تيره مياشت چې زه جلال آباد ته تللی وم نو د خپل دوه ورځيني سفر يو وړوکی يون ليک مې له انځورنو سره په همدې بلاګ کې خپور کړی. په دې سفر کې زه د يوه واده مراسيمو ته د اخونزاده صاحب کلي ( هډې) ته هم تللی وم. په يون ليک کې خو مې هډي ته د تګ يادونه کړې وه، خوخ کوم انځور مې د دې تاريخي کلي نه و خپور کړې. ځکه خو زما ګران ورور ذاکر برميال راڅخه له ګيلې ډک ليک راليږلی و. هغه راته ليکلي وو چې يو خو زه له هډې نه په تنکۍ ځوانۍ کې وتی يم چې اوس د لندن مسافرو خوړلی يم، نو خوند به يې کړی و چې د هډې کلی دې راباندې ليدلي و. بل يې دا ويل چې هډه خو د تاريخ هغه برخه ده چې پيړۍ به نورې هم تيرې شي خو د هډې ياد به په کې تل تازه وي.
بلکل برمياله وروره چې هډه داسې يو نوم چې له ای خانم نه واخله  د پنجاب تر ټيکسيله  پورې د ګندهارا تهذيب مرکز تير شوی دی چې اوس هم د ګندهارا تهذيب ډېر آثار په موزيمونو کې خوندي دي او ډېر ترينه په خپل سرو کندنو کې اروپا، امريکا او ټوله دنيا کې خپاره شوي دي.
برميال چې د ١٩٩٧ نه تر ١٩٩٩ پورې زموږ د بهير غړی ، څه وخت يې له نجيب عامر سره د بهير د ستيج چارې هم چلولي دي. عامر او برميال دواړو ښکلې څيرې لرلې چې د بهير ستيج به ورسره ښه ښکاريدو. خو دا عامر ظالم راته اوس هم کله کله دا خبره يادوي، چې کله ما او برميال په نوبت د بهير ستيج چلاوه، نو په ښکاره به تا د برميال ملا تړله.
پرون چې له تورخم نه د کابل په لور راتلم نو موټروان د جلال آباد ښار نه باروبار يعنې په رنګ روډ موټر وګرځاوه چې دا سرک د هډې له کلي تيريږي. کمره راسره وه. کله چې مې د هډې په کلي سترګې ولګيدې، نو له روان موټر نه مې څو انځورونه واخيستل او دا دی د برميال ګيله پرې رژوم. فکر کوم چې دا آبادي چې اوس يې هډه لري، برميال صاحب به لا نه وي، ليدلي، اوس ټول کلی له هغو غونډيو راکيوتي دي، چې برميال ليدلې وې.



برميال له زرين انځور سره


د پيښور په شاهين ټاون کې د چلينجر کورس مخې ته چې په وروستيو کلونو کې په کې د بهير غونډې جوړېدې،  له ښي اړخه نجيب عامر،  اجمل اند، مصطفی سالک، ذاکر برميال او عابد ليدل کيږي.