د رشاد کره کتنې مياشتينۍ غونډه چې د يار په موسسه کې د کب په ٢ نيټه وشوه. استاد رسول باوري د غونډې مشر و او ميلمانه يې شرر ساپی او عزت الله شمسزی وو.
تر هر څه د مخه علم ګل سحر خپله کيسه (( د ډېرو کلونو خبره )) ولوسته او بيا پرې ليکلي نقدونه ولوستل شول.
په سر کې جاويد اوربل د ډاکټر محب زغم نقد ولوست چې له مزار شريف نه يې راليږلی و. ورپسې مصطفی باور د يوې ليکوالې خور نقد چې د انټر نيټ له لارې رارسيدلی و ولوست او بيا نورګل شفق د اينجينر ستانه ميز زهير ليکلی نقد چې دا هم د نيټ له لارې رارسيدلی و ولوست. ورپسې بازمحمد عابد خپله ليکنه ولوسته او بيا نصير احمد احمدي خپل ليکلی نقد لوست.
تر دې وروسته د کلتوري ټولنې د يارانو په ګډون غونډې ته له پاکستان څخه راغلي يو پروفيسر چې وخت ونيو چې پوره يو ساعت يې په انګليسي ژبه د ليډرشيف په جوړيدو ليکچر ورکړ او د غونډې د ګډونوالو سوالونو ته يې ځوابونه ورکړل چې د ليکچر پښتو ژباړه او انځورونه به له همدې بلاګ نه ډېر ژر خپاره شي.
له ليکچر وروسته محبوب الله محبوب هم په کيسې خبرې وکړې او بيا علم ګل سحر چې د يارانو له نقدونو نه يې ياداشتونه اخيستي وو، د ځينو دوستانو د نيوکو پر وړاندې يې ځوابونه وويل. علم ګل سحر په ليکلو نقدونو کې د نقادانو ډېرې خبرې پر ځای وګنلې او له ډېرو سره يې اتفاق ونه کړ. ورپسې يوه آزاده مشاعره پيل شوه چې ځينو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. د دې غونډې وياند حسن المبارک و او ريپورټ يې منصور احمد نيکمل ليکه. دا هم د غونډې څو انځورونه.


استاد رسول باوري، عزت الله شمسزی او شرر ساپی

علم ګل سحر کيسه اوروي

مصطفی باور د يوې خور ليکنه اوروي

نورګل شفق د اينجينر ستانه مير زهير نقد اوروي.

نصير احمد احمدي خپل ليکلی نقد اوروي.

د راـ طبعيت شوخ شاعر عزت الله ځواب د شعر اورولو پر مهال

تمه ده چې آرش ننګيال به د ارواښاد اسحاق ننګيال سجاده نشين شي، آرش د شعر اورولو په حال کې

تنکی ځوان خو د پخو شعرونو شاعر احسان الله درمل

جميل الرحمن، نور الحبيب نثار او اول الرحمان رودوال

د غونډې ګډونوال

 
د غونډې وياند حسن المبارک