د فرېبا ليكنه يې څو ځله ولوستله تر شونډو لاندې يې وويل:
- دا د ډېرو كلونو خبره ده. دا د ډېرو كلونو خبره ده.
هو د ډېرو كلونو خبره ده.
كتابچه يې بيرته پر خپل ځاى كېښوده.
بل ځای بيا نصير  د فريبا  کټ مټ خبرې  مريم ته په همغه بڼه د کاغذ پر مخ داسې  ليکي  :
(( ...دزړه  له كو مي در سره مينه لرم     داد ډيرو كلونو خبره ده   ،   خو ته يې ګناه مه بوله،   دډيروكلونو خبره ، بيخي دډيرو كلونو، كيداى شي هغه وخت ته په دې دنيا كې نه وې ،كيداى شي هغه وخت زه هم نه وم دزرګونو كلونو مخكې خبره ، كيداى شي دميلينونو كلونو خبره وي ، څوك څه  پوهيږي ))
د پورتنيو ډيلاګونو څخه لوستونکی دې نتيجې ته رسيږي چې هدف هغه نه دی چې د کيسې په پيل کې راغلی  بلکې دلته هدف دادی  :
_ مينه يو طبعي غريزه ده چې د ادم نه تر دې دمه شته او وي به
_ مينه يوه طبعي غريزه ده خو په اوس وخت کې مينه او ګنا په يوه تله تلل کيږي
د يو لوستونکي په توګه تر پايه ماسره دا پوښتنه  بې ځوابه پاتې شوه  چې نصير د کوم منطق له مخې د فريبا کټ مټ جملې ، چې داد ډيرو کلونو خبره ده ، خپلې معشوقې مريم ته کاروي ،په داسې حال کې چې دفريبا سره اوس  مينه هم نه لري ،  په دغسې يو  حالت کې  نصيرولې  د خپل زړه خبره نه کوي ، ولې د فريبا  سره د خپلې مينې، د نه کولو دليل نه راوړي ،  کاشکې د کيسې په پای کې د نصير  خپل دريځ  ښه روښانه شوی وای  .
په هر حال د علم ګل  سحر صيب کيسه په زړه پورې  ده ما چې د کومو ټکو يادونه وکړه  هغه د کيسې د لوستلو په وخت کې زما شخصي ستونزې وې چې تاسو سره می شريکې کړې ، کيدای شي ځنې شاعران کيسه په همدې بڼه خوښه کړي ، ځکه د هغوي ذوق برابره يې ليکلې ده .                                                                                                                               له پاملرنې مو ډيره مننه .

د سحر صاحب د ډېرو کلونو خبره

د بازمحمد عابد ليکنه

د کيسې د ژبې  انځوريزه برخه:
په کيسه کې  صحنې  په ډېر هنري ډول انځور شوي دي. د همدې انځوريزو صحنو له برکته لوستونکی که له يوې خوانه د کيسې مکان چې په کيسه کې يو اصل دی ټاکلی شي، چې په يوه ښاري ماحول کې د يوې رسنۍ دفتر دی،  له بلې خوا په کيسه کې د کرکټرونو له فعاليت نه لوستونکی پوهيږي چې  نصير د يوه ايډيټر په توګه  او مريمه د يوې کمپيوټر کارې په توګه په دې رسنۍ کې دندې لري. او د فريبه  دنده  هم د يوه ژورنالستې په توګه  سړی اټکل کولای شي.
د سحر صاحب په کيسه کې پورتني مالومات موږ ته  د انځوريزې ژبې له برکته په لاس راځي. دی په دې توانيدلی دی چې د خپلې خوږي او روانې ژبې پر مټ پرته له دې چې  مکان او کرکټرونو په هکله موږ ته تشريحي مالومات راکړي، په صحنو کې يې انځوروي. چې د کيسې دا برخه يې زما خوښه شوه.
سحر صاحب دراوي په توګه:
که په کيسه کې راوي يو مرکزي کرکټر ولوبوي او نفسياتو ته يې هم پسې کيوزي، نو کيسه به يې ځکه کاميابه وي چې د کيسې اصل ته به يې رجوع کړي وي، خو په کيسه کې د دوه کرکټرونو يا تر دوو زياتو کرکټرونو نفسياتوته کيوتل، د کيسې عيب ګڼل کيږي. سحر صاحب په دې کيسه کې د فريبه او نصير له نفسياتو غږېږي. او که کيسه ترې لږه نوره هم اوږده شوې وه، امکان يې لاره چې د مريم د نفسياتو ژورو ته هم په کې تللی و.
په کيسه کې تلوسه:
کيسه يې په تلوسه پيل کړې ده خو تر پايه يې په کې نه ده  رسولې. دوه درې ځايه  د فريبه د دې خبرې تکرار  چې:(( له زړه نه درسره مينه لرم، دا د ډېرو کلونو خبره، ته يې ګناه مه بوله)) د کيسې تلوسه له منځه وړي. لوستونکی پوهيږي چې د کيسې پيغام يې څه شی دی.
په کيسه کې اضافي خبرې:
په دې کيسه کې دا يوه برخه چې نصير د خبرونو سرټکي لولي ماته خو له يوې مخې اضافه ښکاري. کيدای شي يو څوک ووايي چې د رسنۍ دفتر دی او نصير په کې ايډيټر دی، بايد چې دا برخه په کې وي او يا هم دا ووايي چې کيدای شي په کيسه  کې د زمان د ښودلو له پاره يې دا برخه ورزياته کړې وي. خو زه ورسره بيا هم موافق نه يم. ځکه زمان چې په کيسه کې څومره اړين و، د  موبايل ټيلفون او کمپيوټر په بڼه يې ترې يادونه کړې ده. پاتې شوه د خبرونو د سرټکو لوستل. نو ماته دا پوښتنه پيدا کيږي. که چېرې په کې دا برخه نه وه، کيسې ته به يې څه تاوان رسولای وای؟
بله دا چې په کيسه کې بايد راوي بې طرفه وي، خو کله چې نصير د خبرونو سرټکي لولي ، په يو خبر کې دومره جزياتو ته ځي چې دتيرو کلونو د ډله ييزو موندل شويو قبرونو لينکونه هم ورکوي.  دلته  راوي بې طرفه نه ښکاري، چې دا د کيسې عيب ګڼل کيږي. دا برخه يې  دلته رانقلوم:
((د كا بل ښار په شمال  د چمتلې په دښته كې يو ډله ايز قبر وموندل شو ددغه ګور دقربا نيا نو كره شميره لا معلومه نه ده ، ويل كيږي داد ۱۳۷۱ كال دتنظيمي جګړو قربا نيان دي. خو په دې اړه لا څيړنې روانې دي ، دا په وروستيو مياشتو كې دوهم ډله ايز قبر دى چې موندل كيږي تر دې دمخه په بدخشان ولايت كې د روسانو دتيري دوخت د قربانيانو همداسې ډله ايز قبر ومو ندل شو.))
له دې پرته نورې اضافې خبرې هم په کې شته چې يوه نيمه به يې دلته د بېلګې په توګه ياده کړم. مثلاً د کيسې  عنوان (( د ډېرو کلونو خبره )) دی. که دا (( د کلونو خبره)) کړو هم په مانا کې يې کوم تغير نه راځي. بيا څو ځايه همدا د ډېرو کلونو خبره د يوې کرکټرې له خولې ليکي چې (( د ډېرو کلونو مخکې خبره ده.)) که د سحر صاحب د کيسې عنوان  (( د ډېرو کلونو خبره)) سټنډرډ ونيسو. نو بيا په پورته جمله کې چې څو وارې تکرار شوې ده. د مخکې کليمه په کې بيخي اضافه ده. يو بل ځای ليکي چې ((ډېر راباندې ناوخته شول)). چې دلته د ((شول)) پر ځای (( شو)) په کار و. خو يوه ټوکه دې په کې وي، فکر کوم سحر صاحب چې په نورو کيسو کې يې د ول کليمه ډېره زياته کارولې ده  خو برعکس په دې کيسه کې  هيڅ نه تر سترګو کيږي، د ا خو به د ((ول)) د کمي د پوره کيدو په خاطر نه و؟
په کيسه کې کشمکش:
د سحر صاحب په دې کيسه کې څه خاص کشمکش نه ليدل کيږي. البته د فريبه په جوړې کړې تابلو کې چې نصير ته يې ډالۍ کړي وي، نصير په کې د مريم يو تت شان انځور ګوري. دا انځور د نصير په زړه کې د مريمې مينه لا زياتوي او سړی ويلای شي چې په کيسه کې يې د کشمکش پيدا کولو کوښښ کړی دی.

په کيسه کې پيغام:
په کيسه کې پيغام ورکول د کيسې داسې يوه برخه ده،  چې ټوله کيسه پرې اډانه وي. که يوه کيسه د کيسه ليکنې په تول پوره هم نه وي او پيغام يې عالي وي، خلک يې ښه کيسه بولې. خو د سحر صاحب په دې کيسه کې پيغام دومره قوي نه دی.  دی په کيسه کې دا پيغام ورکوي، چې دلته مينه  د ګناه په تله تلل کيږي.
دا سمه ده چې په پښتني ټولنه کې مينې ته خلک د ګناه په سترګه ګوري، خو  د فريبه له خوا چې کومه خبره بار بار نصير ته کيږي، هغه دا ده چې (( ته مينه ګناه مه بوله)) او بيا د نصير له خوا مريم ته هم دا خبره کيږي، چې (( ته مينه ګناه مه بوله.)) که مينه ګناه وي، نو ګناه  په هر حال کې ګناه وي. که د پيغام پر ځای يې دې خبرې ته تم شوو چې نصير د فريبه د مينې قدر ونه کړ او مريم د نصير د مينې. نو دا خبره به ترې راووځي چې هر عمل عکس العمل لري.
په هر حال دا کيسه د سحر صاحب د نورو کيسو په نسبت ماته دومره خوندوره نه وه.
په ټوله مينه
رحمان مينه، کابل


ما ته يې خوند رانه کړ
د ډاکټر محب زغم ليکنه

         ما دغه کيسه څلور وارې ولوسته خو په خوند يې پوه نشوم. سره له دې چې خوند په ذوق پورې اړه لري او کيداى شي دا د کيسې گناه نه وي ؛ خو بيا هم هڅه کوم چې د بې خوندۍ لامل په کيسه کې ولټوم.
         زما په گومان د دې لپاره چې له کيسې خوند واخلو بايد له مرکزي کرکټر يا کرکټرونو سره يې خواخوږي يا يو ډول معنوى رابطه احساس کړو او دا هله کېداى شي چې دغه کرکټرونه ښه وپېژنو.  (( د ډېرو کلونو خبره )) درې کرکټرونه لري ؛ خو درې واړه لکه د يخ وهلو هېندارو شاته چې ولاړ وي ، پوره نه رامعلوميږي.
         فريبا څه کار کوي؟ د کتابتون کارکوونکې خو به نه وي؟
              څو کلنه ده؟ له خبرو يې داسې ښکاري چې ١٣-١٤ کاله مخکې به په پوهنتون کې                                       وه. دغه پراگراف وگورئ: ((ديارلس څوارلس كاله دمخه يې خپل دا ډول انځور ورپه زړه شو ،چې د نصير  د شعرونو په كتا بچه كې يې كښلى و،فكر يې وكړ:
- هغه وخت مې هسې دا رسم كښلى و،او ښايې دغه رسم له ما سره د هغه مينه زياته كړې وي))
         نو اوس به د ٣٤-٣٥ کلونو وي. ايا تر دې دمه پېغله ده؟
       پخپله وايي : ((_ نه نه شرم دى،زه يوه ښځه يم داسې خو بايد ده را ته ليكلي واى )) که واده شوې وي نو نصير ته يې د مينه ليک خبره غير عادي ښکاري.
         نصير: دى به هم د فريبا همزولى وي ځکه چې د هغې ټولگيوال و؛ نو ايا دى هم تر دې وخته مجرد پاتې شوى؟
         نصير (( غوښتل په سترګو كې يې د خپلې مينې اثر وگوري، خو تصوير په خندا- خندا شاته ولاړ، لكه چې د ده په محروميتونو او ځنځيرونو كې په را ايسارې غيرمعمولي مينه پورې خاندي))
         لوستونکى دا تمه لري چې پوه شي ولې د نصير مينه غير معمولي ده؟  د ده محروميتونه څه دي؟ او مينه يې په کومو زنځيرونو راايساره ده؟
         نو لوستونکي به له هغه کرکټر سره چې څېره يې د ابهام په گردونو پټه ده څنگه خواخوږي پيدا کړي؟ په دې توگه ما د کيسې بې خوندي په کرکټرايزېشن کې ولېده.
         چې له خونده راتېر شو:
         نصير پخوا له فريبا سره مينه درلوده خو اوس يې چې د هغې له خوا مينه ليک ترلاسه کړى بيخي ورباندى چورت نه وهي. د استاد اسدالله غضنفر د يوې کيسې نوم دى ( د يوه تېر اور ايرې ) دا دهغه ايراني سرهنگ د مينې کيسه ده چې شل پنځه ويشت کاله پخوا يې له يوې امريکايي نجلۍ سره په امريکا کې لرله ؛خو دومره موده پس چې دى د اسلامي جمهوري په هوايي ځواک کې سرهنگ او د ښځې او يوې پېغلې لور څښتن دى بيا يې هم زړه غواړي چې هماغه تېر اور ته پکى ووهي او راتازه يې کړي. گومان کوم د نصير ارواپوهنه همدا غواړي چې د فريبا له مينه ليک سره  دومره بې اعتنا چلند ونه کړي.
        د هغو خبرونو ذکر چې نصير يې په دفتر کې لولي سرباري ښکاري ځکه چې د کيسې په انکشاف کې کوم رول نه لري او که له کيسې يې وباسو ؛ نوکيسې ته به هېڅ زيان ونه رسيږي.
په درناوي
محب الله زغم


 د يوې خور ليکنه چې نه غواړي نوم يې وليکل شي.
   کېسه مې ډيره خوښه شوه زه غواړم څه پرې وليکم
زما په اند سرليک دکېسې ډير مهم توکی ګڼل کيږي خو سحر صيب داسې سرليک ټاکلی چې نه لفظي ښکلا لري اونه تلوسه پيدا کوي نه غوټه اچوي او نه يې پرانيزي او نه دکېسې په هدف کې ځانګړې مرسته کوي ، کيدای شي په يوه لنډ تغير دا سرليک ښکلی شي لکه ( کلونو پاتې خبره ) دا سرليک لوستونکی اړباسي چې کېسه ولولي او داسې نور. دويمه خبره داده کوم بيت چې فريبا يې پر کاغذ ليکي هغه دهغې دتلولي او ناباوره حالت سره هيڅ سمون نلري. ليکوال پرته له دې چې دفريبا او دمريمې تر منځ دا اختلاف ټکي پيدا کړي ترڅو نصير دمريم مينه په زړه کې وپالي په زور خپل کرکټر اړباسي چې له فريبا مخ وګرځوي ،سره ددې چې نصيردمريمې په سترګو کې مينه نه ويني خو دمريمې کرکټر مين انځور شوی ،په کيسه کې داسې يو تت ټکرشته چې لوستونکی ځان سره ساتي ، شريف دفريبا دمينې ليک په وړاندې هيڅ ډول احساسات نه څرګندوي که يې کوم احساسات څرګند کړي هم دي هغه دومر ه نامحسوس دي چې لوستونکی يې پايلې ته نه رسيږي يانې چې کيسه دخپل اوج په ټکي کې بنده پاتيږي ،کوم خبرونه چې په کيسه کې راغلي په زور ټومبل شوي ښکاري نه کيسه ورپورې اړه لري او نه کيسې ته کومه ښکلا ورکوي هيڅ ډول مرسته نه کوي يواځې يو کسدي کار يې ګڼلی شو
درنښت
تمه ده چې سحر صاحب به دا ټولې ليکنې ولولي اود خپلې خبرې به پرې وليکي چې همدلته به خپرې شي.

په ټوله مينه

بازمحمد عابد