راليږونکی :عزت الله
د راليږونکي پته :ezat_pinf@yahoo.com
نيټه : 16-02-2009

سلام عابد صيب!
کيدی شي چې ددې ليک د ليدو سره حيران شې او فکر وکړې چې دا د تره زوی مې له کومه راپيداشو چې ايلميونه يې راسر کړي دي. خو له ډيره وخته ټول افغان ګورم او خوند ترې اخلم په خاص ډول  ستاسو بلاګ راته ډير په زړه پورې دی. ځکه چې زه هر وخت ستاسو د بلاګ په مټ د وطن په ښاېسته سيمو کې چکرونه وهم. خو نن د وخت په يارۍ ما هم ستاسو بلاګ ته يو څو انخورونه در وليږل.
او کله چې مې بيا وخت پيداکړو نو اوبه ګورم چې زما انځورونه ستاسو په پاڼه کې شته او که نه خو خدای دې وکړي چې نشر يې کړی.


عزت الله وروره ستا په څير مې ډېر ياران له همدې بلاګ او انځورونو د خپرولو له برکته موندلي دي. چې اوس  په ښو دوستانو کې شمار دي. او ستا خو مې دا د ليکنې انداز دومره خوښ شو ما ته د بيخي د خپلوۍ احساس راکړ، خدای خبر چې ته به بيا کله وخت پيدا کوې او راليږلي انځورونه به دې ګورې؟ خو زه يې دا دی ستا بريښنا ليک له رارسيدو سره سم، خپروم.
ستا د تره زوی نه بلکې ورور
بازمحمد عابد