22.02.2009
- baz
د ډېرو كلونو خبره
يوځل بيا يې خپلې ليكلې كرښې ولوستلې:[دزړه له كومي در سره مينه لرم ،دا دډيرو كلونو خبره ده ،تر ځان هم را باندې ګران يې ،خوتۀ...]قلم يې را واخيست په (( مينه)) يې كږې وږې كرښې وكښلې له ځا ن سره يې وويل:_ نه نه شرم دى،زه يوه ښځه يم داسې خو بايد ده را ته ليكلي واى . قلم يې په غاښو ټينګ كړ ((اوه څه وليكم))- زما له خوا داسې يوليك څه معنا لري ،هغه به څه فكر وكړي.كاغذ يې را وا خيست په لاسونو كې يې وچرموړه ،خواته پرتې ټوكرۍ ته يې ور خطا كړ قلم يې پر ميز كيښ...
25.02.2009
- baz
د سولې په نوم مشاعره چې تير کال (( د سولې ګډه مشاعره)) په نوم د کابل په انټرکانټيننټال په هوټل کې جوړه شوې، لر او بر پښتنو په کې ګډون کړی و چې له کوټې، کراچۍ او پيښور نه په کې مشهورو شاعرانو برخه اخيستې وه. تير کال د زارت د چارواکو له خوا ويل شوي وو، چې هر کال به د لر او بر پښتانه ورته مشاعرې جوړوي. خو سږکال په دې مشاعره کې د لرې پښتونخوا نه شاعران نه وو رابلل شوي، چې چارواکو يې وجه په پښتونخوا ايالت نا امني وښوده. دې مشاعرې ته د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه...