د بهير غونډه د روان کال د کب د مياشتې په ١٦ نيټه شوې وه، محبوب الله محبوب په کې خپله نثري ليکنه کره کتنې ته وړاندې کړه چې د يادښت تر سرليک لاندې يې ورته د کالم نوم ورکړی و.
د غونډې مشر ډاکټر منقاد الرحمن رودوال و او ميلمه يې سيد جيلاني جلان و. راپور يې منصور نيکمل ليکه او وياند يې حسن المارک و.
په سر کې بهيروالو د رحمان بابا پر مزار د شوي بريد غندنه وکړه.
د محبوب په ليکنه استاد اسد غنضر، کاروان صاحب، ډاکټر صاحب رودوال، عابد، اسد الله وحيدي، صابرحان بې ريا او محـمديګل اوبرنګ خبرې وکړې. محبوب صاحب ته يې رغنده مشورې ورکړې او د محبوب صاحب دا جرئت يې د ستايلو وګڼلو چې د کره کتنې له پاره يې يو نوی شی راوړی و.
له کره کتنې وروسته يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل. د غونډې په پای کې ډاګټر صاحب رودوال په غونډه د خپل نظر څرګندولو پر مهال د ډاکټر صاحب اکبر په غوښتنه د خپل درې مياشتيني مسلکي سفر لنډ ريپورټ هم وړاندې کړ. ډاکټر صاحب په کوم مسلکي رسمي سفر ماليزيا ته تللی و چې په زړه پورې خاطرې يې له ځان سره راوړې دي. د غونډې په پای کې له ډاکټر صاحب ځينې بهيروالو هيله وکړه چې خپل يادښتونه دي د يوې سفرنامې په شکل راټول او خپور کړي. ډاکټر صاحب د بهيروالو غوښتنه په ورين تندي ومنله.
غونډه نيږدې ماښام پای ته ورسيده.
له کين اړخه د غونډې مشر ډاکټر منقادالرحمن رودوال، ميلمه سيد جيلاني جلان او وياند حسن المبارک
راپورونه