د سولې په نوم مشاعره چې تير کال (( د سولې ګډه مشاعره)) په نوم د کابل په انټرکانټيننټال په هوټل کې جوړه شوې، لر او بر پښتنو په کې ګډون کړی و چې له کوټې، کراچۍ او پيښور نه په کې مشهورو شاعرانو برخه اخيستې وه. تير کال د زارت د چارواکو له خوا ويل شوي وو، چې هر کال به د لر او بر پښتانه ورته مشاعرې جوړوي.
خو سږکال په دې مشاعره کې د لرې پښتونخوا نه شاعران نه وو رابلل شوي، چې چارواکو يې وجه په پښتونخوا ايالت نا امني وښوده. دې مشاعرې ته د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه نوموتي شاعران رابلل شوي وو چې د ځينو ولاياتونو د اطلاعات او فرهنګ رياستونو رييسان هم ورته راغلي وو. مشاعرې ته له ننګرهار ولايت نه يوه ډله د هنرمندانو هم راغلې وه . په مشاعره کې به تر دوو سوو زياتو شاعرانو ګډون کړی و. راځئ چې د مشاعرې څو انځورونه دلته وګورو. دا مشاعره د کب په شپږمه نيټه مازيګر ٥ بجې پيل شوې وه چې د شپې تر يوولسو بجو پورې يې دوام وکړ. په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د وزير په ګډون د وزارت ځينو نورو چارواکو هم ګډون درلود.
له ښي اړخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاعر، استاد نجيب منلی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خرم، بازمحمد عابد او استاد زبير شفيقي
د مشاعرې د ګډونوالو يوه څنډه
د مشاعرې بله څنډه
محمود کوچی او روح الله انوري په يوه سټايل کې شعر ته غوږونه نيولي دي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست رييس وکيل اټک يوسفزی له لغمان څخه د راغليو دوستانو تر منځ ليدل کيږي.
استاد نجيب ملی، جيلاني ځواک، استاد زبير شفيقي او عصمت قانع
قلاتوال صاحب، عابد، مدقيق احب او شيرزاد صاحب له عابده پرته دريواړه د افغانستان د راډيو تلويزيون نطاقان دي.
له ننګرهار څخه راغلې د پښتو سندرغاړو ډله
په دې لينک کې د سولې د ګډې مشاعرې انځورونه هم کتلای شئ.
راپورونه